د پاکستان د خبريالانو فډرالي اتحاديې خبرداری ورکړی، چې د پاکستان حکومت پر ضد به په نږدې راتلونکي کې د ټول هېواد په کچه لاريونونه پيل کړي.
د دې اتحاديې غړو، چې پرون د دوشنبې په ورځ يې په لاهور کې له درې ورځنۍ غونډې وروسته د رسنيو پر وړاندې خپله پرېکړه اعلانوله وويل، چې د تحريک انصاف ګوند په مشرۍ د پاکستان اوسني حکومت پر رسنيو او خبريالانو د فعاليت ساحه تنګه کړې ده.
د پاکستاني خبريالانو فډرالي اتحاديه نيوکه کوي، چې حکومت پر رسنيو زيات محدوديتونه وضعه کړي او دوی نه شي کولی چې د حقايقو په رڼا کې خپل فعاليتونه تنظيم کړي.
د خبريالانو دغه اتحاديه شکايت کوي، چې د هرې ورځې او مياشتې په تېرېدو سره پر رسنيو محدوديتونه زياتېږي، چې دا کار په پاکستان کې د حکومت له لوري د رسنيزو فعاليتونو د سانسور ښکاره هڅه ده.
پاکستاني خبريالان داسې مهال په ټول پاکستان کې د لاريونونو خبرداری ورکوي، چې دامهال یاد هېواد له سخت سياسي او اقتصادي فشار سره مخ دی.

پاکستانی رسنۍ په دغه هېواد کې د پوخ په ټولو جنایتونو او خیانتونو سترګې پټوي او په ځانګړي ډول د بلوځانو اوپښتنو د حقه حقونو مبارزینو د برحقه غوښتنو او سوله ایزو حرکتونو باندې تل چوپه خوله وي.