سوله او اوربند مهم دی، خو لاسته راوړنو ته باید پام وشي

0 804

ولسمشر اشرف غني تېر ماښام  د ناروې هېواد له لومړۍ وزیرې ايرنا سولبرګ سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.

ارګ وايي دواړو لوریو، په مختلفو برخو کې پر ګډو همکاریو او د اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ناروې لومړۍ وزيرې په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته اندیښنه ښودلې او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یې پر دایمي اوربند ټینګار کړی.
میرمن سولبرګ دغه راز په دې ټیلفوني مکالمه کې ویلي، چې افغان حکومت باید د سولې په خبرو کې د خپلو شل کلنو لاسته راوړنو خوندیتوب ته پام وکړي.
د ناروې لومړۍ وزیره داسې مهال له داړو لورو د اوربند غوښتنه کوي، چې افغان مذاکراتي پلاوی وايي، طالبان لاهم په دویم پړاو خبرو کې ناستې ته اماده نه دي.
د یادونې وړ ده، چې ناروې هېواد اوس مهال په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې سل تنه سرتیري لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply