د بین الافغاني مذاکراتو له نوې بڼې له پیلېدو مخکې لاس په کار شئ

لیکوال: محمد ایوب خلیلزی

0 479

په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو مغزینه برخه اوس د امریکا د نوي ولسمشر له ټاکل کېدو سره چورلټ په بله بڼه اوړي.

د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن د لوړې د مراسمو له تر سره کېدو څو ورځې وړاندې، هغه وخت چې نوموړی د امریکا د ولسمشریزه ټاکنو په ترسره کېدو سره د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه بریالی اعلان شو، په دوحه کې د افغان سولې په اړه د مرکچي پلاوو تر منځ بین الافغاني خبرې اترې په ټپه ودرېدې او ان د دواړو ډلو یو شمېر غړي لا دوحې ته هم ولاړ نه شول. دوی فکر کاوه چې که د افغان سولې په اړه اوسنۍ خبرې په اوسنۍ بڼه تر سره شي، ممکن د امریکا د نوي ولسمشر له راتګ سره ټول هغه څه چې د ولسمشر ټرمپ په وخت کې طالبانو ته د ارزښتمندۍ د امتیازاتو په توګه ور کول کېدل او یا د لنډ مهالي حکومت د اوازو په خپرېدو سره یې نورو شرخوښو سیاسیونو خپل اندونه او پلانونه درلودل، چورلټ په بله بڼه واوړي، دغو مذاکراتو ته د نه تر سره کېدو بهانې لټولې. اوس د امریکا منتخب ولسمشر لوړه وکړه او د لوړې د مراسمو له تر سره کېدو څو ورځې مخکې د بایډن له خوا د بهرنیو چارو د وزارت لپاره د غوره شوي انټوني بلېنکن څرګندونو دغه تصورات رښتوني رنګ او حس ته نږدې کړل. سره له دې چې څو ورځې وړاندې رویټرز خبري اژانس د یوې طالب سرچینې له قوله لیکلي وو چې که د بایډن نوې اداره د امریکا او طالبانو تر منځ د تېر کال د دوحې د پرېکړې له اصولو لږ غوندې شاتګ او یا منحرفه کړنه تر سره کړي، طالبان به یې په اړه د خپلې نوې مبارزې او عکس العمل په اړه پرېکړه وکړي. خو د ښاغلي بلېنکن څرګندونو وښوده چې د پلاوو او نورو افغان سیاسیونو اندېښنې پر ځای دي.

نوموړي وویل: موږ غواړو، دغه جګړه چې ابدي جګړه بلل کېږي پای ته ورسوو، خپل ځواکونه بېرته ستانه او هلته تر یوه بریده د هر ډول ترهګرۍ له ستنېدو سره د چلن وړتیا وساتو چې له امله یې ورغلي وو. له افغان طالبانو سره به د امریکا تړون له سره و ارزوو.

د افغان ولسمشر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د څانګې مشر وحید عمر د حکومت رسنیو مرکز کې د چارشنبې په ورځ د جو بایډن د دې پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل:

د جو بایډن ادارې لخوا د امریکا-طالبانو ترمنځ د هوکړې د ارزونې د پرېکړې هرکلی کوو. دا کار باید وشي.

د طالبانو او امريکا ترمنځ په تېرې فيبرورۍ مياشت کې هوکړه لاسليک شوه چې په پايله کې يې د روان ۲۱ کال تر نيمايي بايد امريکايي ځواکونه له افغانستان ووځي. دغه هوکړه چې د امریکا د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د استازي زلمي خلیلزاد او د طالب جنګیالیو د استازي ملا عبدالغني برادر له خوا لاسلیک شوه او مهم ټکی پکې دا وو چې له دې وروسته به په امریکايي سرتېرو هیڅ ډول برید نه کېږي؛ خو له افغان ځواکونو سره به د طالب جنګیالیو جګړه او بریدونه روان وي، په داسې حال کې چې دواړه لوري افغانان او د یوې کلمې مسلمانان دي، د طالب جنګیالیو تر منځ اختلافونه هم زیات شول چې په لوی لاس یې د رسنیز کېدو مخه نیول کېږي او د طالب جنګیالیو د رهبرۍ له خوا په هر قیمت چې وي، د اوربند مخه ټپ کېږي. په هر ترتیب، د دغه لاسلیک شوي سند په اړه له لاسلیکېدو یې څو شېبې وروسته ګڼې موافقې او مخالفې نړېوالې او سیمه ییزې څرګندونې او شننې تر سره شوې.

په دې وروستیو کې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې له طالبانو سره د امریکا خبرې تېروتنه نه وه؛ خو د ولسمشر ټرمپ د حکومت له خوا دې ډلې ته ډېر “امتیاز ورکول” تېروتنه وه.

هغه دا هم وویل، چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت پای ته رسېدلی نه دی او دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو کمېدو سره تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

نوموړی د امریکا او طالبانو د تړون له مخې د افغان حکومت له زندانونو څخه د پنځو زرو طالب بندیانو خوشي کېدو ته په اشاره زیاتوي:

“امریکايي پلاوی راغی او قسم یې وخوړ چې که د دې ډلې دا بندیان خوشي کړئ، هیڅ تاوتریخوالی به ونه شي، موږ ورته وویل، استخبارات مو ستاسو د خبرو خلاف خبره کوي او که دا کسان خوشي شي تاوتریخوالی به بیا ډېر شي، داسې وشول، ولې موږ داسې امتیاز ورکړ چې مقابل کې مو هیڅ ترلاسه نه کړل. “

ښايي دا افغان سولې په اړه د امریکا د پخواني او نوي جمهور رییسانو د پرېکړو تر منځ یو ستر توپير و اوسي چې طالب جنګیالیو ته د امریکا د ارزښت او امتیاز د ورکولو څرګونه روښانه او متفاوت کړي.

دلته یو مهم کار یې باید افغان حکومت یې د موقتې ادارې د رامنځته کېدو د مخنیوي او د افغان سولې د روان بهیر د بریایلي کېدو لپاره تر سره کړي. له شته پلاوو سره سره باید د امریکا د نوې واکمنې ادارې له بدلېدو سره خپلې بهرنۍ او ډیپلوماتیکې اړیکې یو څه پياوړې کړي. لکه د امریکا سفارت چې کولای شي د افغان حکومت او په ځانګړې توګه د افغان سولې په اړه د جوبایډن له ادارې سره خپله لابي پياوړې او په مناسبه بڼه تر سره کړي. بل خوا د پاکستان او یو شمېر نور سفارتونه چې د افغان سولې په اړه یې رول مهم برېښي، د خپلو استازولیو په اړه د ځواکمنتیا او ښې ډیپلوماسۍ په اړه له سره کتنه وکړي. په قطر کې هم باید داسې یو پیاوړی کس څوک چې له بهرنیانو سره یې له نږدې او د هغوی په ژبه پوه اړیکې درلودلې وي، باید د دوحې د خبرو له پیلېدو وړاندې وټاکل شي. داسې استازی باید ولري چې وکولای شي د امریکایانو په ژبه او روان پوه، له هغوی سره مېشت شوی، د افغانانو له عنعناتو او کړنو تر بل هر چا ښه و پوهېږي او تر ټولو مهمه دا چې د افغان حکومت له لوري پرې د باور هر ډول اعتماد کېدلی وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply