د خدای کور

عبدالوکیل سوله مل

0 993

حجره ښه لویه او په ښکلوقالینو فرش ده .  له یوه سره تربله قطار توشکې هوارې دي . په هردیوال یوه،یوه رنګه مصله راځوړنده ده . دحجرې په منځ کې کوچنۍ لرګینه المارۍ ولاړه ده . له قران سره یو ځای په کې ګڼې سیپارې او څوجوړه تسپې هم ښکاري . دالمارۍ په لاندینۍ خانه کې د چیلمچي څنګ ته د نصواروتوفدانۍ هم ایښې ده.

د خونې منځ کې یوه سپین ږیري لوی بالښت ته تکیه وهلې ده. مخې ته ېې د چایو ډک چاینک ، څو پیالې او له وچو میو ډک قاب ایښې دي. د قران په قرات بوخت دی. ناببره د کور دروازه ووهل شي . سپین ږیري قران وتړي . ښکل ېې کړي ، دالمارۍ په پورتنۍ پوړکې ېې پخپل ځای کیږدي .دروازه پرانیزي، په ونه لوړ سړي چې په لوی پټو کې ېې ځان تاو کړي دی، راننوځي، ده ته غیږ ورکړي او سده لوېې حجرې ته دواړه راننوځي. میلمه کښیني، بالښت ته ډډه ولګوي ، کوربه سمدواره له چاینکې شین چای پیالې کې واچوي، د میلمه مخې ته ېې کیږدي،  میلمه پیالې ته وګوري ، خوزرمخ بیرته واړوي ، لکه له چایی ېې چې خوا ګرځي، سر ټيټ ونیسي ، د کوربه ورپام شي ، د چایو پیالې ته لاس ونیسي :

ـ چا ی دی وڅکه ، چې یخ نشي .

میلمه پیاله راواخلي، لاس ېې ورپږدي، پیاله بیرته پخپل ځای کیږدي ، کوربه ته رڼې سترګې ونیسي ، په ورو ووایی:

ـ خیریوسې ، زړه مې داسې موړ دی چې هرشی راباندې لکه ذهر تریخ لګیږي .

کوربه ټکان وخوري ، اوګې ېې اوخوري ، خوله خبرې ته جوړه کړي چې کوچنی پینځه کلن لمسی ېې راننوځی ، کوربه ورغږ کړي :

ـ کا کا ته سلام واچاوه !

کوچنی پښه نیولی اوترورشي . میلمه ته مخ ورواړوي، لاس وراوږد کړي :

ـ سلام کاکا

میلمه ته وا ساه ېې ختلې ده ، مړه وروګوري ، په سرېې لاس کیږدي ، خو نور هیڅ ونه وایی . کوچنی د نیکه له خوا سره پلتۍ ووهي . میلمه کوربه ته مړې سترګې ونیسي ، خوله خبرې ته جوړه کړي ، خولکه زړه ېې چې خولې ته راشي ، اویا ېې ټټرپه درد شي ، بیرته سرټيټ ونیسي . کوربه چې لوې تسبې ېې لاس کې نیولې او ټکها ېې خیزي ، ورغږکړي  :

ـ جانمحمد خانه ! خیریت خو به وی ، ولې دومره پریشانه او خواشینی ښکارې؟

جانمحمد سر راپورته کړي ، بیا هم څه ونه وایی لکه په خوله ېې چې د سکوت مهر لګیدلی وي .

د سپین ږیری پام په دم ګړۍ کې د ده وچو، سپیرو شونډو او پړسیدلو سترغلیو ته ورواوړي ، اندیښنه ېې نوره هم زیاته شي ، بیا ورغږکړي ؟

ـ ولې څه شوي ، خیریت خو به وي ، څنګه دې اروا تښتیدلې ده ؟

   د ده خوله خبرو ته نه جوړیده په خواشینې بڼه ېې د ورپیښ مصیبت غوټه داسې پرانیستله :

ـ لکه چې له خوره دې خلاص او کونډ شم.

عمر جان د دې خبر په اورید ټکان وخوړ، سرېې رامخکې کړ.

ـ ولې خدای دې نه کړي؟

ده اوږده سا ه وویسته ، سترګې ېې له اوښکو ډکې شوې ، په خواره خوله ېې وویل:

ـ د زړه رګونه ېې بند دي . په شمار څلور څلور ګوتې ېې پورته ونیوې ، په شمار څلورعدد یی څو ځلې تکرار کړ، لکه نورېې چې خبرو ته خوله نه جوړیده. سر ېې بې واکه ځوړند شو، فکر کې لاړ، کوربه هم غلی شو، خونه چوپتیا ونیوه . عمرجان سر راپورته کړ چې ځان په پوره کیسې خبرکړي خو د میلمه سپیرو شونډو، او مړاوې څیرې د پوښتنې زړه نه ورکاوه ، میلمه سر راپورته کړ، کوربه ته ېې له اوښکو ډکې سترګې ونیوې ، په ژړه غونې انداز ېې وویل:

ـ عمر جانه موږ خو له تا سو او خدایه پرته بل څوک نه لرو .که داد ته مې ونه رسیږی ته دی له خور او زه له ښځې خلاصیږم.

خبرې ودرولې ،لاړې ېې تیرې کړې، کوربه ته ېې رڼې سترګې ونیوې چې غبرګون ېې واوري ، کوربه لکه وچې شرمیږي او یا ناځوابه وي، سترګې ېې پټې او سرېې ځوړند ونیو، په فکرکې لاړ، بیا په حجره کې کراره کراري شوه ، میلمه چې ځواب ته سترګې په لار و، کوربه فکر کولو ته پرینښود،

ـ ویریږه مه څنګه چې د دې اپریشن وشو په راسبا وطن ته ځم او پټی درته ګروم .او …

لا ېې خبره بشپړه شوې نه وه چې عمر جان یی په خبرو کې ورننوت، سرېې وخوزازاوه:

ـ پو هیږم جانمحمد خانه چې هم مې د تنکۍ ځوانۍ یار یی او هم مې اوښی ېې … په خپل وخت کې دې په ډیرو تنګسو کې لاس راکړی ــ خو ته خبر یی چې ما حج ته داخله کړې ده.

جا نمحمد چې دا واوریدل په زړه ېې د نهیلۍ یخې اوبه توی شوې، سر ېې ښکته واچاوه، نور ېې هیڅ ونه ویل . عمر جان د انکار پخلی نور هم پو ښ کړ:

ـ  په خدای چې څو ورځې وړاندې مې خپل سږنی ورور بینوا ولیږه . د هغه خوار هم پښتورګی خراب دی. .

جانمحمد لکه په ډوب څاه کې چې ولیدلي وي ، خوهیڅوک ېې غږنه اوري، نورهم نهیلی شي . شونډه په غاښونوکې ونیسي . سرېې بې واکه ځوړند شي ، شیبه غلي وي . کوربه هم لکه پړچې وي او یا د انکار په بل دلیل او توجیه فکرکوي، خوله وګنډي. هیڅ نه وایی، میلمه بیا سر راپورته کړي . کوربه ته رڼې سترګې ونیسي، شونډې ېې وښوري، لاړې تیرې کړي، په خواره خوله بیا ووايي:

ـ نه کیږي چې له بل چا ېې راواخلئ؟  په ما د دومره پیسو اعتبار څوک نه کوي، کنه نه مې درته ویل.

کوربه لکه له خوبه چې راکښیني ، ټکان وخوري :

ـ څه شی ؟ له بل چا ؟ دا څه وایی ؟ خلک به څه وایی چې دوس اوس د پور په پیسو حج ته ځي .

میلمه غلی بیواکه له ځانه سره وویل :

ـ او که خلک د خور د مرګ پیغوردرکړي چې له غریبۍ ېې علاج ونشو ؟

کوربه لکه د تورې ګوزار چې پرې وشي ،

ـ څه شي ؟

میلمه په کړې خبره پښیمانه شو:

ـ هسې ما ویل چې پور خو ځانته نه اخلئ خو ما ته ېې …

ده زرپه خبره کې ورودانګل :

ـ سمه ده چې تا ته خو که راته ووایی چې ولې ېې پخپله نه ورکوې، نوبیا ؟

ده ورلنډه کړه :

ـ داسې چې دی ما ته وویل خو ده ته به هم ووایی چې حج ته ځئ .

ده جدی څیره ونیوه :

ـ تا ته بې دینه نه دی معلوم که راته ووایی چې سږ مه ځه حج ته نو بیا ؟

جانمحمد چې  نور پوه شو هیڅ ډول عذر، زاري او دلیل ېې ځای نه نیسي ژر له ځا یه را ولاړشو . څادر ېې په اوږو راواچاوه  اوغلی شان له کوره ووت.  عمرجان اندیښنوکې ډوب شو. لکه سودايي په خونه کې لاړ او راغی، له ځانه سره ګډ شو:

ـ د دې وطن غریبان ولاکه په عمر ماړه شي ، دا افغا نستان دی نه انګلستان .

د خونې منځ کې المارۍ ته ودرید. له المارۍ ېې بیرته قران شریف راواخیست ، ښکل ېې کړ. کښیناست، مخکې له دې چې قران وغوړوي او په تلاوت پیل وکړي. له ځانه سره ېې وویل:

ـ څنګه ځان د خلکو خولې ته واچوم، ټوله دنیا خبره ده چې سږکال حج ته روان یم!؟

مخامخ د قبلې لورته راغوړیدلې مصلې ته ېې سترګې ونیوې، لاسونه ېې لپه ونیول :

ـ خدایه معافی راته وکړه، ته بخښونکی او مهربان ېې، څوک پوهیږي چې د بل کال پورې به ژوندی یم که مړ؟

د عمر جا ن کوچني لمسي چې د میلمه او نیکه مرکه یی په غور څارلې وه ، نا ببره نیکه ته مخ ورواړاوه، په حیرانونکو پو ښتنو ګډ شو:

ـ با با چیرته ځئ ؟

عمر جا ن چې د خوښۍ احسا س ېې په وجود خپور وو، په نرۍ موسکا ځواب ورکړ :

ـ حج ته که خدای ته منظوره وه .

لمسی د حج د کلمې په آوریدو په ګڼو خیالونوکې ډوب شو، بې واکه ېې له خولې  راووتل:

حج!!

نیکه سر وخوځاوه :

ـ هو حج

په کوچنی ذهن کې ېې رنګارنګ تصویرونه راوټوکیدل : لویه شاهي ما ڼۍ، برجوره کلا، کلی ، ښار…. نیکه ته ېې په ځیر وکتل، بیا ېې وپوښت :

ـ حج څه شی دئ با با ؟

عمر جان ېې په سر د مهربانۍ او ناز لاس راتیر کړ:

ـ حج د خدای کور ته وایی زویه .

لمسی یی نور هم په ژور فکر کې لاړ :

ـ د خدای کور ـ  ته د خدای کور ته ځې ؟

عمرجا ن د تاید په بڼه سر وښوراوه:

ـ هو بچو که خدای ته منظوره وه .

کوچنی د خدای له کلمې سره بلد و خو هیڅکله ېې د خالق د اوسیدو او کور فکر په سرکې نه و ګرځیدلی.  ګڼې پوښتنې په واړه ذهن کې راوټوکیدې :

ـ بابا خدای چیرې دئ ؟

نیکه په ځیر وروکتل ، لکه دینیات ښونکې په بیړه ېې ځواب کړ:

ـ  خدای هر چیرې دئ .

کوچني بیا فکر یوړ:

ـ نو بیا ولې موږ هغه نه ګورو ؟

عمر جان په مینه او مهربانۍ ځواب ورکړ:

ـ موږ بندګان هغه نه وینو موږ یوازې هغه په خپلو قدرتونو پیژنو .

کوچنې فکر کې ډوب لاړ، په لومړی ځل ېې دا کلمه اوریده ، غلی شو، نیکه ته ېې حیران وروکتل ، اوږې ېې وښوریدې ،

ـ قدرتونه !!!

نیکه ېې د قدرت او عظمت بیلګې لکه لوی تبلیغي  یا هغه ملا چې په ممبر ولاړ وي ، یو په بل پسې قطار کړل :

ـ هو قدرتونه لکه آسمان ، ځمکه، غرونه، دښتې ، باران ، ږلۍ ، سیندونه، طوفانونه، زلزلې ،انسانان ، ځناور، شپه . ورځ ، لمر،سپوږمۍ ……………….

لمسی لکه دم چې واخلی ، غلی شو خو زر له څه فکر ه وروسته بیا نیکه ته ګډ شو:

ـ خدای موږ ګوري؟

ـ هو بچو

ـ  د خدای کور چیرته دئ با با؟

ـ د بیت الله شریف په ګډون هر جوما ت د خدای کور دئ .

کوچنی بیا حیران شو. لکه بې باوره چې وي، غوښتل ېې د نیکه خبره ځانته کره او پخه کړي :

ـ هر جومات!؟

عمر جان هم ور غبرګه کړه:

ـ هو هر جومات

کوچني بیا وپوښتل :

بابا بیت الله چیرې دئ؟

د عمر جان تندی تریو شو، سترګې ېې ټیغې راووتې، وغورید :

ـ بیت الله شریف وایه ؟

کوچني لکه لویه تیروتنه چې ترې سر ووهي، ځا ن ګرم وبا له:

ښه با با بیت الله شریف .

د لیری والي او موقیعت سوال یی په ذهن کې راوټوکید:

هغه لیرې دئ ؟

ـ هو بچو

ـ ډیر لیرې ؟

ـ هو

ـ ته په پښو ورځې با با ؟

ـ نه

ـ په موټر کې ؟

ـ نه

ـ په الوتکه کې ؟

هو کنه بچو ـ

ـ ولې ؟

ـ ځکه چې ډیر لیرې دی .

په الوتکه کې تګ په کوچنی ښه ولګید،  الوتکه ېې خورا خوښیده ، ځکه خو پلار د لوبو ګڼې الوتکې ورته رانیولې هم وې ، له هغوې ډیری الوځولې هم وې ، د هغه نه یوازې په الوتکه کې سفر خوښیده ، د الوتکې د چلولو خوبونه ېې هم لرل ، نیکه ته رانیغ او په زاریو شو:

ـ با با زه درسره تلای شم ؟

عمرجان ته خندا ورغله :

ـ بچو په هغه خو ډیره خرچه راځي .

کوچنی بیا چرتونو واخیست :

خرچه !!!

نیکه  جیب ته لاس ننویست، څو بانګنوټونه ېې راوویستل ، د ده سترګو ته ېې ونیول :

ـ هو کنه خرچه  : پیسې

ـ نوبابا ته ولې دومره لیرې ځې ؟

ـ ځکه چې زه پیسې لرم او حج فرض دی بچو.

ـ خو پیسې بل چاته ورکړه ، دواړه به د خدای نږدې کورته لاړشو .

نیکه وخندل :

کوم نیږدې کورته ؟

کوچنی له کورسره نږدې جومات ته لاس ونیو:

ـ هغه جومات ته

د نیکه خوله نوره هم لاړه او راغله :

ـ او پیسې چا ته ؟

ـ هغه ماما ته.

ـ کوم ماما ته ؟

ـ هغه چې اوس راغلی و.

د عمرجان سترګې ټبغې راووتې، خوله ېې وازه پاتې شوه، لکه په وچه غاړه ېې چې اوبه لاړې شي ، وټوخید، لمسی ېې له څنګلې ونیو، نیغ ېې راپورته کړه ، په خوله ېې لاس ورکیښود،

ـ بس نور مه غږیږه ، په دې نا پړیتو مې له خدای سره په جنګ مه اچوه ،

په ورو ېې پورې واهه ، لکه یو مجرم چې د څارنوال پرله پسې پوښتنې ګنګس کړي او د تیښتې لار لټوي :

ـ بس ځه مور ته دې ورشه چې زه تلاوت وکړم .

د شپې لس بجې او دیرش دقیقې

تیتفورد ، انګلستا ن

د ۲۰۱۳ میلادی کال د می ۲۵ نیټه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply