طالبانو ته د ډاکتر اشرف غنی دیپلوماتیک ګوزار

انجنیر عبدالصبور ساپی

0 773

د دوحې هوکړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر میلادي کال به فبرورۍ کې لاسلیک شوه له سترو سیاسي او حقوقي خلاو ډکه هوکړه وه، دې تړون نه یوازې افغانستان ته تاوان ورساوه بلکې امریکا یې هم زیانمنه کړه ځکه چې له دې تړون سره په نړۍ کې د امریکا اقتدار او موقف صدمه وليده،  اوس چې په امریکا کې یو نوی منتخب ولسمشر او نوی ګوند یعنی دیموکرات چارې په لاس کې اخیستي د دې تړون د ارزونې هوډ لري چې ډېر ژر به پیل شي، دا کار به ښايي د داوړو هېوادو ګټه خوندي کړي،  دا صحیح خبره ده چې دا تړون د امریکا او طالب ترمنځ لاسلیک شو خو دې هوکړې هغه وخت درست مفهوم درلودلای شو چې د افغانستان د برخلیک په هکله پکې څه نه وای، کله چې د افغانستان د ګټو خبر منځته راځي نو د افغانستان د منتخب دولت د حضور مسئله هم  په  دې خبرو کې مطرح کېږي، نو دا تړون له سترو خلاو او تېروتنو ډک تړون بللی شو ځکه:

  • ۱- یوه ستره تېروتنه دا وه چې د افغانستان دولت ته یې د اصلي فریق په حیث په دغو خبرو کې ځای ور نه کړ، حتی تر اوسه افغان دولت د دغه تړون له بشپړو جزییاتو خبر نه دی.
  • ۲- بله تېروتنه او ستره سیاسي خلا په دې تړون کې دا ده چې د جنګ اړخونه یا خواوې پکې تعریف شوي نه دي، لازمه دا وه چې باید افغان دولت د جګړې د اصلي فریق په حیثت په دې تړون کې تعریف او شامل شوی وای چې ونه شو، نو ځکه دې خلا دا زمینه برابره کړه چې طالب د جنګ د بل فریق په حیث افغان دولت په رسمیت ونه پېژني او ورته اهمیت ورنه کړي، چې دا کار د جنګ د نه ختمېدو او د نن ورځې د ناورین ستر عامل وګرځېد.
  • ۳- د تړون بله تېروتنه دا وه چې امریکا  یوې ترهګرې ډلې ته سیاسی هویت او نړیوال مشروعیت ورکړ، نو ځکه طالب کاذب غرور ترلاسه کړ تر هغه چې د طالب ډلې مرستیال مشر ملا دادالله تېر دسمبر په کراچۍ کې خپلو ملګرو او زخمیانو ته وویل چې « ما د ترمپ سره نیم ساعت تیلفونی خبرې وکړې او ما تېلفون پرې کټ کړ هغه نه دی کټ کړی» یعنی ملا دادالله د ټرامپ پر خبرو په غوسه شوی او تیلفون ئې قطع کړی دی او داسې نورې خبرې، دا خبر د طالب د هغه کاذب غرور ښکارندويي کوي چې منشه یې همدا د دوحې تړون دی۰
  • ۴- دا تړون سبب شو چې د طالبانو جګړه خپله بڼه بدله کړي او خپل ځای ورکړي هدفي وژنو د عام المنفعه بنسټونو نړولو، د مقناطیسي ماینو ایښودلو ته.

اوس د ښاغلي جوبایدن ادارې دا هوډ کړی چې دا تړون به له سره ارزوي په دې هکله د پنتاګون ویاند «جان کِربي» د تېرې پنجشنبې په ورځ ووېل«موږ اوس هم کوښښ کوو چې د خبرواترو په اساس له طالبانو سره یوې حل لارې ته ورسېږو که څه هم طالبانو په خپلو تعهداتو عمل نه دی کړی»

ښاغلی «کِربي» وویل چې د امریکا جمهوررئیس ښاغلی بایدن د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې لاسلیک شوې موافقې ته ژمن دی، د دغه تړون په اساس طالبان باید په امریکایانو حملې بندې کړي، تاوتريخوالی ډېر کم کړي او له افغان دولت سره د سولې ضادقانه خبرې مخته یوسي، امریکا به بالمقابل د ۲۰۲۱م میلادي کال د مې ترمیاشتې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي، ښاغلي «جان کِربي» د فرانسې خبري آژانس ته وویل «طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو او له القاعدې سره د اړيکو په پرې کولو باندې عمل نه دی کړی»، ښاغلي کِربي زیاته کړه ترڅو شرایط داسې وي «کار به د خبرو پر مېز سخته وي» که څه هم هغه ونه ویل چې تر(مې) میاشتې پنتاګون په افغانستان کې د خپلو سرتېرو کچه صفر ته رسوي او که نه.

د طالبانو وارخطايي له څه ده؟

په دوحه کې د طالبانو مرکچي پلاوي د خبرو له میزه وتلی او په بهرني سفرو تللی، طالبان چې د ښاغلي جوبایدن د راتلو نه ورسته سخت ناهیلي شوي دي نو ځکه یې بهرني سفرونه پیل کړل چې امریکا ته په غیر مستقیم دول ګواښ وکړي چې دوی متحدین لري او کولای شي بیا جګړه د امریکا پرضد ګرمه کړي د طالبانو درې پلاوي ایران، روسیې او ترکيې ته په سفر تللي.

ښاغلي شېرمحمدعباس ستانکزي په مسکو کې دا اعلان وکړ:

«که ډاکتراشرف غني استعفاء‌‌ ورکړي نو دوی به اوربند وکړي او له نوي حکومت سره به خبرې پیل کړي».

په افغانستان کې مشروع او منتخب دولت او حکومت موجود دی نوی حکومت چې طالبان یې غواړي هغه خپل مشروعیت له چا نه اخلي دا د اساسی قانون خلاف، غیرعملي  او د پاکستان د GHQاوISI غوښتنه ده!

ښاغلی ستانکزي دا خبرې په داسې حال کې مطرح کوي چې څو اونۍ مخکې ذبیح الله مجاهد د تکړه ژورنالست میرویس ستانکزی سره په یوه مرکه کې چې له شمشاد تلویزیونه په ژوندۍ بڼه خپرېده د هر ډول موقت حکومت د جوړېدو خبر په قاطعیت سره رد کړ، اوس خبره دا ده چې څه سبب شول چې ستانکزی دا خبره دې په مسکو کې په بېړنۍ توګه اعلانولی شي چې په دوحه کې د خبرو پر مېز یې مطرح کړې وای، داسې ګونګوسې هم شته چې حامد کرزي او اسماعیل خان له عباس ستانکزی سره لیدلي او د موقت حکومت په هکله یې خبرې کړي دي، که څه هم عباس ستانکزي لا دمخه د افغانستان د اردو د انحلال خبره هم کړې وه، یوه خبره جوته ده چې د آی ایس آی جهنمي سازمان د خپلو امکاناتو او ذرایعو په مټ په دې پوه شوی چې د طالب او امریکا د دوحې هوکړه په اوسني خط اوخال سره نور د منلو نه ده او له همدې کبله یې په بیړنۍ توګه د حامد کرزی او طالب لوري پټه ناسته ترتیب کړه چې اصلی پیغام یې د ماسکو نه د ملا شیرمحمد عباس ستانکزی په څرګندونو کې بر بنډ شو.

دلته لازمه ده چې یو څه د موقتو حکومتونو په هکله رڼا واچوم، تراوسه جهان ۵۸ موقت او انتقالی حکومتونه تجربه کړي چې مطلق اکثریت ئې ناکام حکومتونه ول افغانستان هم داسې موقت حکومتونه تجربه کړي چې ناکام ول.

 افغانستان کې موقت حکومتونه:

ترهغه ځایه چې ګورو موقت حکومتونه کومه مثبته پایله نه درلوده او وینې بهېدنې زیاتې شوې فقر او فلاکت خپل اوج ته ورسېده خلک بېکوره او بې پته شول، د ډاکتراشرف غني په راتګ اوس یوڅه ناڅه ویلی شوچې په افغانستان کې له ټولو نخوالو او فساد سره سره بیاهم یوښه دولت لروچې ډېرتلاش او کوښښ کوي ترڅومثبت کارونه ترسره کړي او ډېرئې هم ترسره کړي دي اونسبي ښه اداره ئې رامنځته کړې ده که جنګ جګړې نوای نو ښې او سترې لاسته راوړنې به مودرلودلی.

اوس بیا حامدکرزي، اسماعیل خان، عطامحمدنور، میررحمان رحمانی او یوشمېرنور ټوپکمارو، مفسدو او مافیائي کړۍ یوکوښښونه شروع کړي ترڅو موقته اداره رامنځته کړي نن یکشنبه د جنوري ۳۱ مه میررحمان رحمانی هم په ډاګه کړه چې د موقت حکومت طرحه ئې ترلاسه کړې اودی ئې هم ملاتړ کوي مقصد د موقتې ادارې نه د هغه مفسدو اومافیایی کړیو بیا قدرت ته رسېدل دي چې د ډاکترغني له خوا له قدرته ګوښه شوي دي، نن د ډاکتراشرف غني سره مخالفت او په هغه نيوکې په یو مُود بدله شوي او د پاکستان، طالبان او ایران نه د امتیازاخیستو له عمله کېږي نه د وطنپالنې او ملي ګټوپه خاطر.

د ډاکترغني دپلوماتیکې هڅې!

ولسمشر ډاکترمحمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي انتوني بلینکن سره د تېرې پنجشنبې په ورځ له غرمې روسته تېلېفوني خبرې وکړې، په هغه بیانیه کې چې د امرېکا بهرنیو چارو وزارت خپره کړې ده راغلي چې ښاغلي بلینکن د ډاکترغني سره په تېلفون کې « له سولې د امریکا دیپلوماتیک قاطع ملاتړ او سیاسی حل لارې تداوم د یوې تلپاتې او عادلانه سولې او دائمي اوربند چې د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه وي تاکيدکړی دی» ښاغلي بلینکن زیاته کړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون به له سره څېړي او هیله ئې وښوده چې د افغانستان ټول رهبران باید له دې تاریخي فرصته ګټه پورته کړي۰

د بلې خوا ډاکتراشرف غني د دوستو هیوادو لکه  کانادا، ناروې، سویدن، استرلیا، جرمنی ، چک او ترکیې له ولسمشرانو د امریکا د سناجرګې رئیسې نانسي پلوسي او یو شمېر سناتورانو سره تیلفونی خبرې کړي او کابل کې له یوشمېر سفیرانو سره لیدلي دي او دافغانستان د سولې، اوربند، د قدرت د مشروع انتقال په هکله ئې معلومات او  مشورې ترسره کړي، همدا شان ښاغلي حمدالله محب د امریکا د ملي امنیت مشاورسره تیلفونی خبرې کړي ښاغلي امرالله صالح سخت امنیتی تدابیر او د ترهګرو اړیکې له بهرسره د یوثبوت په حیث  ترلاس لاندې نیولي او له یوشمېرسفیرانوسره پدې هکله لیده کاتهٔ کړي دي، د ډاکترغنی دا ټول دپلوماتیک کوښښونه باعث شول چې د امریکا او اروپا په لیدلورو کې بدلون را منځ ته شي په هغه اعلامیه کې چې اروپائي ټولنې ناتو او امریکا خپره کړې راغلي:

«کابل کې د امریکا سفارت، د اروپايي ټولنې پلاوی، د استرالیا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، جرمني او ایټالیا دیپلوماتیک ماموریتونه په افغانستان کې د هالنډ، اسپانیا، سویډن، بریتانیا امریکا دیپلوماتیک بنسټونه په افغانستان کې وژنې، سړي تښتونې او د حیاتي زېربناوو ویجاړول، چې زیان یې نېغ په نېغه ولسي وګړو ته رسېږي، غندي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې ویلي “له خپلو متحدینو او ملګرو سره یوځای موږ وژنې، تښتونې او د مهمو زیربناوو ویجاړول غندو، طالبان باید پر دې پوه شي چې د هغوی ویجاړوونکي او له تاوتریخوالي ډک اعمال نړۍ په غوسه کوي او باید په افغانستان کې د سولې په خاطر ترې لاس واخلي”.

د اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې بیا ویل شوي چې “طالبان د دا ډول هدفي تاوتریخوالو د ډېری پېښو مسئولیت لري او د دوی بریدونه دولتي ادارې کمزوری کوي او د یوه نامنه چاپېریال له رامنځ ته کېدو سره مرسته کوي”.» بی بی سی پښتو

اوس خبره په دې ده چې بیا کتنه په تړون کې به څه وي، که چېرې امریکا لااقل په تل پاتې اوربند او د خبرواترو په دوام ټینګ پاتې شي دا کاربه د دې سبب شي چې پاکستان خپلو تاکتیکونوکې د طالبانو د مطرح کولوپه هکله بدلون رامنځته کړي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي لا د مخه له امریکا غوښتي چې تړون ته ژمن پاتي شي، که څه هم امریکا هیواد به کومې ګټې چې دلته په سیمه کې لري په کُلي صورت سره به د طالبانو نه لاس په سرنشي او دوۍ سره به خپلې اړیکي وساتي.

طالبان د اسلامي نظام غوښتونکي دي مګرهیڅوک ترې دا نه پښتي چې هغه اسلامي نظام چې طالب ئې غواړه باید خلکو ته ئې تعریف وړاندې کړي چې دا څه رنګ نظام ده چې په دا ۵۷ اسلامي ملکوکې ئې نظیر نشته ده، ولی طالب د خپل نظام له تعریفه ډارلري!؟

طالب وائي چه اویا سلنه خاورئې په لاس کې ده مګر خپله په قطرکې دفتر لري او کډې ئې په پېښور، کراچۍ او کوېټه کې ژوند کوي.

طالب وائي چې اویا سلنه خاورئې لاس کې ده مګرله چاوندنو او د نور ډلو له شتون نه منکر ده خیر دا نور ترهګر چېرته ژوند کوي په دولتي سيموکې خو څوورځې ښائي ژوند کولي ونشي یا به نیول کېږي یا به وژل کېږي.

طالب بې له جنګ او قدرت ته درسېدوبل هېڅ کړندلاره د وطن د اولاد او راتلونکي لپاره نه لري او پدې هکله خبرې نوکوي معلومه ده چې طالب همهغه تېرطالب ده چې لا تراوسه د جهان، علم، او تمدن سره کومه لېولتیا او آشنائي نلري دا عصر و زمان د علم و تکنالوژی ده او جهان سره باید همګام اوسو چې دا هيله د امارت په وجود کې تحقق نه مومي انسانان خدا پاک د ژوند لپاره پیداکړي او دا دنیائې دنعمتوسره ورته تحفه ورکړې ترڅوئې د خپل عقل او فکرچې خداج ورته ورکړی ځانته جنت جوړکي او ترې خوند واخلي او د خدای شُکرپرځایکړي.

د امنیتي کارپوهانو په آند که سم تدابیرونیول شي د ملا دادالله له خبروتېردسمبر په کراچۍ کې او حالاتو داسې معلومېږي چې طالبان به ډېرژر یا ختمېږي اویا دولت سره جوړ راځي، جمهوریت ډېرټينګ او د نړۍ والې ټولنې کلک ملاتړ له ځانه سره لري نو د دې لپاره د موقتی ادارې خیال بافانو ته صبرې جمیل د الله له درباره غواړم، اوس نو د یوې پایدارې او واقعي سولې رسېدوته باید زغم اوحوصېله مندي ولرو چې دا ټول د داسې یو نظام ترسیوري لاندې ترلاسه شي چې په هغه کې انساني حقوقوته درناوی، دموکراسی، تولنيځ عدالت، قانون علم و تکنالوژي شتون ولري  او د ولس زعامت د ولس په خوښه او مستقیم ګډون د دیموکراتیکو ټولټاکنو په مټ ترلاسه شي، نظام او جمهوریت ساتل د هر با درکه وطنپال او په ترقي مئین افغان ایماني او انساني دنده جوړېږي.

 د تل پاتې سولې او جمهوریت دبریا په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply