وروستی هدفي وژنې څوک کوي؟

نوید احمد څرک

0 746

له کله هم چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده، او طالبان مکلف شویدي، چې جګړه کمه کړي، دوی د خپلو بریدونو مسؤلیت نه اخلي. برعکس بریدونه یې خورا زیات او وحشتناک کړیدي. دوی نه یواځې مسؤلیت نه اخلي بلکې د ټولو بریدونو د غندلو اعلامیې هم ور کوي او وایي چې پدې بریدونو ځینې کړۍ د سولې خبرې زیانمنوي.

خو چې بریدونه او جګړه غندې او ستا نظر هم همدا وي چې دا د سولې پروسه زیانمنوي نو بیا ولې اوربند نه کوې؟ ولې په جګړه ټینګار کوې؟ پرېږده چې ته اوربند وکړې او د بریدونو او وژنو لپاره دغه کړۍ نور فرصت پیدا نکړي، ته اوربند وکا او بیا په جیګو سترګو ویلی شې چې بریدونه موږ نه، بلکې د سولې ضد کړیو وکړل. خو ته چې د افغان ملت په بار، بار غوښتنه اوربند نه کوې، جګړه لا تېزه وې، اوربند د سولې خبرو په اجنډ کې نه نیسې، بحث ور باندې نه کوې، برعکس ګواښونه کوې، د فتحې نارې وهې، افغانانو ته د تسلیمیدو وایې، نو د سولې مخالف ته یې، که بل څوک؟

دا بریدونه ته کوې که بل څوک؟ بله مهمه خبره دا ده، چې په تېر یو کال کې هېڅ یو بهرنی یا امریکایي سرتېری ندی وژل شوی، ته هم په ویاړ دا منې او وایې. که پر افغانانو بریدونه ستاسو کار نه وي، د سولې ضد کړیو کار وي، خو هغه خو حتا د یو امریکایي په وژلو هم دغه پروسه خرابولی شي. ولې د سولې د زیانمنیدو لپاره دوی پر امریکایانو یو برید نه کوي، خو چې یو امریکایی ووژني، په قطر کې به تاته ولچک در اچول کیږي. قربان دې شم، طالبانه! غلط لګیا یې ملت او نړیوالو ته دا هر څه واضح دي، چې څوک بریدونه کوي، څوک افغانان د امتیازاتو د اخیستو لپاره وژني او څوک د ټرمپ نه د تر لاسه شویو امتیازاتو د ساتلو لپاره امریکایان نه وژني او څوک په غزني کې د دوی ټانکرونو ته پهرې /پیرې کوي. که وایې چې د افغان حکومت پر پوستو ځکه بریدونه کوم، چې دوی پر موږ بریدونه کوي، خو همدې امریکایانو په تېر یو کال څو وارې ستا په کونو بمونه در واچول، شنې ډډوزې یې در باندې جیګ کړې، بیا نو ولې په هغوی وار نشئ کولای. ولې افتخار کوئ، چې تېر یو کال کې مو یو امریکایی هم ندی وژلی، حال دا چې تاسو پخپله وایئ چې امریکایان پر موږ بریدونه کوي.

طالب جانه خبره بیخي واضح ده، ته د افغاني نېشنالېزم د نابودولو لپاره ګومارل شوی یې، هؤ ستا ناولي او فتنه ګرې جګړې هر کور د ویر او غم په ټغر کېنولو، خو ستا باداران دې ډاډه اوسي، چې افغاني نېشنالېزم لا پیاوړی کیدونکی دی، دا نشي ماتولی، د افغانستان په مخکې تګ کې به خنډ واچوي، خو هېڅکله یې هم شاته نشي غورځولی. طالبان جانه نور ځان پوه کړه، منطق او روایت دې دروغجن او د ملت په ذهن کې هېڅ ځای نلري، بس دی نور نو د ایران او روسیې نه د جنګ خبرداري مه ورکوه، سم انسان شه، حیوانیت پرېږده، افغانان چمتو دي تا سپږن خپلې ټولنې ته جذب کړي، خو که ته انسان شې او د نورو سپیتوب پرېږدې. خو که همداسې اعمال کوې، نه دې افغانان مني او نه هم نړیوال، ستا سپیتوب ته به ایله ایران او پاکستان خوښ ساتي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply