د نعيم وردګ او سهيل شاهين پاموړ

سيد حسين پاچا

0 1,204

د نعيم وردګ او سهيل شاهين پاموړ :

سوځېدلې غوښه د نسکو له پياتي ښه ده

بېمسلکه، د زده کړې مخالف او د نړۍ د عصري سيستم ضد طالب د افغانستان د نظام په درد نه خوري

طالبانو ستر فساد ((وينې تويونې)) ته يې لاره خلاصه کړې

نوټ : د نورو د ګټو لپاره د افغان ولس وينه تويونه، د خير ښېګڼې عامه ځايونه، برېښنا بندونه، ستنې، کوټونه او سړکونه ورانول، ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه سوځول، د سترو پروژو تخريب او د هېواد د پرمختګ مخه نيونه، بېثباتي او داسې نور دا ټول ستر فساد دی او طالب د دې ستر فساد مسوول دی. د پنجاب په لمسونه بېځايه خبرې او د سولې خبرو له مېزه تېښته د طالب په زيان ده.

د پرديو چرګوړو،

کرنيل امام

د افغانستان د جهاد داستان

دا تاسې دواړه پر چا نازېږئ؟

تاسې د غني لپاره څوک بديل لرئ؟

ملا محمد عمر خو امپړ ”ناپوه او نالوستی“ وو،

ملا اختر محمد منصور مو ”چرسي او هم قاچاقبر“ وو،

ملا اختر محمد منصور د شوروي پر وړاندې د جهاد له وخته راسره شناخت وو او د طالبانو د اسلامي امارت پرمهال يې په جنوبي ولايتونو کې د کوکنارو او بنګو د کرکيلې او قاچاقبرانو سره اړيکې وې چې اسلامي امارت ته ترې ټاکلې اندازه پيسې راواخلي.. ملا اخترمحمد منصور چې اوس د طالبانو د مرکزي شورا غړی هم دی په حقيقت کې ديني عالم نه وو. د ملا عمر مجاهد په څېر ترې زدکړې نيمه کې پاتې شوې خو د جهاد شوق او جذبه يې سړه نه شوه او د اسلامي امارات مجاهدينو سره يې ملاوتړله.

يو بل راز هم درته وايم، چرس په افغانستان کې عام دي او اکثره خلک يې په چېلم او سيګرټ کې څکي. د طالبانو يو شمېر کمانډرانو هم څکول خدای ج دې ماته معافي وکړي. د هغوی په غوښتنه ما هم څو وارې کش کړي دي چې بيخي يې دنيا راباندې ګرځوله.

افغانستان کې ما ډېر ملايان وکتل چې هغوی چېلم څکي، نسوار استفاده کوي او چرس هم څکي. ملا اختر محمد منصور چې اکثره اړيکه يې د همدې برخې د سوداګرو او قاچاق برو سره وه هم زيات چرس څکل، خو دا کار يې له خلکو پټ کاوه. ملا عمر صيب ته روان و چې په موټر کې يې د چرسو سګرټ ولګوه. بوی يې په ما بد ولګېد ورته مې کړل نن خو زه ملا صيب ته دا شيطانت کوم، هغه راته کړل بارا زه به ورته ووايم چې امام صيب را باندې وڅکل.

ملا محمد عمر مجاهد ته ځکه ګران وو چې ډېرې زياتې پيسې يې اسلامي امارت ته پيدا کولې حتی له عربي هېوادونو يې پيسې راوړلې او د اسلامي امارت په پرمختګونو کې يې خاص کردار وو.

د آی ايس آی له افسرانو سره مېلمستياوې او شراب څښنه

شراب څښنه په وړو غلطيو شمارل

مونږ سره په د آی ايس آی په يو بل ګروپ کې ځينې افسران ملګري وو چې د هغوی مجاهدينو سره په ديني او دهغوی د ذهن جوړولو برخه کې کار کولو.

داسې کسان چې ماښام کې به مونږ کله کله د مشرانو لخوا د شپې ملسمتيا برابرېدله، نو دوی به شراب هم څکل او سهار به بيا د کار په ځای کې داسې وو چې سم پاخه ملايان به ښکارېدل. ما به ورته ويل چې دومره دوه مخې ژوند کول به تاسو ته تجربه کيږي چې څومره ګران دی، خو هغوی به خندل او ويل به يې چې بس اوس مونږ ملايان يو.

نو هلته مې د يو غټ افسر نه د دې پوښتنې د حواري (حل) له پاره پوښتنه وکړه هغه يو ساده مثال راکړ او دا بيا زما دې ډلې بيخي قبول کړ.

هغه ويل چې ورته وايه د خدای لاره کې جهاد له پاره هرڅه روا دي کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيوته نه ګوري.

د هغه د خولې يوه عربي جمله خدايزده چرته يې ياده کړې وه اوس هم راته ياده ده او دا مجاهدين پرې راضي شول. هغه جمله څه داسې وه. (الضروريات تبيح المحضورات) يعنې ضرورتونه بنديزونه رفع کوي.

سمه بڼه : ((ان الضرورات تبيح المحضورات))

دا وسلې يې څنګه پيدا کولې، چا ورکولې؟ څنګه او څه ته يې راوړلې؟ ولې کرنيل امام له دې رازونو خبرو وو او نور څوک نه؟ له کرنيل امام سره مو دا اړيکي او پېژندګلوي پر څه وه؟

کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ”د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.“.

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله. د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

نو ټپوس جانه،

ستاسې ټولو مشخصاتو او ځانګړتياوو ته کرنيل پخپلو څرګندونو کې دلته ځای ورکړی دی. کرنيل امام تاسې د چا خبره پخپل هغه فزيکي، کيمياوي او بيولوژيکي ترکيب يا لابراتوار کې له کره پروسې تېر کړي ياست او داسې يو مخلوط ترکيب يې درڅخه جوړ کړی چې اوس د دې ټولې دنيا اسلامي ونااسلامي هيوادونه، بنسټونه او علماء د افغانستان جګړه حرامه (نامشروع) او مسلمان وژنه بولي، خو تاسې ته روا ده. دا ځکه چې کرنيل امام تاسې د ځينو مشخصو ځانګړتياوو پر بنسټ رامخته کړي ياست چې هم يې له دين ناخبره او هم يې د نړۍ له شتو عصري سيستمونو ناخبره روزلي ياست او دې مشخصو ځانګړتياوو او روزنې ستاسې ذهنيت داسې د پنجاب د هغې مردارې شيطاني ادارې پر زهرجنو اسيدو (تېزابو) در پرېمينځلی چې اوس د کعبې، ازهر، اندونيزيا، بنګال او داسې نورو اسلامي بنسټونو پر اسلامي فتوی هم نه رغيږي.

نو ټپوس جانه،

ستا تشخيص او ځانګړتياوې کرنيل امام مشخصې کړي او هغه خلکو ته روښانه دي. تا ته پته ده چې ټپوسان وکجيران تل د مردارې خوبونه ويني او په سبا ورپسې سيل سيل خوشې وي او د مردارې غوښې خوري. شرم خو تا کې نشته چې د علي شمخاني له څنګه او هغه بل دې بيا د ضمير کابلوف مړويسي له څنګه د استعفاء غوښتنه کوي، خو خپله مو لکۍ پر سر اړولې او خپله کونه لوڅوئ.

شيخ هبت الله مو لا معلومه نه دی،

له نيمچه ملا برادره راواخله تر شيخ عبدالحکيم او داسې نورو پورې نو تاسې خو پر شلغم خوړلو هم نه ارزئ.

حکومت خو د ملا دنده او مسلک نه دی.

تاسې ولې په جومات شرمېږئ او د حکومت (واک)  خوبونه وينئ؟

دا دنيا خو يوازې په ملا هم اباده نه ده. نور خلک هم د الله تعالی مخلوق دی او د خپل اړوند مسلک له مخې حق لري چې مخته يې يوسي. هغه تېر ځل مو چې حکومت د امريکا په ناسيده ملاتړ سعودي، امارت وپاکستان پېژندلي وئ، خو همدې پنجاب بيرته درته ونړولو، نو اوس تاسې بيا پر څه نازېږئ؟ ايا همدا پنجاب به مو د تېر په څېر ونه پلوري؟ همدا اوس يې د خپلې غلطې معاملې له امله چې اوس يې په کونه ټرتا ده، بيا سملاسي منډې له مخې د تهران او د مسکو غېږ ته ورخطا کړئ او لا کوښښ کوي چې چين ته مو هم په غېږ کې ورواچوي. ايا همدا تهران، مسکو مو او بېجنګ به په رښتيا پېژني؟ ايا همدې پنجاب و تهران ستاسې پر ضد له همدې امريکا سره مرسته نه وه کړې؟

پروېز مشرف :

امريکا پينځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) حملې زموږ له خاورې څخه پر افغانستان وکړې.

موږ ته د افغانانو وينې نه، بلکې خپل هېواد ارزښت درولود. موږ ته خپلو ګټو لومړيتوب درلود. افغانان خو موږ د دې لپاره وځورول او يو له بل سره مو د دې لپاره وجنګول چې ترڅو پاکستان ارام او باثباته اوسي.

افغانان مو داسې وځورول چې هر چا به د حورو او جنت په فکر هر څه کولو ته چمتو ول. يو بل به يې ښه په شوق سره وژل، خو موږ ته د پاکستان بقا ارزښتمنه وه.

موږ په دې باور وو چې امريکا به د پاکستان دا مرسته هېڅکله هېره نه کړي.

ميجر عامر :

موږ د امريکې ډېر خدمت کړی. د طالبانو حکومت مو ړنګ کړ. شپږ سوه کسان مو وروسپارل او ملا ضعيف مو بېعزته کړ.

پرون يې چې ستاسې له سفير څخه کالي ويستل او کونلوڅی يې کړ، نو سبا خو تاسې دواړه هم کوي. د غني په وخت کې خو لا تراوسه له تاسې چا کالي نه دي ايستلي او نه يې کونلوڅي کړي ياست، نو تاسې ولې د غني مخالفت کوئ؟ چا چې درڅخه کالي ايستلي او بېعزته کړي ياست، نو ولې له هغوی نه پوښتئ؟

د غني په وخت کې خو لا تر اوسه افغانۍ خپل باور او ځای ساتلی. نه مو د نورو غوندې نړۍ ته نوي زېږېدونکي ماشومان پوروړي دي او نه مو غټان او نه مو الوتکه له سپرليو سره په پور کې چا ستنه کړې ده، نو تاسې ولې دواړه ولې د غني مخالفت کوئ؟

په همدې لسيزو جنګ کې مو نه واړه معصوم ماشومان د چا پوروړي دي او نه غټان، نو که تاسې نسواريانو، چرسيانواو بنګيانو بيا د تېر په څېر حکومت درشي، نو ايا په دې ډاډه ياست چې همدا پنجاب به مو وساتلی شي؟ نه هېڅکله نه.

چا چې د خپل هېواد وظيفه او د خپل ولس د خير خيرات ډوډۍ خوړلې وي په هغوی کې بيا تر تاسې دواړو ارزالو پورې د ايمان واسلام متره شته او پکې وي، خو نه پوهېږم چې تاسې دواړو د پنجاب په پاڼ او د قُم په شېرنخودو کې څه خوړلي دي؟

اخر تاسې څوک لرئ؟

ايا دا شرم درته نه درځي چې د علي شمخاني په خوا کې ناست او د غني د بديل خبرې کوئ؟ شېرمحمد عباس دې بيا له مسکو د ضمير کابلوف له څنګه د استعفاء غوښتنه کوي، ولې دا خپله خو مو ماته ده چې له مذاکراتي ټيم سره پرې خبرې وکړئ؟ حکمتيار تللی وو او له لاهور يې د غني او د نظام پر ضد څرګندونې وکړې. څه يې ترلاسه کړل؟ رحماني او نورو ته يې په انفرادي ورغوښتنې د لنډ مهالي (مؤقت) حکومت ببولالې په غوږ کې ورڅڅولې وې، خو څه يې ترلاسه کړل؟

نو ټپوس جانه،

همدا اوس د نورو غوندې نه دې خور و مور د چا پوروړې ده او نه دې مېرمن له خپلو اولادونو سره د چا پوروړې ده. نه مو نړۍ ته نوي راتلونکي معصوم ماشومان د چا د درنو سودي پورونو تر درانه بار لاندې دي، نو ته راته ووايه چې تاسې د غني لپاره څوک بديل لرئ؟

د واک او د بېګانه وو د ورانوونکو پروژو د تطبيق لپاره پر کفر هم اړ نه ياست، اخر لږ دې ګرېوان دې سر کښته کړه چې دا تا څه شروع کړي دي؟ ولې دې اوس پر سومبۍ اور و خارښت لګېدلی چې ارام مو نه کيږي او هرې خوا ته منډۍ وهئ. اور د پنجاب په کونه لګېدلی او سوز و خارښت يې تاسې لېوني کړي ياست.

دا هم په پام کې ونيسئ چې ښاغلی غني ډېر ډېموکراسئ ته ژمن دی او که تاسې دواړه اسلامي ارزښتونو ته؟ يو ثبوت خو مو راوړاندې کړئ چې تاسې پکې اسلامي ارزښتونو ته قايل ياست؟

شېرمحمد عباس ستانکزي خو روسان دوستان وبلل، نو دا تېر جهادي پير کې چې مو يونيم ميليون شهيدان او له دوو ميليونو زيات معيوب کړل، نو اوس هغوی ته څه ځواب لرئ؟ تاسې خو د هغه امريکايي پوښتنه ځواب کړئ چې ننګولي ياست، ولې تراوسه پرې چوپ ياست؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

طالبان؛ اشرف غني ډيموکراسۍ ته نه دی ژمن | 06/02/2021 (khabarial.com)

طالبان؛ د اشرف غني بدیل لرو | 06/02/2021 (khabarial.com)

ايکانوميسټ افغان حکومت د نړۍ مستبد رژیم اعلان کړ | 04/02/2021 (khabarial.com)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply