هرات کې اورلګېدنې سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی

0 1,062

 تېره ورځ تر غرمې وروسته د هرات په ګمرک کې اورلګېدنه رامنځته شوه چې د تیلو او ګازو سلګونه ټانکرونه پکې وسوځيدل، سوداګرو ته میلیونه ډالر زیان واوښت او شاوخوا ۷ تنه پکې ټپيان شول.

د اورلګېدنې په مهال د هرات والي هم سیمې ته تللی و او د ایران د خراسان رضوي ولایت له والي سره یي کتلي وو، او د اور په کابو کولو کې یې هغه هېواد له مرستو او همکاریو مننه کړې ده.
د هرات والي ویلي وو، اوسمهال د ګمرک شاوخوا لسګونه افغان سرتېري ځای پر ځای شوي دي او هڅه کوي د سوداګرو توکي له غلا او لاسوهنو وساتي.

هغه ویلي د پېښې اصلي لامل نه دی روښانه شوی، خو دا یو ستر بحران دی چې افغان سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.
د لومړنیو راپورونو له مخې، د هرات په اسلام کلا بندر کې د رامنځته شوې اورلګېدنې له امله سوداګرو ته تر پنځوس میلیونه ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.

د هرات د سوداګرۍ خونې رییس یونس قاضي زاده ویلي چې په دې اورلګېدنه کې افغان سوداګر سخت زیانمن شوي دي او لومړني راپورونه ښیي چې دغې پېښې تر پنځوس میلیونه ډالرو ډېر زیان اړولی دی.
په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزی وایي چې د اور لګېدنې له امله تر دې مهاله اووه تنه د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.

د هغه په خبره، د ټپیانو له ډلې د یوه تن روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply