غزل

عبدالباري جهاني

0 799
جانانه شپه د بېلتانه مي بې تا نه تېرېږي
هره شېبه د انتظار پر تناره تېرېږي
هلته به پوه سې چي د میني اور دي وسوځوي
چي ستا په یاد په سپینو شپو راباندي څه تېرېږي
شپه تر سهاره مي لېمه په الاهو زنګوم
چي خوب ته راسې بس هغه شېبه مي ښه تېرېږي
زه منکر نه یمه احسان یې د راتللو منم
خیال دي راځي خو لکه خوب غوندي په شپه تېرېږي
ماته به نه وایې چي تم سه، اختیار نه لرمه
د اوښکو شپه څنګه پر څوکه د باڼه تېرېږي
لېونی نه یمه هوښیار یمه رقیب پیژنم
پر ما لمبې د بېلتانه د ده په خوله تېرېږي
دومره مظلوم یم چي مي آه له ستوني نه راوزي
چي ته مي غاړه پرې کوې زور پر چاړه تېرېږي
اوس جهاني لکه یتیم په ژړا پوخ یمه نور
نصیب مي خپل دی که خواږه دي که ترخه تېرېږي.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۱ کال د مارچ شپږمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply