د مطالعې اغېز

نورالله جلالزی

0 1,580

“د مطالعې اغېز” تازه چاپ شوی  کتاب دی. لیکوال یې حميدالله همت دی او دانش خپروندویه ټولنې خپور کړی.

کتاب لنډ، واضح، جالب او په نوې بڼه لیکل شوی. محتوا یې د مطالعې د ارزښت، ګټو او څرنګوالي په اړه ده. لوستونکي په دې پوهوي چې مطالعه کول څه اغېز لري او ولې باید مطالعه وشي.

دا کتاب په شپږ څپرکو وېشل شوی. هر څپرکی  یې په پوښتنه پیلېږي او په اخېر کې بیرته د څپرکي اړوند پوښتنې کوي. په پوښتنه د یو مطلب پیلول لوستونکی ته په ذهن کې ډېر نور سوالونه ور پیدا کوي، دا سوالونه تلوسه زیاتوي او لوستونکی اړ کېږي چې پوره مطلب ولولي. د څپرکیو په منځ کې د دمې په ډول د نړیوالو شخصیتونو، نړیوالو کتابونو او نورو جالبو شیانو اړوند مالوت ورکوي.

ولې باید مطالعه وشي؟

دا یوه اساسي پوښتنه ده چې هر څوک یې په ذهن کې لري. که څوک خپله مطالعه کوي هم دا له ځانه پوښتي چې ولې باید مطالعه وشي او که نور مطالعې ته را بولي هم همدا پوښتنه ترې کېږي. د لومړي څپرکي په سر دغه پوښتنه شوې او بیا څلور ځوابونه ورکړل شوي، د هر ځواب  لپاره داسې دلایل راوړل شوي چې هم قانع کوونکي دي او هم لوستونکی نورې مطالعې ته هڅوي.

کله باید مطالعه وکړو؟

ډېری وختونه موږ نه پوهېږو چې کله او په څه وخت کې باید مطالعه وکړو. په کوم وخت کې به کتاب کتل راته اسانه وي او په کوم وخت کې به یې اغېز ډېر وي. دویم څپرکی په همدې پوښتنه پيلېږي، په علمي او په تجربو ثابتو دلایلو مو قانع کوي چې په کوم وخت کې باید مطالعه وکړو. دوه وختونه راته ښیي چې د مطالعې لپاره تر نورو وختونو مناسب او موثر دي. سهار وختي او بېګا له خوب نه مخکې. دا چې څنګه؟ د حدیثو، علمي دلایلو او ځینو مشهورو څېرو په تجربو یې راته ثابتوي.

کوم کتابونه باید ولولو؟

هغوی چې نوې مطالعه پیلوي د کتاب د انتخاب له ستونزو سره مخ وي. پر دې نه پوهېږي چې له کومه یې پیل کړي او څنګه ځان د کتاب لوستلو روږدی کړي. د دې کتاب درېیم څپرکی همدې پوښتنې ته ځواب وایي. لوستونکي پوهوي چې کوم کتابونه د لومړنیو لوستونکو لپاره غوره دي او ولې. د هغو مشهورو څېرو، لویو او بریالیو لیکوالو مثالونه مخې ته ورته ږدي چې له کومه یې مطالعه پیل کړه او څنګه یې په ژوند اغېز وکړ. لیکوال د تجربو په رڼا کې وایي چې د ناولونو او ژوندلیکونه لوستل غوره دي، دا چې ولې؟ په کتاب کې يې ځواب موندی شئ.

څه ډول باید مطالعه وکړو؟

هر لوستونکی له ځانه همدا پوښتي چې کوم کتابونه باید ولولم. دا ستونزمنه ده چې د مطالعې لپاره په دومره پراخو مسایلو او دومره ډېرو مالوماتو کې یوه برخه وټاکو. ډېری وخت هر اړخیزه او په هر څه کې مطالعه کول لوستونکی ګیچ کوي. هیڅ نه ورته مالومېږي چې څه مې لوستي او څه اغېز یې راباندې کړی. څه باید ولولو او څنګه یې ولولو؟ دې پوښتنو ته په څلورم څپرکي درې ځوابونه ویل شوي: ۱ـ لېوالیا ۲ـ موخه ۳ـ  مسلکي مطالعه. د هرې برخې لپاره یې داسې دلایل او مثالونه راوړي چې د لوستونکي زړه یې مني.

»څه موده مخکې یوې څېړنې ثابته کړه چې د کابل پوهنتون شپېته سلنه محصلین په ژور خپګان اخته دي.« دا چې ولې د دې کتاب په پینځم څپرکي کې یې ځوابونه او د تداوي حل لارې بیان شوې.

د کتاب تر ټولو مهمه او جالبه برخه وروستۍ برخه (شپږم څپرکی) دی.

دا برخه له نورو کتابونو بېله ده. دا برخه د لوستونکي لپاره ځانګړې شوې. کتاب له لوستونکې پوښتنې کوي. هغه خپل ځان، خپلې کړې مطالعې، خپل تېر وخت او د راتلونکې مطالعې ته متوجه کوي. لوستونکی مجبوروي چې پوښتنو ته یې ځوابونه ووایي.

مثلاً داسې پوښتنې کوي:

ـ ولې مطالعه کوئ؟

ـ له کوم کتابه مو مطالعه پیل کړه؟

ـ تېر کال دې څو کتابونه ولوستل او سږکال به څو لولئ؟

ـ کتاب څه ډول تعریفوئ؟

او…

دا کتاب درسره ولوئ. ضرور یې ولولئ! په پښتو کې داسې کتابونه کم موندل کېږي. زما ډېر خوښ شو، ځکه یې تاسو ته هم د لوستلو بلنه درکوم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply