!اتم د مارچ د ښځو نړیواله ورځ

سیدعبدالله پاچا

0 1,744

  اتم د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ! ښځه څوک ده؟ ښځه مور ده، ښځه خور ده، ښځه لور ده او ښځه د نارینه لپاره د ژوند ملګري ده.

  د مارچ اتمه نیټه هر کال د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د ښځې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږی. دا ورځ په ټولنه کې د ښځو د درناوي، له دوي سره د مینې، او په ټولنه کې د دوي د حقونو یادونه کوی.

  لکه څنګه چې ښځې د ټولنې نيمايې برخه تشکيلوي نو همدارنګه په ټولنه کې مهم نقـش هم لوبولى شي ښځې که له يوې خوا د دنيا نوابغ او قهرمانان په غېږ کې لويوي نوله بلې خوا په ټولنيزو چارو کې فعاله ونډه هم لرې اود ټولنې د يومهم او فعال غړي په توګه د سياست په ډګر کې هم ځان ښـکاره كولاى شي او په ښــه توگه كولاى شي چې په سياسي فعاليتونو کې فعاله برخه واخلي افغاني ښځې د اخلاقو په چوکاټ کې د ټولنې په پرمخ بيولو کې ستر رول لوبولاى شي د همـــدې اصل په نظــــــر کې نيولو سره ښځه په پرمخ تلليو هيوادونو کې د اوليت مقام لري او ټولنه په دې پوره باور لري چې بي د ښځوله ونډې اخستلو څخه ټولنه هيڅکله خپل د تکامل پړاو ته نشي رسيدلى .

  نو ځکه د ښځو ونډې ته د قدر په ستر ګه کتل کيږي دا چې ښځه د ژوند په ډګر کې د يو مهــم قشر په تو ګه پيژندل شوې ده نو د ټولنې افراد هم د دې ټکي په نظر کې نيولو سره په پر مخ تللــي هيوادونو کې ښځو ته د اوليت مقام ور بښلی دى او په دې پوه دي چې ښځه هم مور ده ، هم خورده ، هم میرمن ده ،ښځه د ژوند سمبالوونکې، د کورني ژوند د انتظام، تعادل او د کور د اقتصاد په جوړولو کــې يو ډېرمهم رول لوبولاې شي ښځه د ماشوم د اولنۍ ښوونکې په توګه پيژندل شوېده او ښځه د ورځني ژوند په چاپېريال کې هغه څوک ده چې ټولنه پرې ډير افتخار کولاې شي کله چې په ټولنه کې د تعليــم سطحه لوړه شي، نو بيا ټولنه په دې پوهيږي چې ښځې هم د نارينو په شان کار کولاې شي خو زمـونږ په ټولنه کې د تعليم د سطحی د ټيټوالي له عمله ښځو ته د ټولنې د يو فعال غړي په توګه نه کتل کيږي حتی يو تعداد خو ښځو ته په خپل کور کې دا اجازه نه ور کوي چې خبرې وکړي خوپه دې لانه پوهيږي چې نارينه د ښځو په نه موجوديت کې نيمګړي دي، خو دا باید له پامه ونه غورځول شي چې زمونږ د هیواد با شهامته ښځي د بهرنيو ښځو څخه هيڅ کمى نه لري، نو راځئ چې د ټولنې د پرمختګ لپاره ګټور ګامــونه پورته کړو او په نړيواله کچه کې د خپلو شخصيتونو په ښودلو کې د تعليم اوچتو پړاوونوته ځانونه ورسوو اوله ځانوڅخه د ټولنې مهم شخصيونه جوړ کړو په سياسي او ټولنيزو فعاليتونو کې فعاله ونډه واخلو دا ځکـــــه چې افغانه ښځه ډيرعالي مورال لري اوکولاې شي چې د دولت تر رياست او وزارته پورې لکه د نړۍ دنورو ښځو په شان ورسيږي.

دا چې افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چیرې چې ښځې له خپلو ډیرو ابتدایی حقونو څخه هم بې برخې دي، خو له نیکه مرغه چې په تیرو نولس کلونو کې د ښځو په ژوند کې ځینې مثبت بدلونونه راغلي دي، خو بیا هم ډیر کار ته اړتیا شته څو افغان میرمنې وتوانیږی د خپلې ټولنې په جوړولو کې له سړیو سره یو ځای رغنده رول ولري.

د ښځو نړیواله ورځ دې د افغانستان او نړۍ ټولو ښځو ته مبارک وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply