پسرلی مې ډېر خوښیږي

حشمت ناصري

0 1,644

پسرلی مې ډېر خوښیږي؛ د پسرلي سهار کله چې لمر د غرونو شاته پټ وي او په کراره ځان راښکاره کوي دا شیبه مې تر ټولو زیاته خوښیږي. په دې شیبه کې هوا پاکه، اسمان شین او روښانه وي، داسې حس کوم چې الله تعالی ماته نوی ژوند رابخښي.

په پسرلي کې مې باران نه خوښیږي، د باران ورښت ماته هغه شیبې را په یادوي کله چېکوچینی وم، کور مو د خټو وو او د باران له امله به کوټې څڅېدې، کوټې به لمدې وې او د ناستې ځای به مو ورک وو. په دې موسم کې باران له تندر سره مل وي، کله چې کوچینی وم نو ما به تندر ته (بابه غرغري) ویل او د تندر له لوړ اواز څخه خورا وېره درلوده اوس هم کله چې تندر وي هغه وېره راسره مل ده.

په پسرلي کې شنې پاڼې، ګلان او د ونو پنډک مې ډېر زیات خوښیږي، داسې حس کوم چې طبعیت ژوندی شوی او راسره خبرې کوي. 

د ژمې په وروستیو او د پسرلي په پیل کې معمولا نیالګې او د مرسل ګلان کینوم، مرسل ګلان مې ډېر زیات خوښیږي، کله چې د مرسل ګلان کینوم بیا د پسرلي تر پایه ورته په تمه پاتې یم چې د ګلانو رنګ، نوعیت او اندازه په څنګه وي او همدارنګه کله چې میوه لرونکي نیالګي کېنوم بیا په تمه پاتې کېږي چې میوه او خوند به یې څنګه وي. 

د پسرلي هر شیبه راته ارزښت لري. په دې موسم کې هر څوک خپل کار او ژوند له سره پیلوي، د خلکو په شونډو خندا او په څېرو کې خوشحالي تر سترګو کیږي.

په دې موسم کې زه معمولا شمالي ولایتونو ته ځم، د شمالي پر عمومي سړک د سنزلو ونې زیات دي او د پسرلي په رارسېدو سره دا ونې ګلان کوي او انسان کولای شي له ډېر واټن د دې ونوو عطر استشمام کړي. د سنزلو د ونوو عطر زما په روح او روان خورا ښه اغیزه کوي او تر ډېرې مودې مې طبعیت ورسره سم وي.

په دې موسم کې کله چې له خپلو ماشومانو سره کلي ته ځم، نو په پټیو کې خورا زیات د لاله ګلان ترسترګو کیږي، نو بیا ماشومان مې په پټیو کې ورګد شي، د لاله ګلان دسته کړي څه ځانته لپاره وساتي او څه ماته ډالۍ کړي. 

په پسرلي کې د اوبو کچه لوړه وي، زموږ په کلي کې د کور څنګ ته خوړ تیر شوی او کله چې مازدیګر شي له یوې خوا د اوبو شر رهاری او له بلې خوا په ونوو کې د مرغیو اوازونه خورا زیات خوند کوي. کله چې د اوبو د بهېدو ږغ اورم په پوره توګه ذهني سکون پیدا کوم او کله چې د مرغیو اوازونه اورم داسې حس راته پیدا شي چې زه په یوې داسې نړۍ کې ژوند کوم چې په هغه کې یوازې او یوازې سکون، هوساینه او سوکالي شته او بس.

په دې موسم کې مې بل هغه څه چې ډېر خوښیږي د (غورې) خوړل دي. کله چې غوره د کراچیو پر سر ګورم له ورایه مې خوله ورته اوبه وکړي او بس ورپسې ډانګم ترڅو هغه راونیسم او په کور کې له مالګې سره نوش جان کړم. 

جالبه دا چې زه د ثور په میاشت کې زیږېدلی یم او کله چې په کور کې زما زوکړې ورځ نمانځل کیږي نو د کیک او شربت پر ځای زما د خوښي خواړه (غوره) ترسترګو کیږي او خدای شته چې په ډېرې مینې او اخلاص سره یې خورم (ځای مو خالي).

بس په لنډو به یې ووایم چې د پسرلي موسم ماته داسې ده لکه چې چا راته یوه ډېره با ارزښته ډالۍ په ډېرې مینې سره راکړې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply