اروپایي ټولنه: افغانستان کې د سولې ټینګښت غواړو

0 891

 اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت غوښتونکې ده او په دې برخه کې له یاد هېواد سره په ګډه کار کوي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ رئیس، جوزېپ بورېل د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولوت چاووش اوغلو سره ، د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړي.
په افغانستان کې اروپايي ټولنې پر خپله ټویټرپاڼه ليکلي، چې دواړو لوریو په دې  خبرو کې د افغانستان په اړه د ترکیې د راتلونکي کنفرانس په اړه بحث کړی او بوریل زیاته کړې، چې اروپايي ټولنه اوس مهال په افغانستان کې تر ټول ډېر سرتيري لري او غواړي، چې په یاد هېواد کې یوه پایداره سوله راشي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې اروپايي ټولنه به هیڅ وخت افغانستان یواځې پرېنږدي او له دغه هېواد سره په هر ډول حالاتو کې اوږه په اوږه ودریږي.
دواړه لوري په داسې حال کې د ترکیې د کنفرانس په اړه خبرې کوي، چې په پام کې ده، چې  ترکیه به د را روان اپریل په لومړیو کې د افغانستان د سولې د کنفرانس کوربه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply