بلوڅ بیلتونپالو د زونګ مخابراتي شرکت پایه په راکټ ویشتی

0 818

د بلوڅ بیلتونپانو خوځښت ((BLF په بلنګور دښته کې د یادې پایې د ویشتلو او ویجاړولو مسؤولیت منلی دی.

د بلوڅ بیلتونپالو خوځښت ویاند، ګهرام بلوڅ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې د دوی وسله والو کسانو د بلوچستان په بلنګور دښته کې  (ZONG) چینایي مخابراتي شرکت یوه پایه په راکټ ویشتې او په پوره ډول یې ویجاړه کړې ده.

ګهرام ویلي، چې پاکستان حکومت هڅه کوله، د چین هېواد په مرسته د چینایي شرکت زونګ پایې د دوی په سیمه کې ولګوي او ورڅخه په استفادې په یاده سیمه کې د دوی ملګري په نښه کړي.

د بلوچ په خبره پایه یې په راکټ ویشتې او پاتې وسایلو ته یې اور ورکړی دی.

د هغه په خبره هیڅ کله به پاکستان او چین ته اجازه ورنکړي، چې د دوی په سیمه کې دې د مخابراتي شبکو پایې ولګوي او چین دې په بلوچستان کې د پاکستان ګټو ته کار وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply