!د (سی ای ای) اندېښنو، د ویلیم برنز پښه تر کابله را وکاږله

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

0 803

د امریکا د پټو استخباراتو اداره یا ( CIA ) یو له هغو امریکایی بنسټونو څخه دی چې د افغان ـ امریکا جګړې د پایته رسېدو له امله خورا سخته اندېښمنه دی.

د جاسوسۍ او نظامي جګړو دا آداره د آیس ریاست د مالوماتو له مخي لږ تر لږه په افغانستان کې د چین، روسیې او ایران د څار په موخه ۲۲۰۰۰ قراردادیان او ۱۷ د اطلاعاتو او عملیاتو داسي مرکزونه لری چې لوی شمیر یې د افغانستان په شمالي او سرحدی سیمو کې پراخ څارګریز فعالیتونه کوی.

د دې ترڅنګ د اسرایيلو او بریټانیا د موساد او اېم ۶ استخباراتي ادارې هم د امریکایی استخباراتو ترڅنګ د ایران، چین او مرکزی اسیا هېوادونو د کنټرول او په ځانګړې توګه په ایران او مرکزی اسیا هېوادونو کې د تخریبی او ترهګریزو کړنو په موخه هوایی او ځمکني شتون لری.

مګر په دوحه کې د افغان ـ امریکا جګړې د ختمولو په پار د طالبانو سره د امریکا د سولي هوکړه چې د امریکا او متحدینو د نظامي ځواک ترڅنګ د دوی هر ډول نظامي او استخباراتی شتون پایته رسول غواړی ـ حتا د امریکایی قراردادیانو ایستل هم پکې واضح شوی ـ دې چارې ( CIA ) له لوی سرخوږی او سیاسي استخباراتي جنجالونو سره لاس او ګریوان کړې.
د بایډن ادارې د طالبانو سره د امریکا د مخکني حکومت د سولې هوکړې د ارزولو پرمهال په طالبانو خورا زیات فشارونو راوړل چې په پټه دې د دوی د استخباراتي فعالیتونو منلو ته تیار شي ـ هغه چې په بدل کې یې د ژر تر ژره، بی جنجاله او د طالبانو په خوښه د کابل د واک سپارلو وړاندېزونه هم د دریو میاشتو ترمنځ هم پدغه پکیج کې شامل وو.

مګر طالبانو له خپل مشرتابه سره تر سلاء مشورو وروسته دا وړاندیز رد کړل او د دوحی د هوکړي په بی قید او شرطه عملی کولو یې ټېنګار کړې.
تازه کابل ته په یوه ناڅاپی او نا اعلان شوی سفر کې د ( CIA ) د مشر ویلیم برنز راتګ هم د همدې اندېښني د حل او د جاسوسۍ د دغه سازمان له فساد او کساته ډک شتون دوام ته د ممکنو شرایطو چمتو کول کېدای شي.

البته د یادونې وړ دی چې هندیان د خپلو رابطو او اغیزی له مخې د ( CIA ) پدغه ماموریت کې غوښنه همکاری لری او ګمان دا دی چې د جمعیت او جنبش ګوند په ګډون به د شمالی شورا او یوشمیر تنظیمي پاټکیان یوځل بیا لکه د ۱۹۹۰ کلونو د امریکا پدغه استخباراتي ماموریت کې همکاری وکړی او لږ تر لږه د پنجشیر، تخار او جوزجان ترمنځ به امریکایی استخبارات افغانستان د یوه څار برج په توګه د چین، روسیې او ایران پر خلاف وکاروی.
ولې زموږ غږ په ټولو افغان غاړو دا دی چې د تاریخ له بیا ـ بیا تکراره دی عبرت واخلی، په پردو د تکیی پرځای دی یو او بل وزغمي، د سولې راغلی تاریخی چانس دی نه ضایعه کوی او په لوی لاس دې افعانستان د ختېځ او لویدېځ د ټکر تقاطع نه ګرزوی.
درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply