رڼا او پاچا

عبدالغفور لېوال

543

پر زمکه غوږ کېږدۍ او غږ یې واورئ
له اوږدو لارو نه غوغا راځي
د دې پېړۍ سپین سباوون ته ځیر شئ
د شپې له غېږې نه برېښنا راځي
په خیالي اس باندې دی سپور رادرومي
د رڼا پل اخلي او بیا راځي
امان الله راځي

اسمان ته ګورئ له ودانو بامو
پاچا ته مخ لوڅوي سپینه سپوږمۍ
ستوري به کېنوي الف و بې ته
کتاب کتاب به کړي ماڼۍ و کېږدۍ
سپانده لوګی شه نظر مات د پرنګیو سترګو
د ثریا په ټیک کې لمر ټومبي رڼا راځي
امان الله راځي

د لارې غله نه رسۍ اخلي ګوډ شیطان پرې تړي
د ړوند دجال سترګې ته عقل نه پټۍ جوړوي
بیا د انا د کیسو ځوان شهزاده توره کښلې
بیا د ماشوم له خوږې ژبې نه وا وا راځي
د پرنګیو له دیوانو نه ژړا راځي
ثریا پا څېږه ماڼو لوګی کړه
د خپلواکۍ په سمند سپور ښکلی پاچا راځي
امان الله راځي
امان الله راځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.