جین ساکي: طالبان باید مذاکرات وکړي؛ په جګړه یې نشي ګټلی

840

طالبانو افغانستان کې تر بل هر وخت تاوتریخوالی زیات کړی او هره ورځ سلګونه بې ګناه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، چې دا چاره خورا خوشېنونکې ده.

د سپېنې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې که طالبان افغانستان کې په زوره د واک اخېستو فکر کوي؛ نو تېروتي دي او هیڅ وخت به دا ډله په زوره واک ته ونه رسیږي.

نوموړې زیاته کړې، چې د افغانستان د مسئلې یواځنی حل سیاسي توافق دی او طالبان باید د جګړې پر ځای خبرو ته کیني؛ ترڅو دواړه لوري یو اساسي حل ته ورسیږي.

ساکي دغه راز له افغان حکومت سره د امریکا په مرستو هم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د بایډن اداره به له افغان حکومت سره هر ډول مرستې ترسره کړي.

باید یاده شي، چې اوس مهال په کور دننه د طالبانو له لوري پیل شوی تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی او تېرو څو ورځو کې یې یواځې په کندهار کې سلګونه بې ګناه وګړي له خپلو کورونو په زور ایستلي او وروسته یې شهیدان کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.