د سُهيل ټپوس د لا سياسي واسلامي پوهاوي په پار

سيد حسين پاچا

1,510

د سُهيل ټپوس د لا سياسي واسلامي پوهاوي په پار :

طالبي اسلامي اسارت ((پنجابی اشغال)) له پيله تر پايه تقلبي وو

که ولسمشر تقلبي راغلی، نو ملا محمد عمر هم د کرنيل امام په لارښوونه د هغه د يو مبهم ((نامعلوم)) شاګرد له لورې رامينځته شوی ان د ټاکنې پر ورځ سينما ته ورته د يوې تورې پردې تر شا ټاکل شوی او نه چا ليدلی. اسلامي څلور واړه خليفه ګان خو داسې نه وو ټاکل شوي لکه مشر ملا صاحب چې ټاکنه يې له پيله تر مرګه له قرآني مزاحمت سره مخ وه او ان له مرګ وروسته د هغه په نوم ولس او نړۍ ته پيغامونه نه يوازې تقلبي، بلکې پر نګه او مبينو دروغو مبنی ول. سترګه يې هم په جهاد کې نه، بلکې له کرنيل امام سره په روزنه کې وتلې وه

طالب د اسلام لپاره نه، بلکې د پنجاب د ګټو سره سره د څارګرې ادارې پورې اړوند سياسي اسلامپالو ګوندونو د پايښت لپاره رامينځته شوی يا په نورو ټکو ډبل هر اړخيز ښکېل دی چې د يو برمته او بونګه شويو ايله جارو بڼه راخپلوي. تېر ته په کتو کسری د روم هم د خپلې هوښيارې لور د مټ لپاره يو ژمن هسپانوي جنګيالی gladiator ساتلی وو چې له مرګ وروسته يې د روم عظمت وساتي، خو د نااهله زوی له لاسه يې کورنۍ ټوله تباه شوه. طالبان هم د مفتي شکور او د شيخ احمد رشيد پر خبره چې زموږ لپاره جنګيږي او د پنجاب جنګيالي دي.

نوټ : سُهيل خو ځان شاهين بولي، خو په تومنه کې ((ټپوس)) دی چې له مردارو سره يې سروکار وي. ټپوسان هم د مردارې خوبونه ويني او په سبا ورپسې کتار کتار يا ډلې ډلې ورخوشې وي. اوس خو يې لا ولسوالۍ نيولي که ولايتونه او حکومت هم بيرته ونيسي د ستاينې وساتنې وړ نه دی. دا ځکه چې پنجاب طالب ومجاهد د ښېرازۍ لپاره نه، بلکې د هېواد د بدمرغي، او غميزو لپاره رامينځته کړي. بنګال يې له لاسه وتلی او په کشمير کې دعوه ګير دی. موږ يې د خپلې دعوی په حق کې له ځان سره برمته (بونګه) کړي يو.

د کرنيل امام رول د ملا محمد عمر په ټاکنه او د اميرالمؤمنين لقب په ورکونه کې :

زمونږ د يو لايق شاګرد چې خدای د خبرو کولو ډېر ښه استعداد ورکړی و. په خپله وينا کې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې ملا محمد عمر مجاهد ته د امير المومنين لقب ورکړي همدا و چې ملا محمد عمر مجاهد د امير المومنين په توګه ومنل شو. دا داسلامي نظام اساس و چې هغې کې باچايان او ولسمشران نه وي بلکې اميران وي، لکه امير المومنين حضرت عمر فاروق رض.

نوټ : شاګرد معلوم (روښآنه) نه دی چې څوک دی او دا غوښتنه يې د چا په اشاره کړې ده؟ ښاغلی نور محمد ثاقب دې د يو بېګانه جاسوس په وسيله د مشر ملا صاحب ټاکنه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې له سره مطالعه کړي. حضرت عمر (رض) خو د جليل القدر صحابه وو له لورې ټاکل شوی وو او هغوی خو استغفر الله پاک خلک ول، نو کرنيل امام خو براعلی جاسوس دی چې اسلامي نه، بلکې خپلې ناولې او د سياسي، نظامي واستخباراتي ناولې موخې مخته وړي، نو داسې يو ناولی وخبيث څنګه د يو ساده اميرالمؤمنين په انتخاب کې رول لري. بالفرض که همدا غوښتنه هم ومنو، نو مشر ملا صاحب خو بيا هم په هغه مجلس کې حاضر نه وو او دا ټاکنه يې په غيابت کې شوې ځکه چې د متن محتوی همداسې وايی. کرنيل امام خو اړوند مسلکي عالم نه دی او نه مستحق د دې دی، نو څنګه او په کوم دک ودليل د مشر ملا صاحب ټاکنه د حضرت عمر (رض) صاحب له ټاکنې سره پرتله کوي؟

حال دا چې هغه بيا د خپل راتلونکي ځايناستي لپاره د شپږ تنو يوه کمېټه وټاکله :

عبدالرحمن بن عوف، سعد ابن أبي وقاص، طلحة ابن عبيدالله، عثمان ابن عفّان، علي ابن أبي طالب او زبير ابن عوّام. دا شپږ واړه له عشره مبشره وو هم ول.

نو کرنيل امام بېګانه جاسوس او مجهول شاګرد يې په کوم معيار کې راځي؟ حال دا چې نوموړي خپلې موخې په دريو واضحو ټکو کې په ګوته کړي او ګروهه (عُقده) او ايډيالوژي يې چې ((د افغانانو وينه مرداره ده پرېږده چې تويه شي)) څنګه توجيه کړو؟

Appointment as a caliph

Abu Bakr appointed Omar as his successor before dying in 634 CE.[52] Due to his strict and autocratic nature, Omar was not a very popular figure among the notables of Medina and members of Majlis al Shura; accordingly, high-ranking companions of Abu Bakr attempted to discourage him from naming Omar.[53][54] Nevertheless, Abu Bakr decided to make Omar his successor. Omar was well known for his extraordinary willpower, intelligence, political astuteness, impartiality, justice, and care for the poor.[55] Abu Bakr is reported to have said to the high-ranking advisers:

His (Omar’s) strictness was there because of my softness when the weight of Caliphate will be over his shoulders he will remain no longer strict. If I will be asked by God to whom I have appointed my successor, I will tell him that I have appointed the best man among your men.[56]

ښاغلی سُهيل،

ابوبکر صديق رضی الله عنه وايی که الله تعالی له ما د محشر پر ورځ وپوښتي چې تا څوک خپل ځايناستی ټاکلی وو، نو زه به ورته ووايم چې ((ستا په بنده ګانو کې ستا تر ټولو غوره بنده)). بالفرض که له مشر ملا صاحب وپوښتل چې ته چا ټاکلی وې؟ نو هغه به ورته څه وايی؟ کرنيل خو افغان نه وو. او هغه لايق شاګرد خو مجهول الهويته دی. موږ خو دلته وضاحت او روڼتيا ته اړتيا لرو نه هلته. ايا دا ته او ستاسې امير المؤمنين نه نيولې تر ملا برادر، شيخ عبدالحکيم، مولوي شهاب الدين دلاوره نيولې تر مولوي صاحب نور محمد ثاقبه پورې. که تاسې داسې يو قوي مستند دليل لرئ، نو راوړاندې يې کړئ. کنه، نو پخپل تقلب مو له سره کتنه وکړئ.

د ملا محمد عمر د سترګې حال

د ملا عمر د سترګې په اړه به درته سهي او ريښتيني کيسه وکړم په دې اړه ځينې افسانې هم مشهورې دي.

داسې ويلی کيږي چې کله په جګړه کې د ده يوه سترګه زخمي شوه، نو دا دومره بهادر او شجاع انسان و چې په چاقو سره يې د سترګې زخمي شوی ګاټي را وويست او ګوزار يې کړ او بيا يې په جنګ شروع وکړله.

د هغه د يو مافوق البشر انسان ثابتولو له پاره دا يوه دروغ کيسه مشهوره شوې ده، اصل خبره دا ده چې په ځانګړې توګه د هغه د سترګې علاج د کراچۍ په يو هسپتال کې د پوځ په نګرانۍ کې وشو. او هغه سره د شوي چلند او همکارۍ له کبله هغه ډېر خوشاله او تل به يې زمونږ د ملګرو دا مرسته يادوله.

[د کرنيل امام کتاب ۵۳ مخ]

نوټ : جګړه روښانه نه ده چې په جهاد کې وتلې او که د ښکلي هلک پر سر په رامينځته شوې جګړه کې وتلې؟ خو کرنيل امام په يو بل ځای کې د ټرينينګ (روزنې) خبره کړې ده. په هرحال شُبهه (شک) شته. والله اعلم بالصواب

ښاغلی سُهيل،

زما نيوکه او پوښتنه زما خپل استاذ مولوي نور محمد ثاقب ته چې د طالبانو د سترې محکمې رئيس او هم تر اوسه پورې فعاليت لري متوجه ده. له علمي پلوه تاسې زما اړونده مسلکه (سيال) نه ياست. زه ثاقب صاحب ته د خپل استاذ په توګه درناوی لرم، خو له سياسي اړخه يې ملاتړ نه کوم. دا ځکه چې د طالبانو اسلامي امارت په ټاکنه ځينې شرعي وحقوقي ارزښتونه او مزاحمتونه په پام کې نه دي نيول شوي. ولې ثاقب صاحب تر ننه دې ټکي ته متوجه نه دی؟

دويم دا چې د طالبانو په رامينځته کونه او سپارښتنه کې د ملګرو ملتونو په ۷۵ کليزه نمانځغونډه کې چې بېنظيره هلته تللې وه او د خپل ګوند پورې اړوند مشهور ژورناليست حامد مير هم ورسره په سفر کې ملګری وو د رابين رافيل ورته د طالبانو د ملاتړ سپارښتنه شوې وه او هغه تر ننه مسلمانه نه ده. مرحومه بېنظير خو سيکولره وه چې بيا له هغه ځايه په راواپس کېدو سملاسي حامد مير نصيرالله بابر او رحمان ملک ته وراستول شوی وو او هغه د افغانستان ازلي نه پخلا کېدونکی دښمن سره يې د طالبانو په تړاو د پېژندګلوۍ چې هغه بيا مشر ملا صاحب ته رااستولی وو او مشر ملا صاحب بيا د خپل ساده توب له امله اسامه ته د مرکې لپاره ورسيخ کړی وو. د مشر ملا صاحب ساده ګې د حامد مير په دې لينک کې دلته اورېدلی اوارزيابي کولی شئ :

Hamid Mir confessed how he met Osama Bin Laden and Mullah Omar – YouTube

The man who interviewed Osama bin Laden… 3 times | The Independent | The Independent

Hamid Mir talks about his meeting Osama Bin Laden and Mullah Omar

‘Robin Raphael Convinced Benazir to Support the Taliban’ – US Embassy

سینیٹ میں دلچسپ بحث، مولانا عبدالغفور حیدری کا رحمان ملک کو درست سورۃ اخلاص پڑھنے کا چیلنج – YouTube

زما استاذ ښاغلی ثاقب دې دې مسايلو ته له علمي پلوه چې ((دين يو امانت دی)) وګوري او بيا د طالبانو اسلامي مشروعيتي صبغه له دې اړخه هم وګوري چې :

د نصيرالله بابر او زموږ د دريو جهادي مشرانو مخينه و اسلامي نظام
 
د بوټو وېره / تشويش / اندېښنه He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993
بد نيت / مخنيوی Afghanistan Must be destabilized
علت (سبب) Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river
پلان
بلنه (۱) I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan
موقعيت I met with them in Bala Hisar port in Peshawar
روزنه (۲)، تمويلونه (۳) او (۴) تجهيزونه I gave them money and 303 rifles
موخې
بې ثباته کول (نا ارامول) to destabilize Afghanistan
د بې ثباته (ناارامه) کولو او سوځولو پرېکړه Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.
له روسانو لا زيات خرابول وسوځول that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it
داسې کمزوري کول چې بيا په اسانه د خپل حق غوښتنه ونه شي کولی [اردو يې له مينځه يووړه]، نوازشريف پرې ښکاره وياړ وکړ now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line
چوپړ او وياړنه That is the service I (Babar) have done for Pakistan.
د شهيد محمد داود د وخت د محکمې بُغات او د اسلامي امارت وخلافت پتنګان د بابر د دې اپلتو په تړاو څه سپيناوی او ديني صبغه ورکولی شي؟ دلته خو ښکاره دين و سياست يو له بل سره غوټه خوړلې او د بابر شعوري وناشعوري چرګوړی ديوبنديان واحياء العلوم والا لا تر اوسه د اسلام د مبارک دين ترنم زمزمه کوي. دوی بايد دلته دين وسياست سره جلا وتعريف کړي.

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

ښاغلی ثاقب دې د مولانا سميع الحق له مرستيال او هم له مولانا فضل الرحمان او هم له رحمان ملکه وحامد مير هم وپوښتي چې واقعيت څه شی دی. هغه دوه تنه برتانوي لوړپوړي چارواکي خو هم مسلمانان نه ول چې د دوی په رامينځته کولو کې يې له دواړو ملايانو او هم له څارګرې ادارې او نظاميانو سره کتلي وو ستاسې دا بنسټ اېښوونه له پيله پر ناشفافو ((مبهمو)) معاملو اېښوول شوې، نو دېته اسلامي رنګ ورکول ((صبغه)) له اسلامي ارزښتونو ((قرآن وحديث)) او هم زموږ د فقهاوو له ارزښتونو سره سر نه خوري. د يو چا چې خپله صبغه تر پوښتنې لاندې وي، نو هغه بل چا ته څنګه په پټو سترګو وايی چې تقلبي راغلی دی.

له لاسوندونو داسې برېښي چې مشر ملا صاحب او هم ملا اختر محمد منصور دواړه له علمي پلوه نيمګړي ول چې کرنيل يې امام يې پخپل کتاب کې د دواړو د علمي کچې سپيناوی کړی دی.

ښاغلی سُهيل،

زه نه غواړم چې له علمي پلوه دې وڅنډم، خو دېته دې متوجه کوم چې تاسې او ستاسې مشرتابه شيخ هبت الله، ملا عبدالغني برادر، شيخ عبدالحکيم، مولوي شهاب الدين دلاور، مولوي عبدالکبير تر خپل درانه استاذ شيخ نور محمد ثاقبه پورې دې نيمګړتيا متوجه کړم چې :

کرنيل امام پخپل کتاب کې داسې وايی :

افغانستان کې ما ډېر ملايان وکتل چې هغوی چېلم څکي، نسوار استفاده کوي او چرس هم څکي. ملا اختر محمد منصور چې اکثره اړيکه يې د همدې برخې د سوداګرو او قاچاق برو سره وه هم زيات چرس څکل، خو دا کار يې له خلکو پټ کاوه. ملا عمر صيب ته روان و چې په موټر کې يې د چرسو سګرټ ولګوه. بوی يې په ما بد ولګېد ورته مې کړل نن خو زه ملا صيب ته دا شيطانت کوم، هغه راته کړل بارا زه به ورته ووايم چې امام صيب را باندې وڅکل.

ملا محمد عمر مجاهد ته ځکه ګران وو چې ډېرې زياتې پيسې يې اسلامي امارت ته پيدا کولې حتی له عربي هېوادونو يې پيسې راوړلې او د اسلامي امارت په پرمختګونو کې يې خاص کردار وو.

د آی ايس آی له افسرانو سره مېلمستياوې او شراب څښنه

شراب څښنه په وړو غلطيو شمارل

مونږ سره په د آی ايس آی په يو بل ګروپ کې ځينې افسران ملګري وو چې هغوی به له مجاهدينو سره په ((ديني)) او دهغوی د ((ذهن جوړولو)) برخه کې کار کولو.

داسې کسان چې ماښام کې به مونږ کله کله د مشرانو لخوا د شپې ملسمتيا برابرېدله، نو دوی به شراب هم څکل او سهار به بيا د کار په ځای کې داسې وو چې سم پاخه ملايان به ښکارېدل. ما به ورته ويل چې دومره دوه مخې ژوند کول به تاسو ته تجربه کيږي چې څومره ګران دی، خو هغوی به خندل او ويل به يې چې بس اوس مونږ ملايان يو.

نو هلته مې د يو غټ افسر نه د دې پوښتنې د هواري له پاره پوښتنه وکړه هغه يو ساده مثال راکړ او دا بيا زما دې ډلې بيخي قبول کړ.

هغه ويل چې ورته وايه د خدای لاره کې جهاد له پاره هرڅه روا دي کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيوته نه ګوري.

دهغه د خولې يوه عربي جمله خدايزده چرته يې ياده کړې وه اوس هم راته ياده ده او دا مجاهدين پرې راضي شول. هغه جمله څه داسې وه. (الضروريات تبيح المحضورات) يعنې ضرورتونه بنديزونه رفع کوي.

سمه بڼه : ((ان الضرورات تبيح المحضورات))

ښاغلی سُهيل،

تاسې او مشران دې د کرنيل د دې پورته اپلتو په تړاو څه وايی؟

که تاسې او مشران دې داسې کوم يو قوي مستند حُجت يا دک و دليل لرئ، نو راوړاندې يې کړئ چې ويې لولو او ځانونه پرې پوی کړو؟

که شراب په جهاد کې هغه هم د ديني او ذهن جوړولو په موخه او هغه په تېره بيا ستا د اسلامي امارت ((پنجابي اشغال)) لپاره جائز (روا) وي، نو د اسلامي نقلي وعقلي قوي او مستندو دلايلو له مخې يې راوړاندې کړئ او کنه د کرنيل امام د موخو لپاره روا وي، نو هغه بيله خبره ده.

اګر چې په هند کې د لاسوهنې لپاره د هندي سيکهانو د خالصتان د بيا راژوندي کېدو لپاره او هم خپلو پنجابيانو لپاره يې د نيلاب منير په يوه سندره کاف کنګانه کې دې کار ته هم اجازه ورکړې ده.

Song: Khabon Main | Kaaf Kangana | Neelum Munir | Sami Khan | ARY Films – YouTube

Pakistan Gayi re: Movie Kaaf Kangana,Complete song. – YouTube

ښاغلی سُهيل،

ته راته دا ووايه چې کرنيل پر خپله خوله اعتراف کوي :

له موږ سره د آی ايس آی په يو بل ګروپ ځينې افسران ملګري ول چې هغوی به له مجاهدينو سره په ((ديني)) او د هغوی د ((ذهن جوړولو)) برخه کې کار کولو.

داسې کسان چې ماښام کې به مونږ کله کله د مشرانو لخوا د شپې ملسمتيا برابرېدله، نو دوی به شراب هم څکل او سهار به بيا د کار په ځای کې داسې وو چې سم پاخه ملايان به ښکارېدل. ما به ورته ويل چې دومره دوه مخې ژوند کول به تاسو ته تجربه کيږي چې څومره ګران دی، خو هغوی به خندل او ويل به يې چې بس اوس مونږ ملايان يو.

نو هلته مې د يو غټ افسر نه د دې پوښتنې د هواري له پاره پوښتنه وکړه هغه يو ساده مثال راکړ او دا بيا زما دې ډلې بيخي قبول کړ.

هغه ويل چې ورته وايه د خدای لاره کې جهاد له پاره هرڅه روا دي کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيوته نه ګوري.

ته او ستا اړونده چارواکي چې هغه علمي – ديني مخينه لري دا څنګه توجيه کوي؟

تا ته هم پته ده چې الله تعالی خو شرابو ته پليت ويلي ((انما الخمر والميسر والانصاب والازلام رجس من عمل الشيطان، فاجتنبوه لعلکم ترحمون))، نو چې يو څوک خپله شراب څښي او ديني پولې ماتوي، نو هغوی په کوم اساس له مجاهدينو سره د هغوی په ((ديني)) او ((ذهن جوړولو)) برخه کې کار کوي؟

بله دا چې دوی خو افسران ول نه ملايان او ځانونه يې د ملايانو په جامه کې وهلي ول، نو ايا دا دين ستا او ستا د مشرانو علماو په اند خالص دوکه ده که څنګه؟ او که تاسې ترې ټوکې او ملنډې جوړې کړي دي؟

ښاغلی سُهيل،

په ټاکنو کې درغلي هر چېرې شته او کيږي او دا لانجې وي، خو په دين کې درغلي دا بيا ډېره خطرناکه خبره ده. هيله ده چې ته او مشران دې – دې خطرناک ټکي ته متوجه اوسي. اوس دا راته ووايه چې ولسمشر غني راتګ به د ټاکنو له ليارې دېر تقلبي وي او که ستا رامينځته کونه؟ ستا په رامينځته کونه شرابخورو افسرانو رول لوبولی چې دا ښکاره له اسلامي ارزښتونو سره په تناقض کې ده.

ښاغلی سُهيل،

ته او ستا ديني عالمان مشران دې ما ته را په ګوته کړي چې شراب کله هم په ديني ارزښتونو کې کارول شوي او يا ورته ځای شته؟ که وي، نو مهرباني وکړه ثبوت راوړاندې کړه او که نه، نو ته او ستا دا ديني عالمان مشران د کرنيل امام دا اپلتې څنګه توجيه کوي؟

کرنيل امام په ښکاره ټکو د پاکستان او د څارګرې ادارې د افسرانو پر دوه مخيتوب اقرار کړی دی. ته او خدای او دا خپل ايمان و وجدان دې دا دين اوس دومره غريب شو چې د خپلې سرلوړۍ لپاره دوه مخيتوب (نفاق) ته هم محتاج دی. اسلام (دين) ورته څه اړتيا لري؟

ښاغلی سُهيل،

کرنيل د خپلو افسرانو له خولې داسې وايی :

((د خدای په لار کې د جهاد له پاره هرڅه روا دي. کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيوته نه ګوري.))

ته او ستا دا ديني عالمان مشران دې دا ثبوت راوړاندې کړي چې چېرته او کوم ځای داسې راغلي چې د خدای په لار کې د جهاد لپاره هر څه روا دي؟ څوک چې د خدای د دين ساتنه کوي، نو هغه يې بيا داسې وړو وړو غلطيو ته نه ګوري.

اوس دې ستا دا ديني عالمان مشران دا ثبوت راوړاندې کړي چې شراب څښنه د جهاد لپاره روا ده. او دويم دا چې شراب څښنه وړه ګناه (غلطي) ده او که غټه؟

تر اوسه خو په ګرده نړۍ کې اسلامي عالمان او ټول ديني بنسټونه دا مني چې شراب څښنه دا غټه ګناه (غلطي) ده، نو د کرنيل امام دې افسرانو پر کوم ثبوت او اسناد يې وړه ګناه (غلطي) بولي؟ ايا ستا او ستا د مشرانو په اند لويه (ستره) ګناه وړه او معمولي ګڼل څه حکم لري؟

ښاغلی سُهيل،

اوس دا راته ووايه چې تقلب په ټاکنو کې ډېر خطرناک دی او که په دين کې؟

تقلبي په ټاکنو کې ډېر خطرناک دی او که په دين کې؟

ايا کله مو خپل ځان په دې هېنداره کې ليدلی دی؟

ايا دا به د تا لپاره د يو افغان او انسان په توګه هغه اسلام ومسلماني خو لېرې کړه چې خپل ديني واخلاقي تقلب دې د واک او د پنجاب د اشغال د واکمنۍ لپاره هېر کړی دی او د ولسمشر غني واکمني تقلبي (جعلي) بولي؟ د پنجاب د واکمنۍ لپاره خدای (ج) ورسول (ص) هېر کړي دي او ټول ديني واسلامي شعاير مو تر پښو لاندې کړي دي. خير که تا ناپوه ته پته نه وي، خو هغه ديني عالمانو مشرانو ته دې پته ده چې لويه ګناه وړه ګڼل څه حکم لري؟ ستا مشران دې ((الکبائر)) ولولي چې ذهنيتونه يې پرې خلاص شي.

د کرنيل په دې کتاب کې ډېر داسې مسايل شته چې پر هغې باندې بايد ديني بحث وشي. د بېلګې په توګه :

کرنيل امام له مشر ملا صاحب سره اته کاله له ډېر نژدې اوسېدلی او د هغه له ټولو ښو او بدو خبر دی او ځينو ټکو ته يې اشاره کړې ده لکه دا ((د ښکلي هلک)) چې هغه بيا پخپل مينځي جنګ مړ شو او مشر ملا صاحب به يې هره ورځ قبر ته ورته او د غچ خبره به يې کوله.

تاسې دا له اخلاقي واسلامي پلوه څنګه توجيه کوئ؟ ولې کرنيل امام پخپل کتاب کې ځای کړې ده؟ ستا په اند کوم تقلب به ډېر خطرناک وي؟

د ميجر عامر سپينی خبرې :

((مونږ امريکې ته ‌‌‌‌‌‌ډير خدمت کړی ، طالبانو حکومت مو ړنګ کړ ، شپږ سوه کسان مو وروسپارل ، ملاضعيف مو بی عزته کړ … !))

حکومت دې چې چا ړنګ کړی ولې له هغوی سره حساب نه کوئ چې له ولسمشر غني سره مو لاس تر ګرېوانه نيولي دي؟ چا چې سپک کړی او بېعزته کړي ياست او يا چا چې خرڅ کړي ياست ولې له هغوی سره حساب وکتاب نه کوئ؟ ايا دا د کرنيل شرمونه درته بس نه دی که څنګه؟

د مولانا محمد خان شيراني د وينا پر بنسټ :

که مولانا فضل الرحمان د طالب له ملاتړه لاس واخلي د خپل درې پر څلور برخه له لاسه ورکوي، نو د خپل ګوند د سياسي بقا ((پايښت)) او شړېدو د مخنيوۍ په پار د څارګرې ادارې د پالېسيو د پرمخ وړلو لپاره سياسي ملاتړ کوي.

امرالله صالح نړيوال ريکارډ :

د هغه سند د لاسليک کيدا انځور چې له مخې ئې د جنرال نيازي په مشرئ د پاکستان سل زره 100000 فوځ په يو ځای هندوستان ته په رسمي ډول تسليم شو.

نوټ: سُهيل شاهين بايد د تېر جهادي پير ترخې ورځې له پامه ونه غورځوي. په نجيب کې خو موږ جهاديان او دوی يوځل پاخه تېر وتو، خو چې دوی دا ځلې بيا د تېر په څېر بله تاريخي تېروتنه ونه کړي. طالبان ((پاکستان)) په ټاکنو باور نه لري ځکه چې د هلال، حکمتيار او زوی يې په ټاکنو کې ښه ونه ځلېدل، نو طالب به څنګه ښه وځليږي، نو ځکه د تېر په څېر د نجيب غوندې د غني لېرې کول هم غواړي چې بيا د قدرت ((واک)) خلا او ګډوډي رامينځته کړي ترڅو خپلې موخې په اسانه ترلاسه کړي.

پاکستان درې موخې لري :

  • ادغام
  • د خپلې خوښې لاسپوڅی حکومت
  • د ځان لپاره خوندي سيمه

د درېواړو لپاره ثبوتونه

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ”د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.“.

مشاهد حسين :

ما جنرال حميد ګل ته چې هغه مهال د آی ايس آی ISI مشر وو، وويل. دا ډېره ښه موقع ده. راځئ چې د ډيورنډلاين Durand-line په رسمي توګه د سرحد کولو لپاره کار پيل کړو. هغه راته کړل چې ((زموږ سرحد خو د آمو سيند دی)).

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو.

کرنيل امام :

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي، خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه ”شهادت“]

حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).

((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

ميرزا اسلم بيګ :

((بېنظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!)).

شيري رحمان :

((په افغانستان کې هر حکومت بايد د پاکستان په خوښه وي، کنه د افغانستان په نوم په نړۍ کې هېواد ځای نه لري)).

ښاغلی سُهيل،

تا او ستا دا ديني عالمان مشران دې په کوم دک ودليل د دې ادعا کوئ چې موږ د پاکستان (پنجاب) لاسپوڅي نه يو؟ حال دا چې مولانا سميع الحق خپله منلې چې ((موږ په کابل باندې د طالبانو قبضه / غلبه غوښته))، نو څه تضمين لرئ چې بيا به هغسې نه کيږي؟

موږ او تاسې خو يو وخت د پنجاب په غوښتنه د نجيب الله استعفا غوښته. هغه خو هم وشوه څه مو تر ننه ترلاسه کړل؟ ايا ستا پر خولې د پنجاب غوښتنه چې ولسمشر دې واک پرېږدي هوبه هو له هماغې ورته زړې غوښتنې سره ورته نه لري؟

له ولسمشر غني د واک پرېښوول غواړي، خو د واک لپاره بيا طرحه نه لرې.

ښه به دا وي چې تر څو به د پنجاب پر اوږو ناست يې او تر څو به د پنجاب په ټوپک له دې ولس سره د پنجاب د ناروا غوښتنو لپاره جنګېږې؟ که همدا نن درڅخه پنجاب لاس واخلي او يا بيا مجبوره شي، نو څنګه انګرې چې ګوندې بيا به دې د خپلو ګټو لپاره ونه پلوري؟

که کوم تضمين يې درکړی وي مهرباني وکړه له ولس سره يې شريک کړه.

دا ملا عبدالغني برادر د کوم پرتوکول له مخې د خليلزاد په غوښتنه دومره ساده او اسانه د پنجاب له غوجلې راخلاص او نن يې په دوحه کې کېنولی؟ ايا سبا بيا همداسې بله لوبه درسره نه کوي؟ که وشي، نو بيا؟

پاملرنه

طالبي مشرتابه او د دوی پورې اړوند لوړپوړي ديني چارواکي په تېر بيا د دوی د سترې محکمې رئيس او قاضی القضات مولوي نور محمد ثاقب د ديني ارزښتونو په رڼا کې د قوي او مستندو دلايلو له مخې ځواب کړي. پاکستان ((پنجاب)) مجاهدين او طالبان د خپلو ناوړو موخو لپاره رامينځته کړی چې هډو له اسلامي ارزښتونو سره هېڅ تړاو نه لري. زموږ له پيله بنسټ ناسم (غلط) اېښوول شوی، نو څنګه به سمې موخې مخته يوسي؟ دا بايد په روښانه ټکو ووايم چې زموږ لپاره د پاکستان ((پنجاب)) اشغال تر ټولو وخيم وخطرناک دی. افغانان به هېڅکله ستاسې په شان پنجاب ته دومره په اسانه سر ټيټ نه کړي.

طالبي غويمنډ له ديني پلوه په تقلب رامينځته شوی. کاشکې چې له سياسي پلوه په تقلب رامينځته شوی او مينځته راغلی وای. دا دوه تقلبه يو له بل سره له معنوي (ارزښتي) پلوه ډېر توپير لري.

په درنښت

سيد حسين پاچا

غني: پاکستان موږ ته طالباني نظام غواړي خو خپل ځان ته نه – DawatMedia24

له مولانا محمد خان شېراني سره مرکه – YouTube

افغان جنګ جهاد نه دئ: د مولانا شېراني او طالب قوماندان مولوی عبدالخالق اغا مناظره – YouTube

د سهيل شاهين تازه څرګندونې او د طالبانو نوی نيت | خبریال (khabarial.com)

سهیل شاهین: د نوي حکومت له جوړېدو پرته سوله شونې نه ده – نن ټکی اسیا (nunn.asia)

امريکايي جنرال پخپله خوله اعتراف وکړ | خبریال (khabarial.com)

شاهین؛ غني تقلبي ولسمشر دی | خبریال (khabarial.com)

د پاکستان استخبارات بیا غواړي، چې – DawatMedia24

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.