بوټو؛ محمد ظاهر شاه ته، زه ستا سترګو ته نه شم کتلی

هلمند پردېس

1,760

يوه تاريخي ملاقات کې بوټو؛ د افغانستان پاچا ظاهر شاه ته، زه ستا سترګو ته نه شم کتلی

«کله چې په 1970 کې د بنګله دېش لوى مبارز خداى بښلي مجيب الرحمن انتخابات وګټل، او قانوناً بايد د پاکستان صدراعظم شوى واى د بوټو له خوا زندان ته واچول شو، د بوټو د دغه ناوړه عمل په مقابل کې د بنګله دېش ولس عمومي پاڅون وکړ، د پاکستان حکومت ډېر زيات پوځونه بنګله دېش ته وليږل او د هغې سيمې د مظلوم ولس سره يې د خپل پوځ په ذريعه د شرم نه ډک ظلمونه سرته ورسول.
يواځې د جنرال ټيکه خان پوځونو د نورو جرمونو تر څنګ درې لکه بنګله دېشۍ نجونې او ښځې بې عفته کړې، چې د جنګ په دوران کې حاملې او له جنګ نه ورورسته خپلو ميړونو او فاميلونو نه قبولولې.
د بنګله دېش د جنګ په جريان کې بوټو د ملګرو ملتو غونډې ته لاړ، د تقرير په وخت کې چې پرې له هرې خوا انتقادونه وشول، بوټو ته قهر ورغى، خپل قاغذونه يې څېرې کړل، او وې ویل :مونږ زر کاله د هند سره جنګ ته دوام ورکوو.
د دې خبرې نه درې ورځې ورورسته د پاکستان پوځ د هند په مقابل کې سخته ماته وخوړه او د پاکستان د پوځ مشر جنرال نيازي په ډاکه کې د 95 زره عسکرو سره د هند لوى درستيز جک جيون رام ته سلامي او خپله تمانچه يې ورته تسليم کړه، او د بوټو د ناعاقبت انديشۍ په وجه پاکستان ته تاريخي بدنامي نصيب شوه.
د بنګله دېش د جنګ نه وروسته سم دستي بوټو افغانستان ته راغى، او د افغانستان د پادشاه سره يې يو خاص تاريخي ملاقات سر ته ورساوه په نوموړي ملاقات کې بوټو حتا خپل هغه جنرال ته چې نصيرالله بابر نوميده، د سفر ملګرى يې هم وه، هم د ګډون اجازه ورنکړه، اما د افغانستان له خوا په پادشاه سربيره جناب ډاکټر عبدالصمد حامد، مرحوم ډاکتر عبدالظاهر، مرحوم اعتمادي او مرحوم موسى شفيق برخه اخيستې وه.
په دې تاریخي ملاقات کې بوټو پاچا ته داسې وويل :
«زه ستا سترګو ته نه شم کتلى، ستا بوټو ته ګورم، تاسو مونږ سره د جنګ په سختو شپو ورځو کې ډېر لوى احسان وکړ، خداى دې داسې ورځ راولي، چې زه هم ستا سترګو ته وکتل شم، په همدغه اساس مې افغانستان ته په تلوار سفر وکړ، تر څو تاسو جلالتمآب ته خپل قلبي احساسات ښکاره او د پاکستان ملت په نمايندګي درنه مننه کوم

(کتاب:د ولس مل ژوند، سياسي هلې ځلې او خاطرې =مخ:155,156,157,158)
مګر پاکستان په ډیرې سپین سترګۍ  سره د څلور لسیزو  څخه ډیر کیږي، چې د افغانستان په کورنیو مسایلو او ستونزو کې د ځان په ګټه مداخله کوي او  په ډیرې نامردۍ سره د افغانستان خاورې ته لکه د خبیث شيطان په شکل په مکرر ډول راوړي،له دې څخه ښکاري،چې پاکستان تل د افغانستان دوښمن او سخت نامرده ګاونډي دی،مګر افغانان به د پاکستان دغه نامرده کړنه هيڅکله هيره نه کړي،او د دې تاريخي نامردۍ  بدل به خامخا اخلي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.