د نن ورځې حالت

نورالله جلالزی

1,177
ازادي تر پاچاهیه لا تېری کا
بېګا تر ناوخته ویښ وم خوب نه راتو یو خو مې شدیده تبه وه او بل مې د خپلواکي د ورځې په اړه فکر کاوه. ما ویل په دې بې سرپرسته هیواد کې به دا تاریخي ورځ څنګه کېږي!؟
ډېری ملګرو خبرتیا خپره کړې وه چې سهار نهه بجې د وزیر محمداکبر خان تپې ته ځو، هلته د افغانستان ملي بیرغ رپوو او په پوره هیوادنۍ مینه د خپلواکۍ بیا اخیستنې ۱۰۲مه کلیزه لمانځو. زړه مې ښه و چې ځه که دولت نشته ملت خو شته. هغه د خپلواکۍ د ورځې په پلمه په میلیونونو افغانۍ به هم نه ورکېږي او سبا به لا په جم او جوش کې خپلواکي لمانځو.
سهار مې تبه لا ډېره شوې وه، یخ مې کېده او د ستوني درد او بدنښت خو له جمهوریت ماتېدو سره لا راته پیدا شوی و. ملګري مې زنګ وکړ چې زه له کوټه‌ سنګي او بل ملګری له چهلستون نه درځو، تاسو هم راشئ چې لاړ شو د وزیر اکبرخان تپې پر سر د هیواد خپلواکي ولمانځو. ما ویل سمه ده دېما وروره! لږ به ناوخته ورشو تر هغو به خلک هم ښه ډېر راشي. زه به مې دوا وخورم او کالي به را بدل کړم. وای سمه ده.
زه چې کله داسې کومې غونډې یا بل ځای ته ځم له کورنۍ اجازه اخیستل راته سخته وي. ورور او د کاکا مې مشران زامن ټول یو ځای ناست و ما مې بل د کاکا زوی (شمس جلالزی) لا بېګا تګ ته چمتو کړی و، غږ مې پرې وکړ چې ځان تیاروه، د زندان په منځ کې د خپلواکۍ یاد لمانځو. ویلې زه تیار یم ته بیرغونه را واخله. ورور مې ویل چېرته ځئ؟ ما ویل د وزیر محمداکبر خان تپې ته. وېلې زه هسې هم هغې خوا ته ځم زه مو رسوم. حیران او خوشحاله شوم. حیران په دې چې څنګه یې د نه تګ ونه ویل او خوشحاله په دې شوم چې په لومړي ځل مې په تصمیم کې دی هم را شریک شو. موږ یې تر عزیزي پلازا ورسولو دی په خپله مخه لاړ.
شمس ویل چې له دې ځایه تر تپې پیاده ځو، هم به له حالاتو ځان خبر کړو او هم به د خلکو رواني حالت ووینو. په څلور لارو کې ترافیک ولاړ ول، خو نه یې موټرو ته ترافیکي اشاره پورته کوله او نه یې شپېلقې کولې. نهیلي ښکارېدل. موټروانانو ښه په خرپ بې نظمي جوړه کړې وه. په لاره خلک کم ول، یو نیم دوکان خلاص و، هلته هم د دوکاندارانو مشتري ته سترګې ختې. ځای ځای نوي مارکېټونه او ښکلي دوکانونه جوړېدل. د ځینو کارونه ختم او ځینې لا نیمګړي پاتې ول. فکر نه کوم چې ژر دې یې بشپړولو ته زړه ښه کړي. لږ چې مخکې لاړو یو دوکان کې رنګارنګ مرغان په ښکلیو قفسونو کې بنديان ول. زړه مې ورته بد شو، افغانان را یاد شول چې په څومره ښکلي قفس کې بندیوان دي! په سوچ کې وم یو ځای له ولاړ بایسکل سره ولګېدم. بایسکل ړنګ نه شو، خو له ځایه بې ځایه شو. په ټایر کې یې غټ زنځير و او قلف ور اچولي وو، ورته ومې کتل ترې روان شوم. له شا یو ماشوم غږ را وکړ: “کاکای ببریش قلفش خلاص میشه.” ما ویل نه زړګیه! زه غل نه یم.
له پیاده کېدو سره سم مې ملګري ته زنګ وکړ، خو تلیفون یې بند و. آن تر تپې پورې مې زنګونه ورته وهل، خو نه ورته کېده. ما ویل هسې نه پښېمانه شوی وي، په دې ورځ نو څوک دباندې را وځي؟ خو تپې ته چې ورسېدم ملګري مې له یو بې‌ږیرې او یو ږیري والا وسله‌والو سره ولاړ ول. چې ورغلو پوښتنه مو وکړه. ما ویل ولې دې تلیفون بند و؟ وای”ورکه یاره نه په جمهوریت کې خوندي یو نه په امارت کې. تلیفون دوو وسله‌والو غلو په زور رانه واخیست.” ما ویل ځه شکر چې خدای ته ساتلی یې.
د تپې په سر یو څو تنه ښکارېدل، نور نه په لاره او نه په تپه څوک ول. د خپلواکي فسبوکي لمانځونکي یو هم نه و راغلی. طــالبا نو ویل وای هیچا ته تپې ته د تلو اجازه نشته. موږ ویل موږ کورنو کې په تنګ شوي یو، ځو چې لږ زړونه خوشحاله کړو. وای دا بیرغونه څه کوئ؟ موږ ویل دې سره هلته عکسونه اخلو. ویلې اجازه نشته. دې وخت کې یو موټرسایکل راغی، غورا یې بېخي زیاته او له سایلینسره یې یوه موروۍ دوګ یا دود ووت. چې را نیږدې شو دوه خیرن ږیرور ځوانان پرې سپاره ول. په موټرسایکل یې یو نهایتاً خیرن توس اچولی و او د مخې څراغ او امپیر یې مات ول. طــ الب د راتلو دلیل ترې وپوښت، ویلې څوک یې او چېرته ځئ؟ ویلې مجاهدین یو او ځو د تپې سر ته. هغه هم ورته حیران شو چې دا اوس څنګه مجایدین دي!؟ ویلې اجازه نشته. خو اخېر یې په زاریو اجازه ترې واخیسته. ما ویل ملاصاب دا خو ولاکه یا مجایدین ول یا به یې په عمر ټک کړی وي. وسله هم نه وه ورسره، یوازې په ږیره دې پرېښودل.
ویلې اوس خو ګډه ده، ټول دغسې شیان راځي وایي چې مجاییدین یو، څوک څوک به منع کړم.
ما ویل نو موږ دې ولې را ګرځولي یو؟
ویلې آمر صاب امر کړی چې د بیرغو وال به نه را پرېږدئ.
موږ ویل خدای ته وګورئ موږ له کومه کومه ځایه راغلي یو، تاسو مو اوس دا لږ ځای نه ور پرېږدئ؟
وای موږ ته همداسې امر شوی. موږ د آمر د امر اطاعت کوو.
یو موټر کې څو ملا توره خلک را سپاره ول، چې زموږ ږیرې، وېښتان او د کالو سټایل یې ولید د «لوچکانو» خطاب یې راته وکړ. ویلې دا لوچکان دلته څه کوي؟ دوی ورته وویل چې تپې ته ځي. وای پسې وایخلئ دوی…
دې وخت کې یو دوه نسبتاً پاک، لوڅ سري ځوانان راغلل. دوی یې د مخې ته تګ مخه ونیوله، خو هغه کوم مشر ته زنګ وکړ. له هغې خوا امر ورته وشو چې را پرېیږدئ. هغوی چې یې پرېښودل زما ملګري (شمس) ورته کړل چې ښا! دلته هم ټوله خبره د واسطو ده.
طـ.الب ته پېغور خوند ور نه کړ، ویلې چې دغسې خبره شوه نو بیرغونه مو کېږدئ تاسو ورشئ د تپې سر ته. موږ هم همداسې وکړل. د تپې تر سره پورې ځای ځای ملي بیرغ ځوړند و، ځینې ځایونه نیمایي شکېدلي ول او ځینې بېخي کښته شوي ول. د تپې سر ته چې لاړو په لسګونو نظامي موټر، په سلګونو رنګارنګ طــ.البان او موټرسایکل ولاړ ول. زړه نا زړه مخې ته پسې ورغلو، د تپې په منځ کې ځای ځای دوی کالي کښلي ول، د نلونو اوبه ته لمبېدل. چا به کالي مینځل او چا به په چمن کې د خټکو خوړلو ته پلترۍ وهلې وې. هغه موږ چې یې «لوچکان» بللو هغوی یوې غاړې ته په قاري صاب قاري صاب ویلو زارۍ کولې. خدایزده څه کار یې بند و. ملګرو ته مې ویل چې دغه د ټولنې هغه دووسه طبقه ده. خپله په ملا صاب او قاري صاب ویلو چاپلوسي او موږ لوچکان ورته ښکارو. په دوومره زیاتو یو ډول خلکو کې موږ یوازې څلور تنه ږیر خرېیلي، لوڅ سرونه، پاک پاک ګرځېدو، لوچکان خو به خود و!
د تپې سر ډېر ښکلی جوړ دی. ښه چمنونه، ښې ښکلې څوکۍ، ښه حوض، ښه تشنابونه او نور عصري ځایونه پکې جوړ دي. خو نن ټول سپېره ښکارېدل. لږ مخکې چې لاړو د ملي بیرغ لپاره ولاړه دنګه ستنه لکه بوره مور، لکه کونډه ښځه، لکه یتیم ماشوم، لکه خزان وهلې ونه، خواره و زاره ولاړه وه. د هیواد تر ټولو لوی ښکلی بیرغ یې ترې را کښته کړی و. زه یې خوا ته ورغلم ټولو ما ته کتل، زما سترګې له بیرغه نه اوښتې. لاړم تر څنګ یې کېناستم، زړه او سترګې مې را ډکې شوې، خوله مې وچه وه آه لا نه ترې ووت. همداسې یې تر څنګ کېناستم. داسې راته ښکارېده لکه راته غږېږي چې، لکه پېغور چې راکوي، لکه وایي چې ډېر ذلیل ملت یاست. لکه وایي چې ډېر بېغیرته او بې عزته خلک یاست. د وطن مور پړونی مو خرڅ کړ! د ګران هیواد په عزت مو سودا وکړه!
ما یوازې اوښکې ورته تویولی شوای. نن بیرغ یوازې درې رنګه ټوکر یا رخت نه راته ښکارېده. نن عاطفه راباندې زور شوې وه. زړه مې له څو ورځو راډک و، نن مې له نړېدلي بیرغ سره په ګډه د ګران هیواد په ویر وژړل.
بیرغ یوازې رخت نه، د ملت ننګ او ناموس دی. د یو ولس د مېړانې او غیرت سیمبول دی. خو نن دغه سیمبول زموږ له لاسه ړنګ دی.
د هیواد د خپلواکي بیرته اخیستلو یوسلو دویمه کلیزه مو مبارک شه. د پر ځان بسیا، خوشحاله او سولییز افغانستان په هیله!
۱۴۰۰-۵-۲۸

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.