ولې زه

ژباړه: ریاض مقامزی

227

د ټینس لوبې نوموتي قهرمان (آرتور اش) چې کله د زړه جراحي کوله؛ نو پر ایډز ککړې وینې د تزریق له امله پر دې وژونکې ناروغۍ اخته شو.
مینه والو یې د نړۍ له لر او بره د مهربانۍ، ډاډګيرنې او خواخوږۍ لیکونه ورلېږل. یوه مینه وال یې ورته لیکلي وو: «خدای ولې ددې خطرناکې ناروغۍ لپاره ته وټاکلې؟»
آرتور اش یې په ځواب کې ولیکل: «په ټوله نړۍ کې شاوخوا پنځوس میلیونه ماشومان له ټینس سره علاقه پیدا کوي او پر زده کولو یې بوختېږي، چې له دې ډلې تقریباً پنځه میلیونه دا لوبه زده کولای شي. په دوی کې هم بیا ایله پنځه سوه زره کسان په مسلکي توګه دا لوبه زده کوي. ښایي پنځوس زره کسانو ته په سیالو کې د ګډون چانس برابر شي او له دې جملې یوازې پنځه زره تنه تخصصي لوبو ته ځي.
له هغومره لوی شمېر څخه فقط پنځوس تنه نړېوالو لوبو ته لاره مومي او له دې پنځوسو تنو څخه یوازې او یوازې څلور تنه نیمه پایلوبې ته پاتې کېږي. په دوی کې هم فقط دوه تنه پایلوبې ته لاره مومي او بالاخره یوازې یو کس قهرمان بلل کېږي.
کله چې ما ددې لوبې د بریا جام پخپلو لاسونو کې لوباوه، هېڅکه مې و نه پوښتل چې ((خدایا! ولې زه؟))، نو نن چې په کړاوونو او دردونو کې یم بیا هم حق نه لرم، چې ووایم ((ولې زه؟))»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.