د ارواپوهنې له نظره خپل شخصیت وپېژنئ

ژباړه ـ ریاض مقامزی

1,642

روانپوهنه یا په منل شوې اصطلاح “ارواپوهنه” د انساني کړو وړو، عادتونو، رفتار او نورو مسایلو ترڅنګ د انسان د شخصیت په اړه هم بېلابېلې تيورۍ وړاندې کوي. هر انسان د یو جدا او ځانګړي شخصیت لرونکی وي. په دې لیکنه کې تاسو خپل ځان لیدلای او خپل شخصیت پېژندلای شئ.

 

شخصیت 

د روانپوهنې له مخې د انسان د کړو ـ وړو هغه ټولګه چې د یو انسان حیثیت او مقام ټاکي “شخصیت” بلل کېږي. په دې معنا چې یو انسان کوم خویونه لري او د همدې خویونه په رڼا کې خلک ورته په کوم نظر ګوري. همدارنګه ددې په اړه چې د عادتونو دا ټولګه به انسان پخپل ژوند کې څومره بریالی یا ناکام ثابت کړي، د همدې شخصیتي خویونو له مخې اټکل کېږي.

 

حسي وګړي “Sensing”

ددې ډلګۍ وګړي یوازې حال ته پام کوي او د راتلونکي په اړه چندان غوږ نه ګروي. یوازې پر پنځه ګونو حواسو چې کوم اطلاعات ترلاسه کوي تائيدوي یې. د خبرې عمق او حقیقت ته ځان نه رسوي. دوی په حال کې لږ څه خوښ خلک وي. همدارنګه د کارونو له تکرار څخه نه ستړي کېږي.

 

درونګرا “Introversion” 

ددې ډلګۍ خلک همېشه هڅه کوي، چې یواځې اوسي. دوی له شور او غالمغاله لرې والی خوښوي. د راتلونکي په اړه ډېر فکرمن وي، چې له همدې کبله اکثرا اندېښمن او خفه وي. ددې ډلې بله ځانګړنه دا ده، چې په اسانۍ چاته راز نه وايي او ډېر کم ملګري لري. له دې ټولو خويونو سره ـ سره یو ښه اورېدونکی هم وي. مګر کله ناکله د راتلونکي په اړه اندېښنه ترې دا ښه ځانګړنه اخلي. دوی رسمي دندې نه خوښوي. هڅه کوي خپل شخصي کاروبار ولري او آرام اوسي.

 

بېرونګرا “Extroversion”

دا ډول خلک پراخې اړیکې لري. په ټولنه کې له عادي کس څخه نیولې تر لویو خلکو ټول پېژني او هڅه کوي اړیکې ورسره ولري. همدارنګه خپل رازونه او ستونزې نورو ته وايي. کوښښ کوي د نورو له ستونزو هم خبر شي.

د بیرونګرایانو بله ځانګړنه دا ده، چې ډېر غږېږي او لږ اوري. خوښوي، چې نور خلک یې خبرو ته غوږ کېږدي. همدارنګه ډېرې غلطۍ ترې کېږي. ځکه چې دوی د هر کار لپاره چټک اقدام کوي. یعنې تر عمل وړاندې فکر نه کوي؛ بلکې کله چې کوم کار ترسره کړي بیا غور کوي. ددې ډلې خلک د دندو خوښونکي وي. ترڅو په یو کاري چاپېریال کې ژوند وکړي.

 

فکر کوونکي وګړي

ددې ډلګۍ خلک منطق ته ډېر ارزښت ورکوي. همدارنګه تل د عدالت غوښتونکي وي. له همدې کبله همېشه له ستونزو سره مخ کېږي. خلک یې بې مینې، سخت زړی او بې پروا بولي. همېشه هڅه کوي، چې خپلو موخو ته ورسېږي.

 

عاطفي وګړي

دا ډله خلک همېشه زړه سواندي وي. تل هڅه کوي، نور خلک خوښ وساتي. له همدې کبله اکثره خپله ناخوښ وي. د نورو خوښۍ ته خوښ او په معمولي خفګان یې خفه وي. دا ډول خلک خوښوي چې له نورو سره مرسته وکړي همدارنګه که نور څوک ورسره مرسته وکړي ډېر منندوی یې وي.

 

یادونه ـ ځينې نور شخصيتي ټايپونه هم شته؛ خو تر ټولو مهم یې همدا دي. همدارنګه ممکن ځينې خلک د خپل شخصیت ترڅنګ د یو بل شخصيتي ډول ځانګړنه هم ولري. مثلا یو څوک به “Introversion” وي خو د “عاطفي، حسي وګړو او …” نورو شخصیتي ډلګیو ځانګړنې هم لرلای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.