غزل

ذبیح الله احساس

962
حساب کتاب ته بلا ډېر خلک کتار ولاړ و
خو هر سړی په ننګ د خپل کړي کردار ولاړ و
زړه به خود درد کوه، له هغه ځايه بيا تېرېدم
چې به يو څوک راته همدلته انتظار ولاړ و
په کلي شويو بارانونو هېڅ فائده ونه کړه
لکه چې دا ځل استسقا کې ګنهګار ولاړ و
منډې وهلې قدمونو دېخوا اخوا، خو يو
بې وسه زړه د حادثاتو په انبار ولاړ و
يوازې تاته نه، هېچا ته زما پام هم نه و
شېبه وه داسې مخامخ مې راته يار ولاړ و
هغه احساس، بلا موده وشوه چې هېڅ نه ښکاري
چا کړه، ما وليده د کور مخ ته اوزګار ولاړ و
ليندۍ، ۱۴۰۰لمريز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.