!رباب مو جوړوو، راڅخه څمڅه شو

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

729

څو ورځې وړاندي مې په خبرونو کې ولوستل چې زموږ د بهرنیو چارو وزارت په قزاقستان کې روان وضعیت په تړاو د انديښنې څرګندونه کړې وه. د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د قزاقستان د ستونځې سوله ييز حل غوښتل شوى وه. حيران شوم چې دغه خلک زموږ په هېواد کې د جګړو په مهال چيرته وو چې زموږ د خپل هېواد لپاره يې د سوله ايز حل غوښتنه کړې واى. اوس دا ده د قزاقستان حالات بيرته نورمال شو، خو موږ له شل کلنې جګړې وروسته يو ځل بيا له واک څخه د شړل شوي په اصطلاح د مقاومت د جبهې لخوا د بلې جګړې د پيل په درشل کې قرار لرو. پوښتنه دا ده چې موږ به اخر ترڅو پورې واک ته کله د يوې او کله د بلې ډلې سياستوالو د رسولو لپاره خپل ځوانان له خپلو خلکو سره د جګړو ډګر ته ښکته کوو؟ د واک مجنونان به تر کومه پورې له خپل ولس سره لوبه کوي او ترڅو به يې د قرباني ګډوري ګڼي؟

د نورو خلکو په غم غمجن کيدل د ويښتابه او د نورو  په درد د دردمن کيدو نښه ده، خو موږ باید د خپل هېواد د روان وضعیت په تړاو ډېر اندېښمن واوسو. موږ پخپله تر هغو له تاوتریخوالي څخه لاس نه اخلو او نه د هېواد ترينګلي اقتصادي، سياسي او امنيتي وضعیت ته متوجه کيږو تر څو چې ارګ ته نه يو رسيدلي. کله چې ارګ ته ورسيږو، نو بيا سپين چرګان جوړ شو او بيا زموږ د واکمني په وړاندې د هر ډول مخالفت کول ناروا او بغاوت ګڼو او که چا راسره په واک کې د مشارکت خبره وکړه، نو بيا زموږ حوصله ختميږي.

د ستونځو د تراکم حال مو دادى چې هره تازه حاکمه شوې ډله پخواني بنسټونه نړوى او د خپلو فکري تړاوونو پر اساس د نورو بنسټونو د جوړولو ناکامه هڅه کوي. ولس مو په يوه ګوله ډوډۍ پسې لالهانده ګرزي. د وخت حاکمو ډلو د بنوڅيو په مسجد کې مړ شوى هغه مسافر مړى ورڅخه جوړ کړى دى چې د ګور او کفن لپاره يې په بازار کې ورباندي بسپنه راټوله کړي، نو بيا مړى د کورمې سيند ته وغورځوي.

اداري او بنسټونه مو څه ونړيدل او څه هم نيمه پرانستل شوي دي. د علمي زده کړو تياړ جوړ شوي مراکز مو بند پراته دي، د بيرته پرانستو وخت يې هم نا معلوم دى، خو د لوړو زده کړو وزير صاحب په مطلقاً نا سنجول شوي توګه د داسې پوهنتونونو د جوړيدو ژمنې کوي چې نړيوال به پکې زده کړې کوي او د تيرو شلو کلونو د زده کړو بهير هم ناکام ګڼي.

کله چې په اصطلاح د ملي مقاومت ايتلاف او له غرب څخه راغلي ښاغلي  په واک کې وو، نور هر څه ګل او ګلزار ښکاره کيدل، فساد نه وو، په ګمارنو کې روابط نه پالل کيدل. په لوړو پوستونو باندي د ګمارلو لپاره د سراى شهزاده ډالري ضمانتونه نه وه. يوازې طالبان ترهګر وو، د پنجاب اجيران او د متحجر فکر نوښتګر وو؛ چې د سولې لپاره د هغوى تسليمېدل د حل يوازنۍ لاره وه. نه ملت ورته ياد وو او نه يې هم د خپل ولس د اندېښنو د درک کولو وړتیا درلوده. کله چې بده ورځ راغله د ملت د شتمنيو او پيسو له چور او تالان وروسته وتښتېدل او له خپلو فاميلونو سره په بهر کې ښه ارام ژوند کوي، خو تعجب ده چې له دلته پاتې ولس څخه د جګړو کولو تمه لري.

پرونيو  د فساد بنسټ ايښودونکو ته دلته پاتې خلک اوس ور ياد شول. اوس ورته دغه هېواد اشغال شوى ښکاره شو، اوس ورته د افغان بچيانو په قرباني کولو جګړه اړينه ښکاريږي. اوس په دغه وږي تږي ولس ورباندي غږ کوي چې باید د طالبانو د حکومت په وړاندې وسله واخلي، جګړه وکړي، طالبان وشړي او دغې تښتېدلې ډلې ته بيا د واک سپارلو لپاره قرباني ورکړي. عجیب او غريب صورت حال دى چې دلته هر د واک وږي ته هغه مهال ملت ورياديږي کله چې بيواکه شي، خو چې واک ته ورسیږي، نو بيا ځان وي جانان وي بچيان يې وي او خپلوان يې وي.

هره ډله واک ته تر رسېدو وړاندې د واک په ګدۍ ناست خلک ګوډاګيان، کله مباح الدم او کله واجب القتل، مزدوران او تالي څټي ګڼي. ورسره کيناستل د مقدساتو سپکاوى او سوله کول ورسره حرامه ګڼي، خو کله چې ارګ ته ننوزي، واک ترلاسه کړي، نو هر څه سم شي. ازادي،  خپلواکي، عدالت او سوله راشي. کار اهل کار ته وسپارل شي، عدالت پلئ شي، اسلامي نظام جوړ شي. ديموکراسي پلۍ شي او بيا نو د نورو هېوادونو له ناراضه خلکو څخه غواړي چې تاوتریخوالي پريږدي او د سولې لاره خپله کړي.

که په خپل هېواد کې يې که خلک وږي وي، نو دا د حکومت دنده  ده چې د خلکو د لوږې غم وخوري.  لوږه د خداى له خوا ده، خو مشران هم مسئوليت لري. يوه مشر ويلي وو چې لکه اشغال همدغه شان به لوږه هم ډيره ژر (شل کاله وروسته) ختمه شي، خو وارخطايي نه ده پکار. امریکا باید د فاسد غني لخوا را ټولې شوې هغه حرامې پيسې هغوى ته وسپاري، ټوله نړۍ دې هغوى په رسمیت وپيژني. که داسې ونکړي نو بيا ورته خير نه وي. که ستونځې او د مشرانو ټولنيز احساس همدغه شان دوام کوي، نو بيا خو هغه د چرسي خبره دغه تيګه بنده بولم.

موږ رباب جوړوو، خو راڅخه څمڅه شي.  يقيناً نه پوهېږم چې داسې ولې کيږي؟ د قدرت خطرناک ويروس پړ وګڼم چې کله کله راڅخه خپل ځان، خپلې کړنې، خپل ولس او خپل مکلفيتونه راڅخه هېر شي او که ستونځه زموږ په فکري او ټولنيزو نيمګړتياو کې شتون لري چې څوک په ترانو هيواد ابادوو، څوک  تشې چيغې وهو چې ټول هېواد مې جوړ کړ او څوک هم په هوايي ژمنو د خپل ولس د خطا کولو مانورونه کوو خو پام مو نه وي په اوسني عصر کې ملت او نړيوال زموږ په خبرو نه، بلکې زموږ په کړنو حساب کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.