(اورمړي؛ یوه هېره شوې ژبه (۲ برخه

 څېړونکی: ارباز خان ساپی

1,581
د اورمړو لیکدود او ادبیات:
“زبان برګستا میں خط و کتابت مروج نہیں ہے اور نہ ہی اس زبان میں کوئی کتاب ہے – شاید قدیم زمانے میں ہوں مګر اب مفقود ہوګئ ہیں- حتی ګیت بهی ہن اس زبان میں معدودے ہیں – جب اس قوم کے لوګ خط و کتابت کرتے ہیں تو فارسی ، پشتو یا اُردو میں کرتے ہیں – اور ګیت بهی اکثر پشتو کے ګاتے ہیں –(پوپلزی، ۲۰۱۹م:۴)
“برګستا د لیکنې ژبه نه ده او نه په دې ژبه کې کوم لیکلی کتاب شته؛ ښايي پخوا به کوم لیکلی کتاب موجود و، خو اوس ورک دی. حتا شعرونه په دې ژبه کې محدود دي، کله چې ددې قوم خلک لیکل کوي، نو هغه به په فارسي، پښتو یا اردو سره وي. ددې قوم خلک، ډېری پښتو شعرونه وايي.” (ژباړه)
اورمړي د لیک ژبه نه ده. دا ژبه یوازې د ګړېدا ژبه ده او بس. پر دې ژبې لیک لوست نه کېږي. که ددې ژبې لیکونکي وغواړي لیک ولیکي، نو د هغې ژبه به پښتو یا فارسي وي. په همدې اساس دا ژبه کوم ځانګړی لیکدود نه لري.
دا ځکه چې ددې ژبې ویونکي داسې سیمو کې مېشت شوي، چې هلته مروجې ژبې پښتو او فارسي دي، په داسې حال چې دا ژبې د ښوونځي او د لیک و لوست ژبې دي او د اورمړو ماشومانو هم دا دوې ژبې په اساسي ډول په ښوونځیو کې زده کړي، نو ځکه دوی چې کله لیک کوي نو په همدې ژبو یې کوي.
ادبیات:
پورته هم یادونه وشوه، چې اورمړي یا برګستا د لیکنې ژبه نه ده او نه په دې ژبه کې کوم لیکلی کتاب شته؛ ښايي پخوا به کوم لیکلی کتاب موجو و، خو اوس ورک دی. حتا شعرونه په دې ژبه کې محدود دي، کله چې ددې قوم خلک لیکل کوي، نو هغه به په فارسي، پښتو یا اردو سره وي. ددې قوم خلک، ډېری پښتو شعرونه وايي. (پوپلزی، ۲۰۱۹م: ۴)
د اورمړي ژبې لومړنی لیکل شوی ادبي اثر معلوم نه دی. ځینې بیا په دې اند دي، چې په دې ژبه هېڅ کوم اثر نه دی، لیکل شوي؛ ځکه دا ژبه یوازې د ګړېدا ژبه ده. اوسمهال په کاڼي ګرم کې یو تحریک پیل شوی. ددې تحریک هڅه دا ده، چې اورمړي ژبه خوند او بېرته ژوندۍ کړي. نو دوی هلته مشاعرې، ادبي غونډې او علمي سمینارونه ترسره کوي، ترڅو اورمړ ولس د دې ژبې د بقا لپاره وهڅوي. خو ددې ژبې ځینې ویونکي وايي: “موږ خپل کوښښ کوو چې دا ژبه بېرته را ژوندۍ کړو، خو دې نورو ژبو په خاص ډول پښتو تر دې حده پر برکي اغېز کړی دی، چې حتا زموږ ماشومان په کورونو کې په پښتو غږېږي او په برکي ژبې نه پوهېږي.”
له ادبیاتو نه ماسېوا ددې ژبې د ګرامر په اړه تر یوه حده کار شوی دی، چې پکې ترټولو زیاته وڼده د بهرنیو لیکوالو ده. خو لومړی ځل ددې ژبې ګرامر د “برګستا” په نامه (غلام محمد خان پوپلزي)، چې په خټه پښتون دی” په “۱۸۸۶م” کال کې په اردو ژبه لیکلی او دویم ځل له نویو سمونو سره (ډاکټر الهي خان برکي) په “۲۰۱۹م” کال کې په راولپېنډۍ کې چاپ کړ. پر دې ژبې چې بهرنیانو کوم ګرامرونه لیکلي دي، نو اصلي ماخذ یې همدا “برګستا” دی.
اورمړي ژبه:
اورمړي، برکي یا برګستا د اورمړو ژبه ده. اورمړیان اوسمهال د افغانستان د لوګر په برکي‌برک او د ایتیموف په باور د افغانستان په مزارشریف، وردک، غزني او بتخاک او بله برخه یې د پاکستان، د سويلي وزیرستان په کاڼيګرم کې، چې د دېره‌اسماعېل‌خان د شمال لويديځ او د بنو په سویل لويديځ کې موقعیت لري، اوسېږي.( Etimove, 2011: 1)
اورمړي ژبه د هندو اريايي ګروپ د اریايي څانګې د معاصرې دورې د سویل ختیځ ګروپ ژبه ده، چې له پراچي سره په یوه ګروپ کې ګډه او نږدې ده.
د ځينې پوهانو په اند اورمړي لرغونې ژبه ده او له لرغونې اريايي ژبو سره ډېر نږدې‌والی لري. تر دې حده، چې ددې ژبې په لومړي لیکل شوي ګرامر “برګستا”  کې راغلي، چې دا ژبه له سنسکرېټ سره ډېره نږدې او ورته ده.
په برګستا کې راځي، چې ژباړه یې داسې ده: ” د بَرَکي د قوم ژبه چې په اورمړي هم یادېږي، یو له پخوانیو ژبو او قومونو څخه بلل شوې ده. داسې ښکاري چې په لومړیو کې دا یو لوی قوم و او د دوی ژبه هم له اریايي ژبو څخه یوه پخوانۍ ژبه وه. په دې ژبه کې ځینې داسې الفاظ شته چې له پخوانیو اریايي ژبو سره ورته‌والی لري. اورمړي له فارسي سره خورا نږدې اړيکې درلودې، خو د افغانانو د قوم د غلبې او تصرف له کبله د دوی د ژبې،چې پښتو ده، تر ډېر اغېز لاندې راغلې ده. ددې ژبې ډېری الفاظ او کلمې له سنسکرېټ سره ورته والی لري ،”(پوپلزی، ۲۰۱۹: ۱)
دا ژبه د پښتو او فارسي ژبو ترڅنګ ډېره پاتې شوې ده. پښتو او فارسي په سیمه کې مسلطې ژبې دي، نو دا ژبه ددې دوو ژبو له اغېزو څخه خوندي نه ده پاتې شوې. په اورمړي ژبه کې داسې ډېری ژبني قواعد لیدای شو، چې له دې دواړو ژبو څخه یې په پور اخيستي او یا یې هم اغېز پکې په واضحه توګه ښکاري.له یوې خوا خو اورمړي د پښتو او فارسي تر اغېزې لاندې ده له بلې خوا، په کومو سیمو کې چې اورمړ اوسېږي، هلته دوی د مسلطو ژبو له ګړدودونو هم اغېزمن دي، د مثال په توګه؛ په وزيرستان کې ډېری پښتانه اوسېږي او د هغوی لهجه وزیري ده. اورمړي د همدې وزیري لهجې اغېز هم پر ځان منلی دی. په وزیري لهجې کې /ښ/ د کندهاریانو په شان ادا کېږي او اورمړ هم دا /ښ/ د وزيرو په شان ادا کوي.
اورمړي ژبه، چې اوسمهال د ورکېدو په حال کې ده، تقریبا دوې اصلي او ژوندۍ لهجې لري. د اصلي لهجو ترڅنګ دوې فرعي لهجې هم لري؛ خو ددې فرعي لهجو ځای اوسمهال پښتو او پنجابي نيولی دی.  بلخوا ددې ژبې اصلي لهجې تر یوه حده خپل خصوصیات ساتلي دي، چې دا هم د ورکېدو له خطر سره مخ دي.
مخکې له دې چې د اورمړي ژبې د جملې پر جوړښت او نورو ژبنیو مسایلو بحث وکړو، نو غوره به دا وي چې لومړی یې پر ګړدودونو وغږېږو او ورسته به یې پر ګرامر په پرتلیز ډول بحث وکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.