اورمړي؛ یوه هېره شوې ژبه (۳) برخه

څېړونکی: ارباز خان ساپی

785

د اورمړي ژبې اصلي او ژوندۍ لهجې:
د اورمړۍ ژبې د لهجو وېش د سیمو په اساس شوی دی.
۱ – لوګرۍ لهجه: د دې لهجې اوسېدونکي د کابل جنوب ته د پروت ولایت د لوګر په برکي‌برک سیمه کې مېشت دي.
ددې لهجې د اصلي ویونکو شمېر لا تر اوسه کره نه دی؛ خو ایفیموف د خپل کتاب ” The Ormuri Language in Past and Present” په سريزه کې وايي: ” موږ ته د اورمړي ژبې د ویونکو کره شمېر نه دی معلوم، خو داسې روایات شته، چې د نولسمې پېړۍ په پیل کې د لوګر په برکي‌برک کې ددې ژبې د ویونکو شمېر له اتو څخه تر لسوزرو کورنیو رسېده.” .( Etimove, 2011: 1)
بلخوا ځينې اوسني ژبپڅېړونکي وايي، چې په ۱۹۷۷م کال کې په لوګر کې ددې ژبې د ویونکو شمېر پنځوسو تنو ته رسېده (Hawbaker,2014: 1). داسې ګومان کېږي چې اوس په لوګر کې ددې ژبې ځای پښتو او فارسي نیولي وي. ځکه چې لومړی خو اورمړي د لیک ژبه نه ده، نو ددې ژبې ویونکي چې کله لیک کوي، نو هغه به پښتو یا فارسي وي. دا ځکه چې په افغانستان او په خاصه توګه لوګر کې مروجې او د لیک و لوست ژبې پښتو او فارسي دي. په کومه ژبه کې چې لیکل نه وي؛ نو دا طبیعي خبره ده، چې د نورو مروجو او د لیک و لوست د ژبو تر اغېز لاندې به راځي او ورو ورو به ددې ژبې ځایناستی کېږي او دا ژبه به مري؛ لکه: څنګه چې همداسې شوې هم ده.
موږ سره چې د اورمړي ژبې د لوګرۍ لهجې په اړه کوم مواد او معلومات موجود دي، نو دا د شلمې پېړۍ د وروستیو دوو لسیزو مواد دي، چې د هغه وخت پوهانو خوندي کړې او ځینې برخو باندې یې کار هم کړی دی.
لکه څنګه چې د لوګر په برکي‌برک کې د فارسي ژبې ویونکي اکثریت دي، نو د فارسي ژبې اغېز پر اورمړۍ ژبه له ورایه ښکاري. ددې ترڅنګ پرې د پښتو ژبې اغېز هم شته، خو په لوګري اورمړي کې د فارسي ژبې ډېر اغېز وینو.
زه دلته پر اورمړي ژبې د فارسي پر اغېزې یو لنډ او ځغلند نظر اچوم:
• د خپلواکو غږونو په برخه کې موږ پر اورمړۍ ژبه د فارسي ژبې روښانه اغېز وينو. کله چې د / ā/ غږ د فارسي ژبې په کلمې کې راشي، نو ګرد واول ته ورته ادا کېږي، چې د لوګر اورمړۍ هم دا خاصیت له فارسي ژبې اخيستی دی. دوی د /āsmān/ پر ځای /smånå/ وايي.
• بله مسئله د جنس مسئله ده. ايفیموف پر دې باور دی، چې په پخوانۍ او لرغونې اورمړۍ ژبې کې درې جنسه موجود ول او هغه (نرینه، ښځينه او منځنی یا مخنث) ول. خو د لوګر په اورمړۍ لهجه کې یوازې یو جنس او هغه د فارسي په څېر منځنی یا مخنث پاتې دی او دوه نور جنسونه یې بایللي دي، چې نرينه او ښځينه دي.
یوه خبره چې د یادونې وړ ده او هغه دا ده، چې د لوګر او کاڼيګرم اورمړي لهجې په ډېریو مواردو کې سره توپير لري. دا ځکه چې په برکي‌برک کې فارسي ژبه مروجه ده او دلته اورمړي لهجه د دې ژبې تر ډېرې اغېزې لاندې ده؛ خو په کاڼیګرم کې بیا پښتو مروجه ده.
۲ – کاڼیګرمي لهجه: د اورمړي ژبې دویمه او مهمه لهجه کاڼیګرمي لهجه ده. کاڼیګرم د وزیرستان سيمه ده او وزیرستان د پاکستان لوېديځ ته پروت دی.
لکه څنګه چې د لوګر د اورمړو شمېر کره نه دی، همداشان د کاڼيګرم د اورمړو شمېره هم کره او معلوم نه دی.
اوسمهال د پاکستان په کاڼيګرم کې مسلطه ژبه پښتو او دې پښتو پر اورمړۍ ژبې مستقیم اغېز ښندلی دی. دا اغېز د اوازونو، مورفیمونو او حتا د جملې په کچه ده.
دوی نرینه او ښځینه جنسونه له پښتو اخیستي او ډېری هماغه روستاړي ورته کاروي، کوم چې پښتو کې کارېږي.

د اورمړۍ ژبې فرعي لهجې:
ددې ژبې دوې فرعي او له منځه‌تللې لهجې هم شته، چې یوه یې د پېښور په ځینو سیمو کې ویل کېده او بله یې د پنجاب په جالندر کې، چې اوسمهال د پېښور اورمړ ځانته پښتانه وايي او ژبه یې پښتو ده. د پنجاب د جالندرو اوسېدونکي اورمړو ژبه پر پنجابي اوښتې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.