اورمړي؛ یوه هېره شوې ژبه (وروستۍ برخه)

څېړونکی: ارباز خان ساپی

844

د عدد او معدود سمون
په پښتو او ارومړي ژبې کې د عدد او معدود مطابقت یو ډول دی، څنګه چې په پښتو کې عدد تر معدود مخکې راځي همدا شان په اورمړي کې هم ده.
اورمړي (لوګر) پښتو
še sar̥ay یو سړی
penj goy پینځه غوایان
cår marzå څلور ورونه
cår klanič څلور زامن
په پورته ترکیبونو کې (penj) ،(sa) او (cår) عددونه دی، چې له خپلو معدودونو مخکې راغلي، چې دا قاعده پښتو کې هم د تطبیق وړ ده.

اورمړي (کاڼیګرم) پښتو
ša zeli شپږ ښځې
cār kulān څلور زامن
په پښتو کې عدد له خپل معدود سره د جنس له مخې یوازې له یو او دوو سره مطابقت کوي له نورو عددونو سره یې نه کوي.
لانديني جدول ته پاملرنه وکړئ:
یو هلک دوه هلکان درې، څلور، پنځه … هلکان
یوه نجلۍ دوې نجونې درې، څلور، پنځه… نجونې

دا چې په کاڼیګرمي کې هم د پښتو په څېر د جنس مسئله مطرح ده، نو دلته بیا په کاڼیګرمي کې عدد له خپل معدود سره د جنس له مخې یوازې له (یو) سره مطابقت کوي له نورو عددونو سره یې نه کوي.
لاندينې بېلګې ته پام وکړئ:
جنس اورمړي پښتو
نرینه Sa sar̥ay یو سړی
ښځينه Sye jarka یوه ښځه

صفت
د صفت په برخه کې هم اورمړي د پښتو په څېر ده، لکه: څنګه چې په پښتو کې صفت تر خپل موصوف مخکې راځي، همداشان په اورمړي ژبه کې هم ده.
لوګري اورمړي šer ådam ښه سړی
کاڼیګرمي اورمړي ond sar̥ay ړوند سړی

په پښتو کې صفت له خپل موصوف سره د جنس، عدد او حالت له پلوه ګردانېږي. بل خوا په لوګري اورمړي کې صفت له خپل موصوف سره په هېڅ وجه نه ګردانېږي، که هغه جنس، عدد او یا هم حالت دی.( (Etimove, 2011: 133
šer ådam ښه سړی
šer zarka ښه ښځه
که پورتنۍ دوو جملو ته ځیر شو، نو هلته هېڅ ګردان نه دی ترسره شوی. (šer) چې یو مذکر صفت دی د دواړو(هم ښځينه او هم نرينه) لپاره یو شان کارول شوی دی.
خو په کاڼيګرمي اورمړي کې بیا صفت له خپل موصوف سره د جنس او عدد له مخې ګرادنېږي.
ond sar̥ay ړوند سړی
Onda jarka ړنده ښځه

که دلته پورتنیو جملو ته ځير شو، نو وينو چې صفت خپل موصوف ته د جنس له مخې ګردان شوی دی. هلته (ond) یو نرينه صفت دی، چې له نرینه نوم سره راغلی دی او (Onda) ښځينه صفت له ښځينه نوم سره راغلی دی.

پایله:
اورمړي ژبه د هندو اریايي کورنۍ، د اریاني څانګې د معاصرې دورې د سويل ختيځې څانګې ژبه ده، چې له پراچي سره په یوې کورنۍ کې راځي. دا ژبه اوسمهال په د افغانستان په لوګر او د وزيرستان په کاڼيګرم کې ویونکي لري.
دا ژبه د لیک ژبه نه ده، نو که ددې ژبې کوم ويونکی لیک کوي نو هغه به په پښتو، فارسي یا اردو ژبه وي. ددې ژبې د ادبیاتو په اړه داسې ویل کېږي، چې تر دې مهاله په دې ژبه کوم کتاب نه دی لیکل شوي، که لیکل شوی هم وي، خو تر اوسه نه دی ترلاسه شوی.
“برګستا” چې د اورمړي ژبې لومړنی ګرامر بلل کېږي، چې په اردو ژبه لیکل شوی دی؛ په لومړي ځل (۱۸۸۶م) کال کې د غلام محمد خان پوپلزي له‌خوا ليکل شوی دی. په دې ګرامر کې راځي، چې د اورمړ قوم په اصل کې په ایران کې اوسېدلي دي، کله چې افغانانو په ایران تسلط وموند، نو دوی (اورمړو) دې وخت کې د سوداګرۍ پېشه خپله کړه او تر هغې وروسته یې د لوګر په برکي‌برک او د وزیرستان په کاڼيګرم کې مېشت شول. له دې ځایه بیا ځینې کورنۍ پېښور ته ولاړل، چې وروسته یې خپله ژبه پرېښوه او پر پښتو یې ګړېدل پیل کړل او ځینې کورنۍ بیا د پنجاب جالندر ته ولاړل او هلته یې ژوند پیل کړ، چې دوی هم خپله ژبه پرېښوده او په پنجابي یې غږېدل شروع کړل. نو یوازې په لوګر او کاڼيګرم کې چې کومې کورنۍ پاتې شوې هغو تر یوه حده وکولی شول، چې خپله ژبه خوندي وساتي. په دې دوو سیمو کې د لوګر اورمړو پر ژبې د فارسي‌ اغېز پرېوت او اکثره یې په فاسي غږېږي او په کاڼيګرم کې یې پر دې ژبې د پښتو اغېز ولوېد او په کاڼيګرم کې هم ډېری اورمړ په پښتو ګړېږي
اوسمهال اورمړي ژبه په افغانستان او پښتونخوا کې د مړه کېدو په حال کې ده او ددې ژبې ډېری ویونکي په پښتو او فارسي ژبو خبرې کوي. دا په دې خاطر چې په کومو سیمو کې چې اورمړ اوسېږي هلته مسلطې ژبې پښتو او فارسي دي او دا دوې ژبې د ښوونځي او رسنیو ژبې دي، چې له دې لارو یې پر اورمړي ژبې باندې خورا زیات اغېز غورځولوی دی.
دا ژبه د خپل ژبني جوړښت له مخکې له پښتو او فارسي ډېره اغېزمنه ده او ډېری جوړښتونه یې له دې دواړو ژبو څخه اخيستي دي. اورمړي په ټوله کې دوې اصلي لهجې لري، چې یوه یې لوګري او بله یې کاڼیګرمي ده او ددې ترڅنګ دوې فرعي لهجې هم لري، چې اوسمهال له منځه تللي او ځای یې پښتو او پنجابي ژبو نیولی دی، هغه لهجې پېښوري او جالنفارسي دي.
ددې ترڅنګ چې اورمړي اوسمهال د پښتو تر خورا ډېرې اغېزې لاندې ده، خو بیا هم دې ژبه کې داسې ويي موندل کېږي چې ريښې یې لرغونې اريايي ژبو، لکه سنسکرېټ، ته رسېږي. نو په همدې موخه ژبڅېړونکي وايي، چې اورمړي خورا پخوانۍ ژبه ده، خو ټولنيزو تاړاکونو نه ده پرېښې چې وپایېږي.
ماخذونه:
۱ – پوپلزی؛ غلام محمد خان؛ (۲۰۱۹م)؛ برګستا( دویم اېډېشن، تدوین: غلام الهي جان برکي)؛ راولپنډي: کیاني پرنټنګ ايجنسي.
۲ – حبیبي، عبدالحی؛ (۱۳۸۴ل)؛ د پښتو ادبیاتو تاریخ(لومړی او دویم ټوک)؛ پېښور:دانش خپرندویه ټولنه.
۳ – شینواری دوست محمد؛ (۱۳۹۳ل)؛ د افغانستان ژبې او توکمونه(دویم چاپ)؛ ننګرهار: ګودر کتابپلورنځی.
4.Georg Morgenstierne; (1929); Indo-Iranian Frontier Languages (vol.1, Parachi and Ormuri). Oslo: H.Aschehoug & Co.
5. Hawbaker, Jeremy; (2014); The Pronominal Clitics of Logar Ormuri (A Thesis); North Dakota: Grand Froks.
6. V.A. Efimov; (2011); The Ormuri Language in Past and present (English translation edited by Joan L.G. Baart); Islamabad: Forum Language Initiative.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.