اقتصادی جګړه/بندیزونه او د افغانستان حساس وضعیت

محمد بشیر دودیال

871

هیڅوک  له دې حقیقیت څخه سترګې نشی پټولای چې د افغانستان اقتصادی وضعیت هیڅ ښه ندی. د استخدام فرصتونه نشته، د ملی کرنسی د پیریدو توان ترپخوا غورځېدلی، دانفلاسیون نښې شته، غذایی مصئونیت نلرو، بازار کی نوسانات د ورځې خبره ده، کومی دولتی او خصوصی تصدۍ چې وی، اوس په ټپه ولاړې دي، سپما اوپانګونه نشته، بهرنی سوداګری مطلقاً دکسر په حالت کې ده  او داسې نورې د اقتصاد درکود او د ژوند د کساد ډیرې بدې نښې.  اما! هیوادوال دې مطمئن وي، چې افغانستان د اقتصادی پرمختیا تر  ټولو زیات قوی داخلی پوتانسیل لري. له بده مرغه دا جنګونه اوفساد و چې موږ یې دې بد حالت راوستو.

تعجب هغه وخت زیات شی چی د ۴۶کلونو جنګ سره سره لا هم خدای نخواسته ډیره بیخلنه بشری فاجعه نه وه،  که د تاریخی او باعظمته افغانستان پرځای هر بل هیواد وای، دغو دومره جنګونو سره به یې  حالت تر دې څو ځله بدتر وای. دا ځکه موږ تر دا څه موده مخکی لا هم د میلیاردونو ډالرو په ارزښت شتمنی اوپه نړیوالو پیاوړو موسساتو کی پشتوانه لرله، کومه چی زموږ د بودجی برخه نه، بلکی د( backed currency)  حیثیت یې درلود( دا له بهرنیو مرستو زیرمه شوی پېسې وې)، یوڅه ملی تولید مو درلود، د تنظیم شوی فساد باوجود مو د رغاونې چارې، معارف، صحت،مخابرات اود آزادو مطبوعاتو فعالیت دوام درلود. داهغه څه وو چې ګاونډي (این وآن) یې حیران کړي وو. همدا اوس د زخمی اقتصاد با وجود این وآن موږ ته سترګی نیولی چی ډالر ورقاچاق شی، لرګی(ځنګل) او اوبه  مو ورروان وي، آن دا چې خلک یې دلته کار کولو ته راشي. نیابتی جګړې زموږ ټولی سرچینې را وچې کړی، خو ملت لا په غرورهسک ولاړ دی.  داقتصاد رکود، ډیره حاده بیکاری، دبانکونو افلاس او بیساری کساد دجګړې اغیزې دي. نو رابه شو د جګړی او  جګړو نوي حالت ته:

اوسنی وخت کې جګړې بیلابیل شکلونه نیولي دي. موږ اوس نظامی او د وسلوجګړه، تبلیغاتی جګړه، سیبری جګړه، اقتصادی جګړه او نورې جګړې پېژنو. دلته به وطنی مثال راوړم او د “جګړې ” په هکله به د خپلو درنو او عزتمنو خلکو یو کلتوری عادت عرض کړم: کله چی بهر کوڅه کی د دوو کورنو ماشومان د لوبو په یوه وسیله (موټرک، نانځکې یا توپ ) باندی سره وران شی او یو ماشوم یې له بل څخه وتښتوی، یو دبل د کور ښيښې ماتې کړي یا نور وران کارونه وکړي، نو لویان وایي چی ماشومانو شخړه یا جګړه وکړه. یعنی دوی په ساده مفهوم یو اختلاف او معمولی شخړی ته هم جګړه وایی، حال دا چې جګړه ډیره خطرناکه ده. دا کوچنی مثال به د هیوادو ترمنځ او سیاست ته تعمیم کړو او د جګړی ناوړه عواقب به وسنجوو:

د شخړو په بحث کې دریو مفاهیمو سره مخامخ کیږو؛

Conflict يا اختلاف، منازعه/ شخړه او جګړه ( war). هریو به صرف دمعنا له مخې ووایوو:

 اختلاف (Conflict) د دوو يـا څـو حقيقـي او حکمـي اشخاصـوترمنځ د نظر توپېر، د اهدافو او ګټو دټکر، ناسم پوهاوى، د يوه طرف تېری پر بل باندې يا هم د ملکيتونو، حقوقو او دريځونو د ترلاسه کولو د هغو د ترلاسه کولـو د لارو او طريقـو تـوپېردى چې ځينې وخت په کوچني او ځينې وخت په لويه کچه رامنځته کېداى شي، احتلاف د ساحې ، شدت،وخت، دوام،موضوع او ارزښت له پلوه يو لـه بـل سره توپېرونـه لـري.

شخړه یعنی هغه حالت چې د یوې ډلې د پرمختګ ځواک د بلې ډلې له خوا خنډ سره مخامخ شي.
ځینو نورو بیا شخړه داسې هم تعریف کړېده: د ښکاره او پټو موخـو تـرمنځ نـه یـووالی اوعدم تطابق.

اوتاو- تریخوالی یاخشـونت(Violence) یـا(Dispute)هغـه الفـاظ، کړنـې، انګېرنـې، جوړښـتونه، نظامونه او د چلند طرز دی، چې د جسمي، روحي یا محیطي زیانونو لامل وګرځي، یا داسې
اغېزه لرونکی نظام، چلند، کلمات او کړنې چې جانب مقابل لوری د دوی له بالقوه انساني ،مالی او معنوی استعدادونو بې برخې او د دوی د ظرفیتونو د اوچتېدو خنډ شي. په دې توګه تـاوتریخوالی، شخړه، جګړه  او اختلافات ټول منفـي ښکارندې دي. اوس لا د سړی او تودی جګړی خبری هم کیږی. له بده مرغه چې دا ټول دبشریت په زیان دي. که دا ناسازګاری حل نشی د بحران خواته تلای شی.
جګړه؛ په تېره توده جګړه، د دوو یا څو لوریو ترمنځ داسې مخامخ کېدل دي،چې یو پر بل د یرغل شکل لري،چې زیاتره د فزیکي ټکر په بڼه پیښېږي. که دواړه لوري کومې جنګې وسیلې باندې سـمبال وي،وسـله وال جنګ بلل کېږي. دا یو نهایت قهرآمیزه عمل دی،چې پـر مقابـل لـوري یـا د بریـد پـه
موخه یا هم له خپل حق څخه د ساتنې په موخه واقع کېدای شي.جګړه هغه ترخه کلمه ده چې سراسر بدبختی زیږوي. جګړه د اختلاف او شخړې پرمختللي او له تشدد څخه یوه ډکه مرحله ده. د جګړې په هکله نامتو څیړونکىGaston Bouthoulګاتسون بوتول وايي:

 جګړه د دوو  لوریو ترمنځ یو کشمکش او بیا زیاتره وخت  وسـله وال  او خـونړی تقابل ده، چې د منظمو ډلو او ګروپونو په واسطه پر مخ بیول کیږی. یعنی د بولتول اشاره هم دهیوادونو نظامی ځواکونو(اردو) او هم  نیابتی، ناراضو یا نورو ډولو ته ده، چې هغه یې (ګروپ) بللی . په واقعی ډول د یو هیواد منظم اردو دیو هیواد دفاعی ځواک دی چې دملی ګټو ساتنه کوی، دا نور یعنی ګروپونه(نارضایان، مبارزین، اړ-دوړ کوونکی، مخالفان، نیابتیان، …) دي .

له بده مرغه افغانستان دخپلو پولو دننه همدې حالاتو سره مخامخ و، خو تر ټولو  بده یی دا چې له پولو بهر هم له ګواښونو سره مخ شو. څرنګه چې د شخړو او جګړی پورته مفاهیمو کی ټول اړخونه شامل دی، نو زموږ پر هیواد اقتصادی فشارونه او اقتصادی سبوتاژونه، د زیربنایی بنسټونو نړول، د ملی متخصصینو ترور، د لارو بندول او داسی نور ټول په اقتصادی جګړه کی شمیرل کیږی او له بده مرغه دوام لري. د پورته اصطلاحاتو(شخړی، تاوتریخوالی او اقتصادی جګړی) په دوام یوه بله اصطلاح اقتصادی بندیز دی، چی داسی یې پیژنو:

  اقتصادي بنديز (Economic sanction ) هغه اقدام او وسيله  ده ، چې موخه  ورڅخه یو هیواد تر اقتصادی فشار لاندی راوستل وي. اقتصادی بندیز داسی هم پیژندلای شو:

د یوه هیواد له خوا له هغو امکاناتو څخه تشدیدی او له دښمنی ډکه استفاده، ترڅو ديوې ټولنې يا هېواد اقتصاد ته زيان ورسوی  اويا هم ديوه هېواد  اړ ايستل تر څو د دوی یوشمېر شرايط ومني. د بېلګې په توګه له يوه هېواد سره  د سوداګرۍ مخنيوى،  د يوه هېواد  د صادراتو  بندول  او د هغه کورنيو محصولاتو ته په بهرکې د پلورلو مخه  نيول ، په بانکي فعاليتونو کې ستونزې ولاړول او داسې نور. زیاتره وخت سبوتاژ د اقتصادی جګړې برخه وي. د دې ډول فشارونو په پایله کی ملت او عامو خلکو ته لازیات زیان اړول کیږی. دبیلګی په توګه کله چی د افغانستان د میوو د صادراتو په وړاندې لاری بندی شوی، زموږ دتګاو، نجراو، پروان، وردک، هلمند او کندهار خلکو، باغدارانو او سوداګرو ترټولو زیات زیان ولید او همدومره مو ملی اقتصاد ته زیان واوښت. خوموږ دنړیوالې ټولنې بندییز سره نه یاستو مخ شوی، دا ځکه چې لله الحمد افغانستان تل د خپل اصولی دریځ له مخې دملګرو ملتونو یا نور سازمانوله بندیزونو سره ندی مخامخ شوی. په دې برخه کې افغان ولس د نړیوالې ټولنې، دملګرو ملتونواو د هغې اړونده  موسساتو او په عامه جهانی ذهنیت کې یو دروند، سوله خوښوونکی،  او د ټولو نړیوالو آدابو رعایت کوونکی ملت پیژندل شوی دی، خو له بده مرغه د ګاونډیو له خوا دولت او د ګروپونو له خوا ملت ځینی وخت اقتصادی فشاورنو سره مخامخ شوی دی . دا چې ۴۶کلنو تپل شویو جګړو ورته کورنۍ ستونزې، بیوزلی، ضعیف حاکمیت، بی اتفاقی، دعلم له کاروان څخه وروسته پاتیوالی په برخه کړ، اود شر او فساد ډګر یې ګرځولی، د حل لارو په موندلو سره دا ټولې ستونزې له منځه ځې. اقتصادی ستونزه حل کول ترنورو لومړتیوب لری، داځکه چې  پرته د اقتصاد له ښه کیدو د سیاسی، کلتوری استقلال، رفاه، ودې او پرمختګ خبره نشی کیدای. دې ته اقتصادی ژغورنه او ثبات وايو.

معاصر وخت کې د ملګرو ملتونو یا هم دامریکی د متحده ایالاتو له خوا اقتصادی بندیزونه د یو شمیر هیوادو د ناوړه چلند، له نړیوالو اصولو دتیری، دنړیوالو کنوانسیونونونه منلواو نورو له امله د دوی مخالفه ډله یا هېواد تر فشار لاندې راوستل دي ، ترڅو د دوی شرایط ومنی، لکه د ایران ، شمالی کوریا او کله کله د روسیی مخامخ کول له اقتصادی بندیز سره.  پخوا هم د ملګرو ملتونو نړیوالی ادارې د ځینو هیوادو یا ډلو په وړاندې اقتصادی بندیزونه وضع او یا یې د دغو بندیزونو حمایه کړې وه.

اوس موږ له اقتصادی بندیز سره نه یو مخ، خو ( economic war) سره مخامخ یو. له بده مرغه په موجود حالت کې  د اقتصادی جاسوسی، اقتصادی بندیز او اقتصادی جګړې نښې شته. کاشکې داسې نه وای.

په دې حالت کې لومړیتوب ملی بحران ختمول او نسبي ثبات راوستل، د ځمکنۍ بشپړتیا(ارضی تمامیت) د تامین او تضمین او د دې ترڅنګ اقتصادی اتکا او له هرډول اقتصادی او فرهنګی یرغل څخه ډاډمن کیدل دي.

په دغې مقالې کې اقتصادی پیچلی اصطلاحات ندی کارول شوی او نه هم مسایل د ارقامو په استناد ارائه کوو، بلکې موخه مو په ساده ژبه دې برخې ته د افکارو را اړول دي.

لږ به د اقتصادی جګړې تاریخی پس منظر ته ورشو:

کله چې میرویس نیکه د معاصر افغانستان نقشه  په ۱۷۰۹م. کال کې برابره کړه، نو د سیاسی  او نظامی استحکام ترڅنګ یې اقتصادی اړخونه هم وسنجول. میرویس خان یو مدنی شخص او د لوړ بصیرت خاوند و. هغه په تجارت پوه او له نژدې ختیځ څخه نیولی تر منځني ختیځ  پورې یې ډیر هیوادونه لیدلي وو. نوموړي د نوي افغانستان اقتصاد ته د اتو کلونو په ترڅ کې سمون ورکړ. له هوتکیانو وروسته، اعلیحضرت احمد شاه بابا د میرویس دمفکورې پر بنسټ د نوی افغانستان په نقشه عملی کار پیل کړ. په دې لړ کې یې اقتصادی مسایلو ته هم پاملرنه وکړه او لومړنی مستوفی الممالک(دمالیې وزیر) یې مقرر او د افغانستان ټولو ایالتونو (کشمیر، ترکستان، بلوچستان، اصفهان،ږوب …) کې یې د مالیې نوی  اصول وضع او مستوفیان یې په خپله د آزمونیې له اخیستو وروسته مقررول. سره له دې چې داحمدشاه بابا فتوحاتو او پر هندوستان اوو حملو ډېر دروند مالی بار درلود، خو تر دې هم بدتر دا چې  د ده  اولادونو دافغانستان پرتمینه امپراطوری او پیاوړی کیدونکې اقتصادي وده  ونسوه ساتلای او د افغانستان د لوی دښمن (انګریزاو رنجیت سنګه) لومړی اقدامات هم اقتصادی جنګونه وو. کله چې د هند نیمه وچه کې انګریزی استعمار واکمن شو، څوځله یې د کراچی بندر څخه د مال په راوړلو بندیزونه ولګول، په تیره بیا امیر شیر علیخان ته یې لویې ستونزی پیدا کړې. افغانستان له خپلواکۍ ګټلو ورسته هم د انګریز اقتصادی  جګړې سره مخامخ شو. هغه مهال  چې غازی امان الله خان له اروپا(خصوصاً جرمني) څخه د افغانستان د عصری کولو لپاره فابریکې او ماشینونه راوړل، انګریزانو د هغو په وړاندې لارې بندې کړی. کله چې انګریزان له سیمې ووتل او د هند او افغانستان له ټوټه کولو یې یوه مصنوعی جغرافیه جوړه کړه، د افغانستان تجارتی لار او سوداګری  له سمندر(نړیوالو اوبو) سره پرې  شوه . له همدې نیټې وروسته  افغانستان له دې سیمې څو څو ځله  اقتصادی فشاورنواو اقتصادی جګړې سره مخامخ شوی دی. په پیل کې دغې جګړې د( economic spying) بڼه درلوده.  په اقتصاد او سیاست کې دې ته اقتصادی جاسوسی هم ویل کیدای شی . دا هغه وضعیت دی چې   یو هیواد د بل د اقتصادی عمران او تاسیساتو په ضد کار اخلي، یا هم اقتصادی معلومات په ناقانونه توګه ترلاسه او تبلیغات کوي. شپیته کاله مخکې، دپاچا پرمهال د سپین زر غوړیو د تولیداتو د بدنامولو په خاطر د قو د غوړیو د تجارو ناوړه چلند، د ننګرهار دپروژې په ضد د(رادیو صدای دوست) تبلیغات، د شاکر او دې ته ورته ملی تولیداتو څخه معلومات او بیرته د هغو په وړاندې د هغو ناوړه استفاده، دافغانستان د هوخست ددرملوقاچاق یې ابتدایی مثالونه دی. وروسته بیا د هیواد د لومړنی جمهوری نظام په دوهم کال(۱۳۵۴) کې د ناامنیو او نظامی لاسوهنو ترڅنګ د قیمتی ډبرو، په تیره بیا د پنجشیر د کانونو ناقانونه لوټل یې ورپسې نور ګامونه وو. دې پسې وروسته نورو بیلابیلو دورو کې دجعلی بانکنوټونو چاپ او ویش، ډمپنګ، دزیربنایی پروژو تخریب، د مخالفینومادي تطمیع او په هغو دتخریبی عملیاتوتر سره کول، په خپل مارک دافغانستان د اموالو(آسونو، غالیو، وچومیوو، لرګي،… صادرول)،د خپل منځي جګړو په واسطه د فابریکو تالان، د تولیدی سرچینو تخریب(لکه د معدنچیانو وژل، د انګورو د باغونو سوځول او د پستو د ځنګلونو تباهی)، دتاریخی آثارو لوټ، تخریب او د ګرځندوی د ساحاتو تباه کول، د فنی متخصصینو ترور، په حساس وختونو کې په بیلابیلو بهانو د بندرونو تړل، دصنعتی پروسې لپاره د خامو موادو په واردلو کې ستونزې جوړول، د افغانی ځانګړي محصول د تولید او صادرولو پرمهال دهغو صدور ته ستونزې جوړول، په تجارتی بندر کې د افغانی سوادګرو اذیت، دډالرو، وسایلو او تجهیزاتو قاچاق ته اجازه ورکول…یې نور مثالونه دي.

دغه اقتصادي جګړه (Economic warfare)هغه ويجاړوونکى اقدامات او اعمال وو، چې زموږ اقتصادي منابع یې ويجاړ کړي،خو دا خبره باید هیره نشی چې افغانستان داقتصادی ودې، ترقی او پرمختیا ډیر عالی ریزفونه او امکانات لری، که له پورتنیو اوضاعو بریالی ووتلو، ډیر ژر خپل اقتصاد جوړولای شو( دنیا په امید خوړه شی؛ استاد آصف صمیم) . زموږ جیو اکونومیک ستراتیژیک موقعیت، ډیر قیمتی کانونه، اوبه، لامزورع، خو کښت ته آماده زمکې، مایکروکلایمتونه او مناسب اقلیم، زحمتکش ولس، د لمری کافی انرژی او د باد جریان، توریستی جاذبه، … ټول زموږ پوتانسیلونه دي.

اعتذار: اقتصاد مفیده او مثبت دید لری او له تولید، عرضه، باکیفیته خدماتو او د اړتیا وړاجناسو، غذایی مصئونیت،ترقی، رفاه،عزت او دې ته ورته مفاهیموسره بلد دی، همدی سره سروکار لری  او په همدې بوخت دی. جګړی، تخریب، سبوتاژ او دی نورو سره چی دلته مقاله کی یې مجبوراً یادونه وشوه، ډیرورته دلچسپ هم ندی او د منلو هم ندی، نو ځکه دغه قلم دهغو د مجبوراً لیکلوڅخه معذرت غواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.