د وینې فشار د ټیټولو درې ساده او طبیعي لارې

817

که د وینې لوړ فشار لرئ کولای شئ په سالمو خوړو او د سپورت له لارې یې په طبیعي توګه راټيټ کړئ. څیړونکو د وینې لوړ فشار لپاره متفاوت تمرینونه وړاندیز کړي، چې تر ۲۴ ساعتونو پورې د وینې فشار په ټیټولو کې مثبت اغېز لري.

که تاسو د وينې د فشار يا بلې ناروغۍ څخه کړېږئ نو د اړوند متخصص ډاکټر سره تماس ونيسئ. په دغه مطلب کې وړاندي سوي معلومات د متخصص ډاکټر د شخصي مشخصې مشورې او درملنې ځای نسي نيولای.

د وخت په تیریدو سره د وینې لوړ فشار د انسان رګونو ته زیان رسوي او ممکنه ده چې د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو لامل شي. خو د درملو سربېره په ژوند کې د سالمو خوړو او د سپورت له لارې به په بدن کې مثبت تغیرات ووینئ. خو پوښتنه دا ده چې کوم خواړه او سپورت د وینې د فشار په کمولو کې مهم نقش لري.

ډاکټران توصیه کوي چې د وینې فشار اندازې ته په کتو متفاوت سپورت ترسره شي. د آلمان د فوکوس مجلې د راپور له مخې د دغه هيواد په  اوسیدونکو کې هر درېیم کس یې د وینې فشار څخه ځوریږي. د وینې فشار په دې هېواد کې د زړه ناروغیو اصلي لامل بلل کیږي.

Blutdruck messen

خو د روغتیا پالانو په خبره د خوړو مناسب رژیم او یو لړ ساده سپورتونه د دې لامل کیدلی شي چې د وینې لوړ فشار را ټیټ او نورمال وساتل شي.

روغتیا پالان هغو کسانو ته چې د وینې فشار یې د ۹۰ او ۱۴۰ څخه پورته وي مشوره ورکوي چې په اونۍ کې له پنځو تر ۷ ورځو هره ورځ تر ۳۰ دقیقو منډه وکړي او یا هم لامبو ووهي. د ډاکټرانو په وینا، د دغه سپورت اغېز د وینې فشار په ټیټولو کې د درملو په پرتله او حتی له هغې هم ډېر دی.

که ستاسې فشار د ۱۳۰ او ۸۵ یا ۱۳۹ او ۸۹ ترمنځ وي، باید پر قوي سپورتونو باندې ډېر تمرکز وکړئ، لکه د وزنونو پورته کول، د زنګون تمرینونه، په اوبو کې د سویډني لمبو وهل په متفاوته بڼه ښي او چپ خوا ته ټوپونه وهل هغه تمرینونه دي چې پرمټ یې فشار ټیټدلی شي.

خو د ډاکټرانو د لارښوونې سره سم، هغه کسان چې د وینې لوړ فشار کورنۍ سابقه ولري، په کار ده چې هغوی قوي ایزومتریک تمرینونه ترسره کړي. ایزومیتریک سپورټ داسې یو سپورټ دی چې پکې د انسان عضلات د حرکت کولو پرته منقبضې شي لکه د یوه ثابت مقاومت لکه دیوال یا تختې باندې فشار راوړل چې د ترسره کولو پر وخت پکې د عضلاتو طول ثابت پاتې کیږي خو پکې تر ټولو ډیر انقباض [د فشار له کبله د عضلاتو را ټولیدل] رامنځ ته کیږي. د څیړونکو په وینا د دغه سپورت منظم تمرینونه د وینې فشار ۲۴ ساعته نورمال ساتي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.