سپېڅلې _ لنډه کیسه

شېبه ګهیځ

2,703

نرۍ ملا، دنګه ونه او غټې سترګې خدای عجیبه ښکلا وربښلې وه، دې ښکلا د کلي له هلکانو خوب تښتولی و. ښکلې او حیاناکه نجلۍ سپېڅلې د ګلونو د څانګې په څېر وه، د هر چا زړه به یې په یو نظر یوړ.
سپېڅلې هر سهار به له نورو نجونو سره ښوونځي ته روانه وه، هر ځوان به دا کوښښ کاوه چې د هغې د لېونۍ حسن دیدن وکړي. په ښوونځي کې یې هم د ښکلا او هم د استعداد سیاله نه وه، د ژوند هیله یې هم په لوړ پوهنځۍ او پوهنتون کې د لوړو زده کړو وه، ځکه پلار سره یې د ژوند په چارو کې مرسته کول او اوږه ورکول غوښتل. دغه مهربانۍ یې هغه په ټولو ګرانه کړې وه. د ښوونځي له خلاصېدو سره هغې د کانکور ازموینې په ورکولو سره په لوړې نمرې د ښار پوهنتون ته بریالۍ شوه او دا یې د ژوند لویه خوشحالي وه. د سپېڅلې د خوشحالۍ په لیدو یې کورنۍ هم خوشحاله و، دا ورځ پر هغې لکه کال ورو ورو تېرېده تر هغه چې ماښام شو او د شپې تور ترپال په نړۍ د غوړېدو په حال کې شو، له دندې د پلار د راتګ وخت، دا هغې شېبې وې چې د سپېڅلې هره خندا په چوپتیا بدله شوه. پلار یې وویل لورې ښوونځی دې بس دی پوهنتون څه کوې، شرایط خراب دي ضرور نه دی چې پوهنتون ته لاړه شې خدای ناخواسته کومه بد نامي رامنځته نه شي بیا به له شرمه په کلي کې ټیټې سترګې ګرځو او په کلی کور کې به چا ته نه شو کتلی.
د سپېڅلې په سترګو کې اوښکې رودونه جوړې کړې پلار ته یې په سلګو ویل:
ــ پلار جانه! زه به هېڅکله داسې کار نه کوم چې ستاسو د سر ټیټی لامل شي زه به تل ستاسو نوم او شمله هسکه ساتم.
د لور اوښکې د پلار زړه ته د رحم اوبه ور تیرې کړې، پلار لور په غیږ کې ټینګه ونیوله او پوهنتون ته د تګ اجازه یې ورکړه.
پوهنتون پیل شو، سپېڅلې هم له نورو نجونو سره یوځای پوهنتون ته تله د وخت په تیرېدو سره د هغې د ښکلا، حیا او عزت کیسې د لمر د وړانګو په څېر خپره شوه. د هغې حیا، ښکلا، عزت، شرم، درنې جامې او پښتنې خویونه هغې ته داسې جذبه او ښکلا وربښلې وه، چې چا به د یوې کلمې ویلو جرات هم نه کول. یوه ورځ سهار هغې خپلې ملګرې هیلۍ سره په کوڅه کې تیزه تیزه روانه وه پوهنتون ناوخته او د حملې موټر ترې تللی و.
سپېڅلې او هیلۍ مجبورې وې چې ټکسي کې لاړې شي، هغوی ټکسي ته په تمه وې چې له شا څخه پرې غږ وشو، دا غږ د بوډۍ ښځې و
بوډۍ له سلام وروسته وپوښتل چېرته ځئ ګرانو؟
هیلۍ ځواب ورکړ: پوهنتون ته، زموږ د حمله موټر تللی او اوس مجبوره یو چې ټکسي کې لاړې شو
ـــ زه هم هغې خوا ته ځم، راشئ یو ځای ځو
سپېڅلې ونه منله؛ خو بوډۍ بیا بیا ټینګار وکړ، هغې هم ومنله.
موټر د بوډۍ تر مخې ودرېد، چېرته ځئ؟
بوډۍ وویل نه په دې کې نه ځو.
هیلۍ وویل راځه خاله جانې اوس دا او هغه څه کوې؛ خو یو کې به ځو نو.
بوډۍ د نه په مانا سر وخوځوه، دوه درې موټر یې ځواب کړ.
وروسته یو خړ رنګ موټر یې مخې ته ودرېد، له بوډۍ پوښتنه وکړه،
ــ ترورې چیرې ځئ؟
ــ پوهنتون ته.
ــ هغوی هم له تا سره دي؟
ــ هو.
موټر والا په ځیر ځیر سپېڅلې ته وکتل او د هو په مانا یې بوډۍ ته دروازه خلاصه کړه. راشه ترورې کینئ، تر هر ځای چې ځئ، زه مو رسوم.
بوډۍ سپېڅلې او هیلۍ سره یوځای موټر کې کېناستلې او موټر روان شو. په لاره کې بوډۍ له سپېڅلې سره مجلس وکړ، د کور کورنۍ پوښتنه یې ورته کوله، له دې سره سره د موټر په تیزیدو د هغې د زړه درزا هم تیزیدله. موټر وان څو څو ځله په ایینې کې سپېڅلې ته کتل او له جیب څخه یې د عطرو بوتل ویستل او په موټر کې وپاشل.
هیلۍ پوښتنه وکړه:
ـــ دا څه دي؟
ــ هیڅ هم نه دي
ــ نه باید یې ووایئ چې دا څه دي؟
ــ خوشبويي ده لورې په سهار کې مو ذهن تازه ساتي.
دا خوشبويي د سپېڅلې په زړه کې شک پیدا کړ د موټر ښيښه یې کښته کړله.
بوډۍ ورغبرګه کړله، دلته ودرېږه له ما ته دلته څوک په تمه دي هغه به هم راجګ کړو. بیا له موټر کښته شوله او په ټیلفون کې ځنډ وغږېده په غږېدو کې یې سپېڅلې ته څو ځله وکتله، داسې یې شک په زړه کئ لا ډېرېده، بوډۍ موټر ته وړاندې شوه او وې ویل پر تاسو ناوخته کېږي تاسو لاړې شئ. همداسې موټر روان شو. په لاره کې یو بل سړی هم موټر ته جګ شو؛ دا نو هغه شک چې د سپېڅلې په زړه کې و په حقیقت بدلیدو.
په موټر کې دوه ناست سړیان هغه دوه وحیشان ول چې سپېڅلې او هیلۍ ته یې کتل، د موټر سرعت ورو ورو تیز او بیا بیخي ډېر شو.
سپېڅلې حیرانه وه، چې اوس به څه کوي، څو شېبې یې یو انځور تر سترګو شو چې هغه یې بې عزته کړی او څو نور وحشیان یې هم سر ته درېدلي دي.
د خپل کړې وعده او د پلار خبرې یې په ذهن تیرېدې، پر مخ یې د ناهیلۍ اوښکې روانې شوې، ستونې کې یې سلګۍ وچې شوې وې او په موټر کې ناست کسان داسې ورته کتل ته به وایې اوس یې خوري.
سپېڅلې یوه شېبه سترګې بندې کړې ټوله کورنۍ یې تر سترګو تېره شوه، د پلار ګرمه غېږه او مور زنګون یې وریاده کړه، د موټر دروازه یې خلاصه او ځان یې لاندې ګوزار کړ، هغه د سترګو په رب کې لکه ویشتل شوي مرغه پر ځمکه وغورځېده.
خلک ټول پرې راټول شول، د سپېڅلې په ستونې کې اخري سلګۍ وې د ځنکدن په حال کې یې ویل خدایه شکر زما عزت، زما سپېڅلتیا، زما د پلار شمله او زما کړی وعده، همدا جمله یې تکرار او د تل لپاره سترګې پټې کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.