د عالم لیک

سید اصغر هاشمي

696

کله کله پوهه د دې پر ځای چې قدر او قیمت لوړ کړي، دښمني پیدا کوي. سوکرات د پوهې او حقیقت د څرګندولو لپاره د زهرو جام ګوټ کړ، فرانسس بېکن خپلې څېړنې په جلاوطنۍ کې وکړې. انشټاین هم په دې برخلیک اخته و، نور یې په لیک کې ولولئ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د عالم ليک
زه د پوهې سمندر یم. په کلونو کلونو د زړه په وینو د ځان جوړونې، انسان جوړونې او د ټولنې جوړونې په اړه فکر کوم، خو ستا په هېواد کې د دې پر ځای چې د خپلې پوهې په سبب د خوښۍ احساس وکړم او یا مې درناوی وشي، لا مې دښمني په نصیب کېږي.
په نړۍ کې یو لوی حقیقت دا دی، چې شتمن د ځان ساتنې لپاره خلک لري، نو دغه شان پوهان او عالمان که پېسې نه لري، خو د پوهې هغه خزانه ورسره ده، چې د ځان او ټولنې د ښېګڼې لپاره یې لاس ته راوړي ده، خو کله کله د منفي فکر ځينې خلک ترې ویره کوي او تاوان ورته رسوي. هټلر او ګوند یې چې کله په جرمني کې واک ته ورسیدل، نو د خپل ملک نړیوال نابغه انشټاین یې بې دلیله وشړه او چې کله انشټاین په امریکا کې اختراعات وکړه، نو بیا یې جرمینان په قدر پوه شول. فرانسس بېکن هم د انشټاین پر برخلیک واوښت. سوکرات چې یې په زهرو وواژه، دلیل یې پوهه وه. په دې هیله چې پوهان ډېر شي او د ملک په چارو کې نورو بې معناوو معیارونو پر ځای یوازې او یوازې پوهې ته ارزښت ورکړل شي.
***
زما د پوهې سره مینه ده، چې لوی دلیل یې د پوهې او پوهانو لږوالی دی.
د ناپوهۍ سره مې جوړه نه ده او د پوهې برعکس ناپوهي هر چیرته پیدا کېږي او ناپوهان ډېر دي.
په هرې ټولنې کې ناپوهان هغه خلک دي، چې ورځ تر بلې ځان او نړۍ ته تاوان رسوي. دوی هغه څوک دي، چې د خپلې بدمرغۍ حساب کولی نه شي، خو د دوی د تاوانونو حساب د ټولنې د پوهانو سره وي. پوهان مو هم د خوښۍ احساس نه کوي او لامل یې ناپوهان دي. ناپوهان معلول دي، چې د پوهانو د زَور لامل یې رامنځ ته کړی دی.
هر شی چې لږ وي ارزښت یې ډېر وي یا هر شی چې په سختۍ لاس ته راشي بیه یې ډېره وي. قیمتي کاڼي چې د غرونو په نامعلومو ځایونو کې وي، پیدا کول، تشخیصول او توږل یې ستونزمن کار دی او هر هغه شی، چې په اسانۍ لاس ته راځي بیه یې لږه وي، لکه د غرونو کاڼي، چې د قیمتي کاڼو سره یې توپیر په جوهر کې دی.
د پوهي د ارزښت د ډېروالي یو لامل دا دی، چې لږه ده او په ډېرو لږو خلکو کې پیدا کېږي او لکه د قیمتي کاڼو یې بیه ډېره ده.
د ناپوهۍ د ډېروالي لامل دا دی، چې هر چیرته پیدا کېږي او بیه یې هم لږه ده. هر شی چې لږ شي ارزښت یې ډېریږي او هر شی چې ډېر شي ارزښت یې کمېږي، نو له همدې امله زما پوهه خوښه ده او په ډېرو لږو خلکو کې پیدا کېږي او ناپوهي مې خوښه نه ده، ځکه چې ډېره ده او هر چیرته تر سترګو کېږي.
کله کله ډېره پوهه انسان ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي. د خوښۍ پر ځای د خپګان لامل ګرځي. د بري پر ځای د پاتې کيدو لامل کېږي، چې دلیل یې پر بېلابېلو بې مانا لاملونو د پوهانو نه زغمل دي.
***
کله کله ځینې کسان راسره بې دلیله دښمني کوي او پر بېلابېلو لارو مې زوروي. زه په خپلې ګناه نه پوهېږم، خو فکر کوم هغه څه چې زه یې لرم، دوی یې نه لري.که چېرې دوی زما په کچه پوهه نه لري، دا خو ستونزه نه ده. د انساني توپيرونو مفهوم دی، چې انسانان پر بېلابېلو دننني او بیروني جوړښتونو پیدا کېږي.
که دوی په پوهه کې زما سره یو شان نه دي، ملامتي خو ماکې نشته، ملامت دوی دي، چې د کار پر ځای خوبونه کوي. د افقي عمر پر ځای یې عمودي عمر تیر کړی دی. عمودي عمر د نړۍ په ټولو کایناتو تیریږي او د دې عمر تیریدل یوازې د وخت تیریدل دي، خو افقي عمر هغه وخت دی، چې انسان د سیر او سلوک په وسیله د زړه سفر کوي او ځان اصلي حقیقت ته رسوي. په موږ کې ځینې پوهان شته، چې ټول عمر یې «۷۰» کاله و، خو په افقي ډول یې په سلګونو کلونو ژوند کړی او د تل لپاره به د خلکو په زړونو او فکرونو کې تلپاتې وي، خو داسې خلک هم شته، چې پر «۷۰» کلنۍ کې مړه شوي، خو پنځه کاله یې د کار عمر نه دی تیر کړی.
***
حساب په سرونو نه کېږي، بلکې حساب په مغزو کېږي، نو هیله مې دا ده، چې د ټولنې په جوړولو کې پوهې ته د هر شي څخه لومړیتوب ورکړئ. که پوهانو ته ښې دندې ورکول شي، په انفرادي ډول یې ګټه د ځان پرځای ټولنې ته ډېره ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.