بریالي انسانان دا ځانګړنې لري

ظاهر خان روحاني

661

که د بریا او ناکامۍ هر اړخیزه مطالعه وشي دې پایلې ته رسېږو، چې ځينې عادتونه ددې سبب کېږي چې بعضي خلک تر نورو مخکې شي، ځانته ښه ژوند برابر کړي او خپلو موخو ته ورسېږي. شاید تاسو فکر وکړئ، چې دا خو ډېر کوچني/عادي کارونه دي؛ خو په حقیقت کې همدا عادي خويونه تاسو له نورو بېلوي او د بریا تر لوړو پوړیو مو رسوي. یو عالم وايي: “هغوی چې غرونه خوځوي، د کوچنيو تيږو له پورته کولو پیل کوي.”
دا عادتونه چې په دې لیکنه کې پرې خبرې شوي دي، ستاسو د شخصیت په وده کې مرسته کوي او ستاسو د بریا چانس ډېروي. نو هڅه وکړئ، چې په غور سره یې ولولئ او عملي یې کړئ. بریالي خلک دا کارونه کوي:
لومړی| سهار ښه پیلوي!
سهار د یوې نوې ورځې پیل وي او تاسو ته یو ځل بیا ۲۴ ساعتونه درکول کېږي ترڅو خپلې چارې سمبالې کړئ او د موخو پر لور مو حرکت وکړئ. په حقیقت کې د هر سهار ښه پيلول له تاسو سره همکاري کوي، چې ښه ورځ ولرئ او د ښې ورځې لرل تاسو د هدف لور ته نږدې کوي. سهار وخته پاڅېږئ، عبادت وکړئ، اوبه وڅښئ او نورې ګټورې کړنې ترسره کړئ. په حقیقت کې همدا د سهار ښه پيلول دي.
دویم| فردي نظم ته پام کوي!
وايي چې “د طبیعت لومړی قانون نظم دی.” که تاسو هم نظم مراعت کړئ په چارو کې به مو ښه والی او موثریت پخپلو سترګو ووينئ. په فردي نظم کې خورا ډېر موضوعات شاملېږي؛ خو په لنډ ډول به ووايو، چې د خپلې بسترې ټولول، پاک ګرځېدل، ويښتان منظم ساتل او نور ورته کړنې د فردي نظم بېلګې دي. دا کوچني کارونه ستاسو د لویو موخو/کارونو د ښه والي سبب کېږي او په موخو کې مو د بریا چانس ډېرېږي.
درېيم| خپل صحت ته پام کوي!
اکثریت وګړي خپل صحت ته پام نکوي او دا یو عادي کار بولي؛ خو په حقیقت کې د برياليو خلکو تر ټولو مهم خصوصیت همدا دی. دوی خپل صحت تر هر څه مهم بولي. د روغتيا په برخه کې زموږ لارښوونې دا دي، چې منظم او پوره خوب وکړئ، ورزش وکړئ او صحي خواړه وخورئ. که دا درې کارونه وکړئ نو په صحي برخه کې به له ستونزو سره مخ نه شئ. ان شأالله!
څلورم| مطالعه کوي
بریالي خلک مطالعه کوي او په دې توګه یې ورځ په ورځ په پوهه او علمیت ډېرېږي. سقراط وايي: “یوه ټولنه هغه وخت نېکمرغه کېږي، چې د وګړو ورځنی عادت یې مطالعه وي.” پراخه مطالعه ددې سبب کېږي، چې ستاسو معلومات ډېر شي او پدې توګه تاسو په هره برخه کې پوهېږئ او کولای شئ بېلابېلو ستونزو/مسایلو ته مناسبې حللارې ومومئ. مهمه نده، چې تاسو دې ډېره زیاته مطالعه وکړئ؛ خو هڅه وکړئ هره ورځ مطالعه خپل عادت وګرځوئ.
پنځم| سپما کوي
د برياليو انسانانو د عادتونو په لیست کې د پیسو سپما/ذخیره کول خورا مهم ځای لري. تاسو هم کوښښ وکړئ حتما یوه اندازه پیسې ذخیره ولرئ تر څو په سختو شرایطو کې مو پکارې شي او یا هم ځینې کوچني کاروبارونه پرې پیل کړئ. هندوستانیان وايي چې تاج محل په یوه ورځ ندی جوړ شوی. موخه یې دا ده، چې هر کار وخت غواړي او ژر نه کېږي. نو لږې لږې پیسې ساتئ ترڅو یو وخت پر یوې لویې خزانې بدله شي.
شپږم| وخت نه ضایع کوي
بریالي انسانان وخت ته تر هر څه ډېر ارزښت ورکوي. تاسو هم هڅه وکړئ، خپل وخت په ډېرو لوبو، ګپ شپ، انټرنیټ او نورو بې معنا کارونو تېر نه کړئ. وخت لکه سره زر احتیاط ورسره وکړئ او په ښو کارونو یې تېر کړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.