رڼا د پښتو ژبې کم سارى ناول

محب زغم

636

رڼا د پښتو ژبې يو کم سارى ناول دى چې ليکوال يې ښاغلى نصير احمد احمدي دى. ما چې د ناول په لوستلو پيل وکړ دومره مې خوښ شو چې د پاى څو ورقې يې مې کور ته د تلو پر وخت په روان حالت کې ولوست. سبا په کارځاى کې مې يوه همکار دغه کتاب رانه واخيست. ماسپښين مهال و. نورې ورځې به هغه په چارو کې راسره مرسته کوله خو دا ورځ يې يوازې پرېښودم. مازديگر يې څنگ ته ورغلم که گورم چې سترگې يې سرې اوښتې او په سترغلو يې اوښکې ډنډ دي. ځکه خو مې وپتېيله چې پر دې ناول يو څه وليکم.
د کيسې لنډيز داسې دى:
جمال له خپلې کوژدنې گلالۍ سره چې د تره لور يې هم ده له لندن څخه د غزني په قره باغ کې خپل کلي ته راځي چې د خپلې خور په واده کې گډون وکړي. جمال لس کاله په لندن کې اوسېدلى او هلته يې طب لوستى دى. دهغه پلار ملک عبدالکريم د کلي خان دى. هغه خپل زوى نه پرېږدي چې له کليوالو سره يوازې کېني او وايي چې حالات خراب دي. گلالۍ د ملک په کور کې ماشومانو ته لوست ورکوي ځکه چې د کلي ښوونځى سوزېدلى دى او جمال هم په کور کې د ناروغانو درملنه کوي.کلي ته د راتگ په لومړۍ ورځ جمال د خپل ملگري جانداد له زوى باز محمد سره يوه نجلۍ ويني چې «تر غټو خړو سترگو يې تور اوږده باڼه راتاو دي» او نوم يې پاڼه دى. دغه څېره جمال ته اشنا ده. څو ورځې وروسته جمال له جانداد سره ولاړ دى چې پاڼه او باز محمد خپله رمه راولي. جانداد ورته وايي چې دا د رڼا لور ده، مور يې ناروغه ده ولاړېداى نشي، د ولسوالۍ ډاکتر ځواب ورکړى چې درملنه يې د هغه په وس کې نه ده. بله ورځ،چې سخت باران ورېږي، پاڼه د ملک کور ته په جمال پسې ورځي چې د هغوکور ته لاړ شي او د هغې مور وگوري. گلالۍ جمال ته غږ کوي خو جمال وايي زه نشم تلى. گلالۍ گومان کوي چې هغه د باران په وجه نه ځي نو ورته وايي چې چترۍ درسره واخله خوهغه بيا هم انکار کوي. گلالۍ ورته وايي چې دا ستا وظيفه ده چې ورسره لاړ شې. جمال په نه زړه زړې کلا ته ورځي. د رڼا د پښو عکسونه گوري او هغه معاينه کوي. رڼا د هډکو په سل اخته ده او پښې يې له کاره لوېدلې دي. هغه ډېره ډنگره شوې ده. جمال ورته د کومې دوا نوم پر کاغذ ليکي او وايي چې دا به دې د راتلونکو دردونو تسکين وکړي او دا هم وايي چې نور به په ما پسې څوک نه رالېږې زه بيا دلته نه راځم. رڼا وايي خو په يو شرط: دومره ووايه چې درباندې گرانه يم. جمال وايي زه له تا ورټ (کرکه) لرم.
څو ورځې تېرېږي، جمال د جانداد په کور کې مريضان گوري، پاڼه په ژړا ورځي او وايي چې مور مې ډېره مريضه ده ما گولۍ ورکړه خو تېره يې نه کړه همداسې يې په خوله کې پاته ده. جمال ورسره نه ځي. جانداد ورته وايي خير دى يو ځل ويې گوره. هغه وايي زه مړى نشم راژوندى کولى هغه نن يا سبا مري. پاڼه د دې خبر په اورېدو په منډه خپل کور خوا ته ځي. جانداد ورته وايي ته ډېر بې رحمه يې تا د رڼا ژوند تباه کړ. ووځه.
جمال وايي: ته د يوې بدکارې ښځې لپاره، د ورور غوندې ملګری خپه کوې!
جانداد هغه په څپېړه وهي.
جمال وايي: دا کومه پټه خبره نه ده، ته هم په دې پوهېږې چې هغه يې له چرسي خيرو سره په کا دانه کې ونيوله.
د جانداد په چيغه د هغه مېرمن انگړ ته راوځي بوښتنه کوي چې څه ټکه راپرېوته. جانداد ورته وايي چې «خان صيب د رڼا ژوند ور تباه کړ، اوس يې په عزت هم لوبې کوي، وايي چې هغه په پوست پاکه نه ده.»
د هغه مېرمن وايي: وروره رڼا خو ملايکه ده ملايکه. که زموږ خبره نه مني له کليوالو پوښتنه وکړه.
جمال منډه رااخلي او د رڼا کور ته ورځي خو د هغې ساه لا وختي ختلې وي. جمال ډېر ژاړي وروسته پاڼه تر لاس نيسي خپل کور ته ځي د خپل پلار گرېوان ته لاس اچوي او ورته وايي چې ته قاتل يې، رڼا تا مړه کړه.گلالۍ چې دا خبره اوري په ژړا کور ته ننوځي ور به ځان پسې بندوي جمال چې هرڅه کوي هغه ور نه خلاصوي.
جمال له جانداد اوڅو کليوالو سره رڼا ښخوي او بيا کابل ته ځي. دوې اونۍ وروسته گلالۍ ته احوال ورکوي چې زه سبا لندن ته ځم نن شپه د کلا په برج کې درسره گورم. هلته گلالۍ ته د خپلې مينې کيسه کوي. رڼا د هغوى د بزگر لور وه په کوچنيوالي کې دواړه سره لوبې کوي . د رڼا پلار مري. دوى غټېږي او د رڼا مور دى له خپلې لور منع کوي. د جمال زړه ارام نه نيسي د هغوى کور ته مخامخ پټېږي چې رڼا ايرې راوباسي او دى يې وگوري. کوم کليوال هغه ويني د رڼا مور ته خبر ورکوي. هغه د جمال پلار ته وايي. پلار يې وهي. بله ورځ ورته په پسته ژبه وايي چې زه به تا لندن ته ولېږم چې هلته درس ووايي خپل ورور سره مې خبره کړې ده د هغه لور درته کوم. جمال د هغه خبره نه مني او درس هم نه وايي. اخر کې يې پلار ورسره ژمنه کوي چې رڼا به ورته وکړي خو په دې شرط چې دى لندن ته لاړ شي او سبق ووايي. جمال همداسې کوي خو لا يې په لندن کې کال نه دى پوره چې پلار يې يوه فيته ورلېږي او وايي چې رڼا ناپاکه وخته هغه يې له خيرو سره په کادانه کې ونيوله. په فيته کې خيرو هم ويلي دي چې د کونډې لور چا نه کوله تمه يې ختلې وه زه پرې مهربانه شوم، رڼا اوس زما ښځه ده.
هغه وخت جمال پر دې خبرو باور کوي خو د رڼا له مرگه وروسته خبرېږي چې دا ټول درواغ دي. پلار يې خيرو ته دوه لکه روپۍ ورکړې وه چې له رڼا سره واده وکړي.
د کيسې په پاى کې جمال گلالۍ ته وايي کومه بله پټه خبره نشته، په څه چې زه پوهېدم اوس ته هم پوهېږې، ستا خپله خوښه، ترسهاره وخت لرې، فکر وکړه، تصميم دې خپل دی، زه به تر اتو بجو درته ماتله يم. زه سبا لندن ته ځم،پاڼه هم راسره بيايم او د خپل اولاد په شان يې روزم، کېداى شي رڼا د هغې په خاطر ما وبخښي.
سبا اته بجې جمال له پاڼې او گلالۍ سره په يوه موټر کې له کلي وځي. مور او پلار يې د کلا په برج کې ولاړ دي دوى ته گوري او ژاړي.
په دې ليکنه کې به د ناول پر ليدلوري، کرکټر کښنې، صحنې، مکالمې، د پېښو تر منځ تړاو، د کيسې نثر او پيغام باندې څو خبرې وکړم.
الف. ليد لورى:
هغه ځاى ته چې يوه کيسه ځنې ليدل کېږي يا بيانېږي، ليدلورى وايي او هغه چا ته چې کيسه راته تېروي راوي وايو. ١
د «رڼا» راوي دريمگړى دى يانې کيسه داسې يو څوک راته تېروي چې پخپله د کيسې برخه‌وال نه دى او له لرې د پېښو حال راکوي. د دې ناول راوي پېښو ته له محدود ټولکسيز ليدلوري گوري.
محدود ټولکسيز ليدلورى (limited omniscient point of view) هغه دى چې راوي يوازې د څو محدودو کرکټرونو زړونو ته لاره کوي او د هغوى له فکر او احساسه خبرېږي په داسې حال کې چې په ټولکسيز ليدلوري کې راوي د هر کرکټر ذهن لوستلى شي. ٢
د رڼا د ناول راوي يوازې د جمال او گلالۍ زړونو ته ننوتلى دى او ډېر لږ يې د پاڼې ذهن هم لوستلى دى. ليکوال هڅه کړې ده چې د ټولو کرکټرونو احساس او رواني حالت د هغوى په اعمالو او حرکاتو کې راوښيي. دغه کار د دې لامل شوى چې کيسه ډېره انځوريزه، لا ښکلې او لا خوندوره شي. لاندې پراگراف د دې خبرې يوه بېلگه ده:
«هلک له خپلې غاړې څخه لينده خلاصه کړه، يوه ګيټۍ يې پکې کېښوده، د نجلۍ خواته يې ونيوله او و يې وويل!
_ودي ولم!
نجلۍ سترګو ته لاس ونيو.»
دلته ليکوال د دې پر ځاى چې فرضاً ووايي «نجلۍ ووېرېده» د هغې ډار يې په يوه حرکت کې انځور کړى دى «نجلۍ سترگو ته لاس ونيو»
دغه بل مثال وگورئ: «جمال خپلې مور ته مخ ور واړاوه او په خندا يې وويل: د خورکۍ واده ته څو ورځې پاته دي؟
د ګل غوټۍ غمبوري سره شول، سر يې وځړېد او په بيړه له کوټې ووته.»
د گل غوټۍ شرمېدل د هغې په رنگ او حرکت کې وينو نه د راوي په بيان کې ځکه خو دغه پيښه زموږ سترگو ته درېږي.
ناول له همداسې تصويري بيانه ډک دى خو په ځينو ځايونو کې ليکوال په لوى لاس يوه انځورېزه پېښه په داسې بڼه کښلې ده چې د يوه کرکټر د حواسو په واسطه يې راباندې ويني:
«له دې سره يې د غوږ تر څنګ دګيټۍ دتېرېدو نرۍ شڼا واورېده.»
«نجلۍ کوکه کړه، په تشو کې يې څو درانه دردونه تېر شول.»
پورته جملې له يوې خوا د بيان د طرز د نويوالي په وجه ښکلې دي خو له بل پلوه وينو چې «د گيټۍ د تېرېدو شڼا» او «درانه دردونه» د پاڼې له خوا محسوس شوي دي او ليکوال ته پکار وو چې لکه څنگه چې يې د دې کرکټر نور احساسات د هغې په حرکاتو کې څرگند کړي دي دلته يې هم همدا کار کړى واى.
هغه ځايونه لږ دي چې ليکوال د جمال او په تېره بيا د گلالۍ احساس او فکر نېغ په نېغه د هغوى له ذهنه رااخيستي وي او دا داسې حالات دي چې د څرگندولو لپاره يې ښايي بله لاره نه وي. لاندې پراگراف د جمال همداسې ځانگړى حالت بيانوي:
«دی خواشينی و، احساس ور ولوېد چې په ژوند کې تر ټولو ستړی مزل کوي، د ده همېشنۍ هيله دا وه چې ناروغانو ته ژوند ور وبخښې، خو دا ځل يې تمه درلوده چې خپله ناروغه پټې سترګې ووينې، خو وروستي فکر يې ډېر ژر وجدان ملامت کړ، له ځانه يې ورټ وشو، هڅه يې کوله چې تېر يادونه هېر کړي او د ناروغې درملنه خپله دنده وګڼي، خو تېرو يادونو د غڼې د تارونو غوندې کلک نيولی و.»
ب . کرکټر کښنه:
ليکوال د مهمو کرکټرونو ظاهر او باطن دواړه په ډېره ښه توگه کښلي دي. د کرکټرونو د ظاهري بڼې د ښودولو لپاره هڅه شوې ده چې د هغوى د حرکاتو په ترڅ کې د هغوى بڼې هم راوښودل شي. يو ځاى د جمال او د هغه د مور په هکله داسې معلومات راکوي: «په يوه وړه او نمجنه تياره کوټه کې يو سړی پروت و. يوه ښځه راغله، د سړي تر څنګ کيناسته، ښه شېبه يې د هغه د سپين مخ او پټو سترګو ننداره وکړه، بيا يې خپل ګونځې ګونځې لاس د سړي پر پراخ تندي کېښود، خپلې نرۍ او زيږې ګوتې يې د هغه په تورو ويښتو کې تېرې کړې.»
بل ځاى د ملک عبدالکريم څېره داسې راته ښيي: «په وره کې يو ګردی سړی ودرېد. دی له ونې ټيټ و، را وتلې ګيډه يې درلوده او پاسنۍ شونډه يې په ګڼو سپينو ويښتو کې پټه وه…. سړي خپل پټکی په غولي کېښود، د ککرۍ تار، تار سپين ويښته يې په خولو لانده وو. بيا يې په خپله ګڼه ږيره کې د ښي لاس لنډې ګوتې تېرې کړې.»
ځيني ليکوال د هر کرکټر له نوم سره د هغه د خارجي او داخلي ځانگړنو په هکله معلومات د هغه له سره تر پښو پورې يوستوى ليکي چې دا کار بې خوندي رامنځته کوي. يو نيم ناول کې د داسې کسانو څېرې هم انځور شوې دي چې په ټول ناول کې يوازې يو ځاى هغه هم په يوه بې اهميته ځاى کې راغلي دي لکه د ښاغلي عبدالباري جهاني په «قوماندان» ناول کې چې په ١٢٩ مخ کې يې د حاجي مدير صاحب د څېرې او شخصيت په اړه معلومات د کتاب يو مخ ډک کړى دى خو هغه په ناول کې هېڅ حتى ډېر کوچنى رول هم نه لري يوازې په يوه مېلمستيا کې يو څو ساعته له څو نورو کسانو سره يو ځاى د کيسې له اتل سره کېناستلى دى.
ښاغلي احمدي د کرکټرونو شخصيت او رواني حالات د هغوى په خبرو اترو او حرکاتو کې را ښيي. ده د هر کرکټر شخصيت د هغه د کورنۍ، چاپېريال، اقتصادي وضعې، د تعليم کچې او نورو اغېزناکو فکتورونو په پام کې نيولو سره په دقت جوړ کړي دي. پر همدې موضوع به لږ تم شو: باز محمد د کلي د بيوزلي نايي جانداد زوى په نه خبره پاڼه وهي، زياړې ورته کړي او سپکې سپورې ورته وايي ځکه چې پاڼه د هغوى مزدوره ده، د دوى رمه په مزدوري پيايي. باز محمد د حقارت احساس لري ځکه چې يو خو يې کورنۍ غريبه ده او بله دا چې د نايي زوى دى او طبعاً کليوال ورته په سپکه سترگه گوري. د حقارت د احساس پر وړاندې د مبارزې يوه منفي خو اسانه لاره د لاس لاندې کسانو ځورول او په هغوى پورې ملنډې وهل دي. په دې توگه سړي ته ځان د بل په پرتله غښتلى ښکاري. باز محمد همدا لاره غوره کړې ده. کله چې گلالۍ هغوى د غونډۍ په لمنه کې ويني او ورنه د پاڼې په هکله پوښتنه کوي د هغه لحن ته به لږ ځير شو:
«هاغه دې خور ده؟
هلک تندی تريو کړ:
_ نه! زموږ مزدوره ده.
_ څه نوميږي؟
_ زه يې پمنه بولم، زموږ يوه اوزه هم پمنه ده. کټ مټ لکه دا.»
باز محمد په دې خوښ دى چې تر ده خوار انسان هم شته او د دوى مزدوري کوي. دى پاڼې ته په دومره ټيټه سترگه گوري چې په نامه يې نه بولي او هغه چا ته قارېږي چې پاڼه د ده خور وگڼي.
پاڼه دا هر څه په پټه خوله زغمي. ولې؟ ځکه چې پاڼه يتيمه ده، مور يې ناروغه او پر بستر پرته ده، دوى خورا بېوزلې دي، هغه نجلۍ ده او هغه د رڼا لور ده. دغه ټول شيان هغه دې ته مجبوروي چې د باز محمد ظلم ته غاړه کېږدي. د هغې مور به هم د خپل مېړه وهل، ټکول، پيغور او زياړې په چوپه خوله تېرول. پاڼې ته دا خاصيت هم د ارثيت له نظره او هم د روزنې له لارې لېږدېدلى دى.
جمال به راواخلو. هغه ډاکتر دى، طب يې په لندن کې لوستى. هلته لس کاله اوسېدلى خو ماشومتوب او ژڼيتوب يې په کلي کې تېر دى نو ځکه د هغه په شخصيت کې د دواړو محيطونو د اغېزې څرکونه وينو. هغه له لندن څخه کور ته د راتگ په اوله ورځ سهار د لمانځه پر مهال خوبولى دى او چې راويښېږي له خپلې مور پوښتنه کوي چې پلار خو به راته نه و په غوسه. د پلار په مخ کې پښې نه غځوي خو د نورو کليوالو پر خلاف د خپلې مور په مخ کې له خپلې کوژدنې سره ټوکې ټکالې هم کوي. بل ځاې کله چې د رڼا درملنې ته په نه زړه ورځي په لاره کې هيله کوي چې خپله ناروغه پټې سترگې وويني. دى له رڼا کرکه لري نو ځکه د هغې مرگ غواړي. دغه هيله د جمال د کليوالې کرکې زور ښيي چې په ده خپل عواطف (له رڼا څخه کرکه) له خپل مسلک (طبابت) سره گډوي. له بلې خوا د ده پلار ځکه رڼا ورته ونه کړه چې رڼا يتيمه او خواره وه او د ملک د کورنۍ سياله نه وه. خو جمال بيا د داسې خبرو پروا نه کوي او له نايي جانداد سره چې د ټولنيز موقف له نظره د ده سيال نه دى، کلکه انډيوالي لري.
له رڼا سره د جمال دوستي هم جالبه ده جمال پخپله وايي: «خو وروسته به يې راتلو ته خوشاله وم، دا نه چې راباندې ګرانه وه، په زړه کې مې د پخوا غوندې نه وه ورسره جوړه، خو نجلۍ ډېره منونکې وه، هره خبره يې منله، کله به مې بيزو ورنه جوړه کړه، کله پيشو او کله هم خره، خپل کتابونه به مې پرې بارول، دې به هيڅ نه ويل، خندل به يې او ژر نه مرورېده، ما به ځوروله، څپېړې به مې ورکولې، خو رڼا به خپلې مور ته څه نه ويل.»
جمال د خان زوى دى او ان د هغه د ماشومتوب له چال چلنده د زورواکي بوى راځي. خو وروسته په لندن کې اوسېدل د هغه خوى بدلوي.
ملک عبدالکريم د کلي خان د ځان غوښتنې او سر ټمبگۍ سمبول دى. ملک د سيمې او کورنۍ بې تخته پادشاه دى. زوى يې په امتحان کې سپينه پارچه ورکوي خو دى يې په ښوونکو کاميابوي، په کور کې د بل سمه خبره نه چلېږي خو د ده ورانه چلېږي. خپلې لور ته وايي: «ګل غوټۍ! ګوره چې ګلالۍ در نه خپه نه شي! وايم دا نن يې لا په يو_دوو کورونو وګرځوه، پام به يې غلط شي.» ښځه يې په عاجزۍ وايي: «سړيه! نن يې دوهمه ده، يو څه وخت دې ساه سمه کي. تر هغو به کالي هم ورته وګنډم، خلک به ورپورې وخاندي.» خو: «د سړي په لنډ تندي کې ګونځې پيدا شوې او په خشکه يې وويل: کوم د نرزوی به د ملک عبدالکريم په ورېرې پسې وخاندي؟ هه!»
دلته وينو چې د ملک ښځه حقه خبره کوي. گلالۍ له لندنه راغلې ده او د کلي په دود برابرې جامې نه لري خو ملک گومان کوي چې د هغه زور به د خلکو د خندا مخه هم ونيسي. ملک د شرقي استبداد په ميو مست دى. هغه د قدرت نېشه دې ته اړ باسي چې له خپلو اصولو هم پښې واړوې. جمال وايي چې «پلار مې دروغ او ناحقه قسم ډېر بد مني» خو وروسته بيا وينو چې همدغه ملک د خپلې پرېکړې د عملي کولو لپاره چې غواړي خپله ورېره جمال ته وکړي او چې بله لار ورته نه پاته کېږي نو بيا خپل زوى ته ناحقه قسمونه خوري او دروغ ورته وايي.
رڼا د ريښتينې مينې، پاکۍ، وفادارۍ او زغم کامله نمونه ده. خپلې مينې ته وفاداره پاتي کېږي خو له خپل چرسي او پوډري مېړه سره هم بې وفايي نه کوي. خيرو هغه وهي. بد رد ورته وايي. په دې يې تورنوي چې د ملک له زوى سره يې تار درلود خو رڼا دا هر څه زغمي او هغه پيسې چې د گريوانونو د گنډلو له لارې يې پيدا کوي، مېړه ته یې ورکوي چې خپل پوډر ورباندې واخلي. رڼا هېڅ کله په جمال باندې د بېوفايۍ تور نه لگوي. هغه خبره ده چې د جمال پلار خيرو ته رشوت ورکړى چې دا له جمال څخه بيله کړي خو بيا هم گيله نه کوي. په داسې حال کې چې جمال د هغې د بيوفايي په غلط خبر دومره په غوسه شوى و چې: «په خيال کې مې رڼا څو ځله تر غاړې ونيوله، هغې به لاس او پښې وهلې، له حرکته به ولوېده، خو ما به بېرته راژوندۍ کړه او بيا به مې د هغې غټې خړې سترګې په ګوتو را وويستې.»
رڼا ولې دومره صبرناکه ده؟ زما په گومان د رڼا د کرکټر په جوړولو کې ليکوال کومه مبالغه نه ده کړې. رڼا افغانه، پښتنه، کليواله ده او په ماشومتوب کې يتيمه شوې ده. په عمومي توگه ټولې ښځې د ناخوالو او درد پر وړاندې تر نرانو ټينگې دي. وروستۍ طبي څېړنې ښيي چې ښځې د نرانو په پرتله د درد پر وړاندې ډېرې حساسې دي خو دوى درد تر نرانو ښه زغملى هم شي. په افغانانو کې په خاصه توگه په پښتنو او هغه هم په کليوالو کې ښځې غير له زغمه بله چاره هم نلري. د ازاديو نشتوالى، پښتني شرم او حيا او کليوال رواجونه هغه څه دي له ښځو څخه د زغم ټوټې جوړوي لکه اور چې له اوسپنې پولاد جوړوي.
ما د ښاغلي احمدي په دې ناول کې په کرکټر کښنه کې کومه نيمگړتيا ونه موندله.
ج. د صحنو انځورول:
د ښه ليکوال يو صفت دا دى چې په کيسه کې د صحنې، توصيف او خلاصې په راوړلو کې له دقته کار اخلي او پوهيږي چې کومه پېښه د صحنې په بڼه باید وړاندې کړي او د کومې واقعې خلاصه وليکي. استاد اسدالله غضنفر پورتني اصطلاحات داسې راپېژني: ٬٬هغه څه ته چې په واحد زمان و مکان کې پېښېږي او لوستونکي ته په مستقيم ډول وړاندې کېږي د داستان صحنه وايو. د ادبي اصطلاحاتو په يوه ډکشنري کې لولو: «د داستاني آثارو په بحث کې صحنه (scene) د روايت نمايشي [ډراماتيک] ډول ته وايي چې پېښې پکې هماغسې، لکه څنګه چې د پېښېدلو تصور يې کوو، وړاندې کېږي . يعنې پېښې معمولاً له جزئياتو او ژوندۍ مکالمې سره بيانېږي . د کيسې او ناول صحنه، له خلاصې اولنډيز سره توپير لري . د خلاصه کولو په وخت دکيسې د پېښو يوه کړۍ په خلص ډول ليکو» ليکوال (راوي) کله کله د يو کور، منظرې، ښار، کلتور، د پېښو دعلت ياد کرکټرونو د سابقې يا بل څه په باره کې توضيح ورکوي. دغه وخت کوم عمل نه پېښېږي او کيسه حرکت نه کوي. دغه ډول توضيح ته توصيف وايو٬٬ ٣
د «رڼا» ناول د صحنې دغه بېلگه وګورئ:
«ګلالۍ د خپل تره تر څنګ کېناسته او ويې ويل چې د نجونو له مينه ناکو خبرو څخه يې خوند واخيست، دوی يوه شېبه خبرې وکړې، بيا يې يوه تور سيرلي ته پام شو چې دکلاه په دروازه کې ولاړ و. سيرلی رامخته شو، منډه يې کړه او د چرګو د ګوډلې پر بام ودريد، چرګو وارخطا يوې او بلې خوا ته منډې کړې، د ملک تندی تريو شو، خو مخکې تر دې چې څه ووايي، په وره کې يوه کوچنۍ نجلۍ ښکاره شوه.
د جمال رنګ سور شو، د ملک د تندي ګونځې هم ژورې شوې، خو ګلالۍ په خوشالۍ وويل:
_دا هماغه نجلۍ ده چې موږ دراتګ په لومړۍ ورځ دغونډيو په لمنو کې وليده.
وروسته يې ملک ته وکتل:
_کاکا! دا څوک ده؟
ملک چيغه کړه!
_وباسه! سيرلی وباسه!
د ګلالۍ غومبري سره شول، دې په لومړي ځل د خپل تره خشکه ليده. نجلۍ ته يې وکتل، هغې پخوانۍ زړې جامې اغوستې وې، په لاس کې يې يوه نرۍ لښته ښکارېدله او وارخطا وه، وروسته په لړزانده ګامونو د سيرلي خواته ورنيږدې شوه،سيرلي اخور ته ورټوپ کړل، يوې غوا خپل ځنځير وشکاوه، په سطل کې وخته او چوترې ته نږدې يې لمر ته هوار شوي پياز سره تيت کړل.
ملک په کاوړ(غوسه) ولاړ شو، خو مخکې تر هغه جمال منډه کړه او د سيرلي مخې ته ودرېد، سيرلي لنډه دوره وخوړه او ښوى له دروازې ووت. جمال نجلۍ ته وکتل، د هغې تر خړو سترګو را ګرځېدلو تورو بڼو يې زړه ولړزاوه، د چوترې خوا ته يې ورميږ کوږ کړ، ملک په راوتلو رډو سترګو ورته کتل، بېرته يې نجلۍ ته سترګې ورواړولې، هغه وارخطا وه، ټول بدن يې پړک (لړزې) اخيستی و او باڼه يې نه رپېدل.
جمال ورو وويل:
_درځه!
نجلۍ په رېږدېدلو ګامونو روانه شوه، جمال هم حرکت وکړ.
ملک چيغه کړه!
_پرېږده يې!
جمال مخ ور واړاوه:
_دروازه پورې کوم.
بېرته يې نجلۍ ته وکتل، هغه د ده تر څنګ روانه وه.
جمال ورو وويل:
_د چا لور يې.
_د ابۍ
د جمال تندی تريوشو، نجلۍ له دروازې ووته، جمال پسې وکتل، په ډېرا ن کې څو مېږو او اوزو خولې وهلې.»
ښاغلي احمدي دغه صحنه په ډېر مهارت سره ليکلې ده. د ده ناول له همداسې انځوريزو صحنو مالامال دى او هره صحنه يې همداسې د سړي سترگو ته درېږي. د صحنې دغه مثال که د کيسې له نورو برخو پرته گوښې ولولو، گومان کوو چې انگړه ته د يوه سيرلي راتگ به څه اهميت لري چې په دومره تفصيل سره بيان شوى دى خو که چېرې پوره ناول ولولو، پوه به شو چې دغه صحنه له نجلۍ (پاڼه) څخه د ملک کرکه او له هغې سره د جمال د مخامخ کېدو هغه پټه وېره څرگندوي چې د ملک په زړه کې پرته ده. دغه صحنه دا هم ښيي چې جمال د نجلۍ د پېژندلو لپاره څومره تلوسه لري.
اوس به د خلاصې يو مثال وگورو:
«ورځې تېرې شوې، هوا سړه شوه اوبزګرانو د مني کښت ته تياری ونيو. د جمال په ناروغانو کې هم زياتوالی راغی، اوس به له نږدې ولسواليو څخه هم خلک ورتلل، ګلالۍ هم د کلي ماشومانو ته د پخوا غوندې زده کړه ورکوله، په دوی کې د ډېرو املا ښه شوې وه او د رياضي په څلورو عمليو ښه پوهېدل، ګلالۍ خوشاله وه، د ماشومانو له پوهولو څخه يې خوند اخيست، په تره يې منلې وه چې دا کوچنی کور به نور پر يوه دسترخوان سره راټول وي، وريجې به پر کاشوغو خوري او د خوشايو د تپلو لپاره به خپلې ښځې ته دستکش راوړي، دې ته هره ورځ نوې وه، له کليوالي ژوند سره ورو ورو بلدېدله، په خوی او جامو کې يې بدلون راغلی و او ان د ارغلي(دېګدان) لوګی به هم دومره بد نه ورباندې لګېده.»
استاد اسدالله غضنفر وايي: «په دې باره کې کوم فارمول نشته چې صحنه چېرته، توصيف څومره او خلاصه کول په کوم ځاى کې پکار دي. که د کرکټرونو په ژوند کې بدلون راځي يا د پېښو لورى بدلېږي او يا داسې خبره وي چې په اسانه د لوستونکي زړه ته نه لوېږي، په داسې ځايونو کې صحنه بهتره ده.» ٤
زما په نظر هغه پېښې چې د اصلي کرکټرونو د مهمو رواني حالاتو څرگندونه کوي هم بايد د صحنې په توگه وړاندې شي.
د ښاغلي عبدالوکيل سوله مل شينواري د لنډو کيسو د نوې ټولگې (رنځورې هيلې) ځينې کيسې لکه (پاروونکې گولۍ) له ډېرو نيوکو سره مخامخ دي. زما په گومان ښاغلي سوله مل په دغو کيسو کې د داسې پېښو صحنې وړاندې کړې دي چې بايد يې خلاصه راغلې واى.
مکالمې:
د ليکوال کمال دا دى چې خپلې خبرې پر کرکټر ونه تپي. د مکالمو يو مهم اصل دا دى چې د کرکټر له خولې چې څه ليکو د هماغه کرکټر له عمر، تجربې، پوهې، مسلک، د ژوند چاپېريال، رواني حالت او د زده کړې له کچې سره بايد برابر وي.٥
د استاد سعدالدين شپون وينا ده وايي: «که کاڼى غږوئ، ويې غږوئ خو فيلسوف ترې مه جوړوئ.» که زه ووايم چې د خوست يوه بزگر وويل: «موږ بايد د ولسمشرۍ په راروانو ټولټاکنو کې کارنده ونډه واخلو» ټول به راپورې خاندي ځکه چې يو بيسواده بزگر به هېڅ کله داسې خبره ونه کړي. د پښتو په ځينو لنډو کيسو او ناولونو کې چې ما لوستي دي، همدا ستونزه شته خو د نصير احمد احمدي په ناول کې کرکټرونو خپل حد پېژندلى دى او هر يو يې خپله خبره کوي. لاندې مکالمه ولولئ:
«ښځې ورو وويل:
_ پلار دې څه کار کوي؟
نجلۍ ټوخي واخيسته، ښه شېبه يې وټوخل او بيا يې شنو زرغونو جنډو ته وکتل:
_ هغه مړ دی.
_ اوف ! ما وبخښه!
_ ولې؟»
پورته مکالمه پوره واقعي ښکاري. گلالۍ په لندن کې زېږېدلې او لويه شوې ده ځکه خو له پاڼې څخه پر دې بخښنه غواړي چې د هغې د پلار مرگ يې ورياد کړى. خو کليواله پاڼه د اروپايانو په دې دود نه ده خبره نو ځکه په حيرانۍ پوښتنه کوي: ولې؟
که د گلالۍ پر ځاى کومه کليواله ښځه واى نو ښايي په دې حالت کې به يې داسې ویلي وای: خداې دې يې وبخښي.
په دې ناول کې نژدې ټولې مکالمې همداسې کاميابې دي خو دغه مکالمه راته مناسبه نه ښکاري:
«جانداد غلی شو، جمال ته يې وکتل، هغه ورو ورو ژړل، وروسته يې په ژړا کې وويل:
_ له خيرو سره يې ژوند څنګه و؟
_ هغه نشه ای سړی و، په لومړيو کې يې يواځې چرس او ترياک څکول، خو وروسته يې پوډرو ته مخه کړه، کورني ژوند ته يې دومره اهميت نه ورکاوه، په کوم سات چې به نشه ور ونه رسېده، هماغه ګړۍ به د رڼا ژوند تريخ و …»
زما په گومان دا به مشکله وي چې بېسواده کليوال دې دغه جمله «کورني ژوند ته يې دومره اهميت نه ورکاوه» او يا «په لومړيو کې» عبارت وکاروي. هغه ممکن وايي «کور ته يې پام نه کاوه» يا «د کور په کيسه کې نه و» د «په لومړيو کې» عبارت پر ځــاى ښــايي «په اول سر کې» ووايي.
بل ځاى د جانداد له خولې راغلې دي: «وروسته خپلې لور ته اندېښمنه شوه، پاڼه ور باندې ګرانه وه او د هغې د راتلونکي په اړه به يې فکرونه کول.» دلته «د راتلونکي په اړه به يې فکرونه کول» د جانداد له خولې سره نه جوړېږي.
سره له دې چې دغه وړه نيمگړتيا د ناول د نورو کاميابو مکالمو پر وړاندې په اوړو کې د مالگې په اندازه ده خو بيا هم که ورته پام شوى واى بده به نه وه.
د پېښو تر منځ منطقي تړاو:
په کيسه کې پېښې له يوې بلې سره بايد منطقي رابطه ولري او يوه پېښه له بلې وزېږي. دا کار يو څه خواري غواړي چې پېښو ته لاره هواره شي او لوستونکى يې منلو ته چمتو شي. ليکوال بايد د تصادف لمن ونه نيسي او يا لکه مداري هڅه ونکړي چې له تشې کوزې اوبه راوباسي بلکې هرې پېښې ته د ممکناتو په دايره کې منطق برابر کړي. احمدي صاحب لکه څنگه چې په نورو برخو کې له پوره مهارت او غوره کار اخيستى، دغه چاره يې هم په بري سر ته رسولې ده. په ټول ناول کې يوازې يوې پېښې زه د لوستونکي په توگه قانع نه کړم. هلته چې پاڼه د جانداد کور ته په ډاکتر جمال پسې ځي چې مور يې وگوري خو جمال ورسره نه ځي. جانداد ورته ډېر ټينگېږي چې لاړ شه، رڼا وگوره خو جمال وايي چې رڼا بد کاره ده. د دوى په شورماشور باندې د جانداد ښځه انگړ ته راوځي او په حيرانۍ سره وايي:
«_ څه ټکه را پرېوته!
جانداد غريو واخيست:
_ خان صيب د رڼا ژوند ور تباه کړ، اوس يې په عزت هم لوبې کوي، وايي چې هغه په پوست پاکه نه ده.
د ښځې بدن ولړزېد او په خواره خوله يې وويل:
_ وی وروره! هر څه به درسره ومنم، خو د خدای روی ومنه! داسې مه وايه، که زموږ په خبرو کې څه شک درلوېږي، له کليوالو وپوښته، رڼا خو ملايکه ده، ملايکه!»
د جانداد د ښځې په دې خبرو باندې ناڅاپه د جمال فکر بدلېږي او د رڼا د کور خوا ته منډه کوي. جمال باور درلود چې رڼا له خيرو سره نيول شوې وه ځکه چې پلار يې ورته قسم کړى و او دى پر دې هم باوري و چې پلار يې دروغ نه وايي او ناحقه قسم نه خوري. خو دلته د جانداد د مېرمنې په يوې خبرې د ده لس کلن فکر تغيير کوي، لس کلنه کرکه يې له زړه وځي او يو دم له رڼا سره خواخوږي پيدا کوي، هغه پاکه گڼي او په منډو ځان د هغې کور ته رسوي. د جمال د فکر د دې بدلون لپاره د جانداد او د هغه د مېرمن پورته خبرې کافي نه دي. نورې خبرې هم بايد شوې واى او نور دليلونه هم بايد وړاندې شوي واى خو که ليکوال د رڼا د بېگناهي ټولې خبرې دلته راوړې واى نو د کيسې پاى ته به څه نه ورپاته کېدل، کيسه همدلته ختمېدله. خو زما په نظر ليکوال کولاى شو پرته له دې چې لوستونکي ته راز افشا کړي دغه خبرې د خلاصې په توگه وليکي مثلاً داسې: جانداد ورته د رڼا د واده ټوله کيسه وکړه او لا د هغه خبرې نه وې خلاصې شوې چې جمال په منډه له دروازې ووت او د رڼا د کور لاره يې ونېوله.
د کيسې ژبه:
استاد اسدالله غضنفر وايي: «عادي خبرو ته يو څه ورته والى د کيسه ييز نثر د سټايل يوه اصلي ځانګړنه ده. له بلې خوا کيسه ييز نثر هنري نثر دى. د بې تجربې کيسه ليکونکي په ليکنه کې دا دوه ځانګړنې يو بل شنډولى شي. که د کيسې د نثر هنري والي ته ډېر پام وشي ليکنه ممکن تر هغه څه مصنوعي احساس کړو چې د يوې واقعي پېښې د بيان لپاره ورته اړتيا ده. او که ليکنه عادي خبرو ته ډېره ورته شي نو ممکن هغه ايجاز، فصاحت او ښکلا په کې ونه وينو چې هنري نثر يې بايد ولري. د کيسو د نثر لوى کمال همدې دوو ځانګړنو تر منځ د انډول او توازن په ساتلو کې دى. له دغه پل صراطه تېرېدل دقت او تجربه غواړي.» ٦
ښاغلي احمدي پورته سپارښتنه په پام کې نېولې ده. د کيسې ژبه يې روانه، خوږه او سوچه ده او سره له دې چې د خپلې سيمې د لهجې ډېرې کلمې يې کارولې دي لوستونکى ورسره نه په عذابېږي. موږ د پښتو ژبې د لهجو لغات نه دي راټول کړي. که هر ليکوال پخپلو ليکنو کې همداسې لغات وکاروي نو د هغوى اثار به د لهجو د قاموس په ليکلو کې لويه مرسته وکړي.
استاد نجيب الله منلى وايي چې په هنري ليکنه کې موږ حق نه لرو چې د کلماتو مانا په لينديو (قوسونو) کې وليکو او که د لهجو اصطلاحات کاروو بايد په داسې مهارت يې وکاروو چې لوستونکى يې د معادلې کلمې له راوړلو پرته پر مانا پوه شي.
احمدي صاحب د خپل لهجې د هرې کلمې انډول په لينديو کې راوړى دى. زما په نظر دا یې ښه کړي دي. دليل يې دا دى چې له يوې نااشنا کلمې څخه په يوه جمله کې څو ماناوې اخيستلى شو مثلاً دغه جمله: «ښځې د هلک په ګوړي سر لاس تير کړ.» که څوک د گوړي په مانا ونه پوهيږي او ليکوال هم قوسونه نه وي کارولي نو کېداى شي چې له گوړي څخه د «گړونجى يا مجعد، گردى، کوچنى، غټ، وړوکى، پک، خرييلى …» ماناوې واخلي. د هغو کلمو چې احمدي صاحب يې له خپلې لهجې رااخيستې دي، يو څو نمونې وگورئ:
گوړى (خرييلى) – گيټۍ (کمر، کاڼى) – غوباړى (گونگټه) – زوټ (زور) – کاوړ (غوسه) – پړک (لړزه) _ چمبر (تر کلا ټيټه چاردېوالي) – ډومبکى (پوکڼۍ) – ورټ (کرکه) – کوکۍ (ښيښه) _ بمبرې (غومبسې) – بوټول (کرول) – لو (قسم) – جنت کوکۍ (سپين پتنگ)
د غزني د لهجې يوه بله کلمه چې په دې کتاب کې راغلې ده «گرين» دى چې زما په گومان دا کومه نوې يا بېله کلمه نه ده بلکې د «گريوان» د لغت اوښتې بڼه ده نو ځکه د هغې پر ځاى هماغه اصلي بڼه يې بايد وليکل شي.
نصير احمد احمدي د کلمو تر څنگ نوې جملې هم کارولې دي چې د کيسې ښکلا يې لا زياته کړې ده. د دغو جملو څو بېلگې دا دي: هغه په غوښه پټه وه. _ د تناره له لوگي څخه يې ښه خوله نه وهله. _ په ډېران کې څو مېږو او اوزو خولې وهلې. _ سترگې رڼې که. _ کاسه يې ور واخيسته، له کوټې ووت او کله چې بېرته په وره را ننوت، له کاسې څخه اوبه څڅېدلې._ تر اوبو ونه وتم. _ جمال مې له لور څخه نه کرارېږي._
په پورته جملو کې د بيان انداز نوى دى، څه چې پېښېږي د سړي سترګو ته یې دروي، او په غوږو ښه لگېږي. دغه بله جمله هم په نوي انداز ويل شوې ده خو د هغه نورو جملو په شان بيا مناسبه نه ښکاري. ليکوال په ټېپ کې د فيتې غږول يا پلې کول په دې بڼه ليکلي دي «کله چې مې د سر لخوا پر دوهمه بټنه فشار راووړ، د پلار غږ مې واورېد» دغه مرکبه جمله د جمال له خولې په داسې حال کې ويل شوې ده چې هغه يوه تېره ترخه خاطره بيانوي او تر سخت روحي فشار لاندې دى. په داسې حالاتو کې سړى په لنډو جملو خبرې کوي او معمولاً مرکبې جملې نه کاروي. له بلې خوا له دې جملې داسې استنباط کېږي چې مقابل لورى به ټېپ نه پېژني ځکه خو جمال د خبرې په ترڅ کې هغه پوهوي چې په ټېپ کې فيته داسې غږول کېږي چې د سر له خوا پر دوهمه بټنه يې فشار راوړل شي خو دلته مخاطب گلالۍ ده چې اروپا کې ستره شوې ده.
د ښاغلي احمدي د ناول په ژبه کې بل نوښت دا دى چې هغه څوک چې دى او لوستونکى يې پېژني او مخکې يې د هغه په اړه معلومات ورکړي دي، داسې ښيي چې دى يا لوستونکى به يې نه پېژني. دغه مثال وگورئ: «سړی پر بايسکل سپور د کلي خوا ته راته او کله چې يو څه نږدې شو د جمال په زړه کې خوشالي ور ټوله شوه، شېبه وروسته يې جانداد ته کلکه غېږ ورکړه… شېبه وروسته په عمر پوخ سړی يوې زړې دروازې ته چې د غوړو څو زنګن ټيمان پرې ټکوهل شوي وو ور وګرځېد او ځوان هم د يوې کلا خوا ته ګړندی روان شو.»
جمال ويني چې جانداد له لرې د ده خوا ته ورځي خو ليکوال د جانداد نوم نه اخلي او له جمال سره د روغبړ په وخت کې يې راپېژني چې هغه سړى جانداد و. زما په فکر د بيان دغه نوى طرز هم په زړه پورې خو دی خو مناسب نه. د پورته اقتباس په پاى کې وينو چې ليکوال د هماغه صحنې په اخر کې بيا د جانداد او جمال د دواړو نومونو پر ځاى د هغوى عمر يادوي. دلته «په عمر پوخ سړی» جانداد او «ځوان» جمال دى. دغه کار د نوم او ضمير د تکرار مخه نيسي خو معلوم کس په مجهول هم بدلوي.
پيغام:
په دې اثر کې پيغام د هنر له رنگينو سره اغږل شوى دى، نه دا چې په شعاري او بربنډه توگه وړاندې شوى وي. د نورو ادبي اثارو په څېر به په دې ناول کې هم هر څوک په خپل تعبير بېلابېل پيغامونه وويني. ما دغه پيغامونه پکې وموندل:
١. ښايي د ناول تر ټولو مهم پيغام زموږ د ټولنې د ښځو بدمرغۍ وي چې د رڼا د ناکامې مينې، له غمه ډک ژوند او غمجنې مړېنې په توگه انځور شوې ده. فارسي متل دى وايي «گوسپند نر براى قرباني است» خو زموږ په ټولنه کې ښځې قربانېږي او قربانۍ ورکوي. قتل ورور کوي خو په بد کې يې خور ورکول کېږي، ولور پلار اخلي خو کساتونه يې له لور څخه اخسيتل کېږي. دلته هم مينه جمال کړې ده خو سزا رڼا ته ورکړل شوې ده.
٢. د ملک عبدالکريم يانې د جمال د پلار په اعمالو کې بيا دغه پيغام وينو چې موږ بايد تر دې بريده د خپلې ځان غوښتنې او ego غلامي ونه کړو چې د خپلو اولادونو ژوند ورتباه کړو که نه نو بيا به مو اولاد خپل برباد ژوند په شا کړي او راڅخه لاړ به شي او موږ به له خپلې ايگو سره يوازې پاتې شو.
٣. هر ماشوم ته خپل پلار او مور کامل انسانان برېښي او گومان کوي چې مور او پلار يې په هر څه پوهېږي، هر څه کولى شي او د ټولو ستونزو د حل کونجي يې په لاس کې ده خو کله چې ماشوم سترېږي نو بيا پوهېږي چې هېڅ څوک کامل نه دي. د کامل انسان پر شتون باندې باور، سړي ته د شخصيت پرستۍ مرض پيدا کوي. موږ وينو چې مشران مو جنايتونه کوي، خلک وژني، غلا کوي، د خلکو پر عزت لوبې کوي خو بيا يې هم لمانځو او ورته د ليډر په سترگه گورو ځکه چې موږ هغوى تر انسان پورته گڼو. جمال هم د خپل پلار پر قسمونو باور او د رڼا پر وفا شک کوي خو خبره سرچپه راخېږي. له دې پېښې ښايي دغه پيغام واخلو چې پر هېچا له حده زيات باور نه دى پکار. د روسانو متل دى «باور ولره خو کنټرول هم وکړه.»
٤. موږ د لويو فرصتونو په تمه زيات شمېر کوچني فرصتونه له لاسه ورکوو خو گلالۍ داسې نه کوي. يو ضمني خو مهم پيغام همدا دى. هغه چې د څلورو مياشتو په مخه کلي ته راغلې ده، ماشومانو ته ښوونځى جوړوي او وايي «موږ څلور مياشتې وخت لرو، ډېره موده ده، يو څه خو به زده کړي.»
٥. «هغه نشه ای سړی و، په لومړيو کې يې يواځې چرس او ترياک څکول، خو وروسته يې پوډرو ته مخه کړه.» دا خبره د خيرو په باب ده. د هرې نشې پيل معمولاً له سگرټو او نسوارو کېږي نو که څوک غواړي چې پر بدو نشو وا نه وړي نو له «ښو نشو ؟!» څخه دې ډډه وکړي. دا هم يو بل پټ پيغام دى چې ناول يې رااوروي.
٦. زموږ اکثره خلک ناييانو ته په درنه سترگه نه گوري او ناييتوب د شرم وړ کسب بولي خو نايي جانداد د راز ملگرى، زړه سواندى، او تر ملک کریم عادل او صادق سړى دى، ناول په نا اورېدونکي غږ دا خبره هم راته کوي چې شرافت په کسب او مقام پورې نه وي تړلى.
٧. پاڼه غواړي چې اوزه راوگرځوي خو اوزه نه راگرځي. هغه يوه وړه ډبره رااخلې پر اوزې وار کوي. ډبره د اوزې پښې ته نژدې لگيږي. د اوزې څښتن باز محمد راځي د هغې ويښان شکوي، په سوکانو او لغتو يې وهي او ورباندې چيغه وهي: «تا زما پر سيرلي وار وکړ! هغه يې په اتلس سوه غوښت، خرې، لغړې، پمنې! ته ودرې! مور به مې څڼې دروشکوي!» زموږ د اولاد له لاسه د شلو روپو پياله پر ځمکه لويږي او ماتېږي. موږ يې په بدل کې هغه وهو او د هغه زړه چې بيه يې چا ته نه ده معلومه، ماتوو. ښاغلي احمدي دغه پيغام چې زموږ په هيواد کې د انسان قدر تر حيوان کم دى، هم د خپل هنر په برکت په دې ناول کې ځاى کړى دى.
اخځونه:
١. ٢. ليد لورى، مقاله، اسدالله غضنفر
٣.٤ د کيسې نثر، مقاله، اسدالله غضنفر
٥ . کيسه ييزې خبرې، مقاله، اسدالله غضنفر
٦. د کيسې نثر، مقاله، اسدالله غضنفر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.