د جهالت پېړۍ کې تخیل، نثر او تخنیکونه

محب الله زغم

687

د داستان لیکلو لپاره درې شیان په کار دي: تخیل، داستاني نثر، او د کیسې تخنیکونه. نثر په تمرین او د لویو لیکوالو د آثارو په لوستلو سمېږي. د کیسې تخنیکونه له کتابونو او د لویو لیکوالو په کیسو کې له غور کولو زده کېږي. دغه دوه توکي د نقادانو په لیکنو کې هم موندلی او یادولی شو. خو تخیل تر ډېره بریده د لیکوال فطري کمال او د هر هنر اصلي جوهر دی. په دې حساب، که د چا د تخیل مرغه ښه الوت وکړی شي او د نثر او تخنیکونو لپاره ریاضت پخپله وکړي نو کم‌ساري داستانونه پنځولی شي.
«د جهالت پېړۍ» د ښاغلي کریم حیدري د اوچت تخیل هېنداره ده. دی کیسه د یوې وړوکې قبیلې له پیدایښته پیلوي، بیا له تصادفي غږونو څخه د ژبې د جوړېدا بهیر، په تېرو تېږو د ښکار شویو ژویو د غوښې غوڅول او بیا له دې تېرو تېږو د تبر او سانګې جوړول، د اور کشفول … او نورې پېښې داسې په زړه پورې بیانوي چې سړي ته د لومړنیو انسانانو د تکامل منطقي تصویر سترګو ته دروي.
په پښتو ناولونو کې د کرکټرونو شمېر نسبتاً کم وي خو په دې ناول کې کرکټرونه ډېر او د مختلفو ټولنو او سیمو دي او د هر کرکټر او هرې سیمې او ټولنې کیسه ډېره ښه په موازي بڼه بیان شوې ده. دا کار آسان نه دی او حیدري صاحب په کې بریالی دی.
په دې ناول کې ځایونه، وختونه، ټولنې، او وګړي خیالي دي او لیکوال د زمان او مکان په دې لوی ډګر کې د تخیل آس ښه په خلاص مټ ځغلولی دی. دغه میدان د لیکوال نوښتونو ته لاره هواره کړې ده. خیالي ځایونه او د بلې زمانې وګړي متفاوت نومونه غواړي خو یوازې نوښتګر لیکوال دغه نومونه پنځولی شي. ښاغلي حیدري ځایونو ته دغه نومونه ورکړي دي: نومیدیا، مراټ، ترسوس، بندون، سلوقیه، سلیسیا، … په دې منځ کې بندون داسې ټاپو دی چې د سلیسیا د واکمنۍ مجرمانې په کې تبعید شوې دي نو بندون چې له بند څخه رغېدلې کلمه ده، له خپلې مسما سره معنايي تړون لري. همدارنګه شرابتون یې میخانې ته او خوړنځی یې رسټورانټ ته ویلي دي چې له خپلو نوموليو سره اړخ لګوي. د وګړو نومونه هم په زړه پورې دي. د ځنګله او مالت وګړي چې په غالب ګومان به پښتانه وي اوستا، هریا، بریا، پکتا، بکتا، زها، زلما، کاوا، سپینکۍ، مېله، ښاپېرۍ … نومول شوي دي چې ډېر په کې نوي او ښایسته نومونه دي. د نورو سیمو خلکو ته یې بیا نور ناآشنا نومونه ورکړي دي لکه اېنوله، لویو، جوګرتا، او مګنا. په دوی کې مګنا په بندون ټاپو کې د ایسارو ښځو سترچارې او مشره ده چې وروسته بیا د نومیدیا له شهزاده سره واده کوي او د نومیدیا په لاس د خپلې اشغال شوې خاورې ملکه او بیا مشره کېږي. مګنا د لایتني کلمې magnus ښځینه بڼه ده چې معنا یې لویه ده او د دې کرکټرې له شخصیت سره ډېره ښه لګېږي. لیکوال د نوښتونو په لړ کې ځینو کسبونو ته هم نوي نومونه ورکړي دي لکه کبګر (د کب نیوونکي لپاره)، ودانګري (معماري)، او سپرکاري. البته سپرکاري د فارسي د «سوارکاري» ترجمه ښکاري. دیموتیک ژبه او درکمه هم په زړه پورې نوي نومونه دي چې درکمه د سرو زرو یوه پاو ته ویل شوي دي.
د نثر په ښایست کې د فعلونو رنګارنګي لوی لاس لري. په اروپايي ژبو لکه په انګلیسي او جرمني کې فعل معمولاً په جمله کې دوهمه کلمه وي نو که احیاناً په پرله پسې جملو کې تکرار هم شي، ډېر باک یې نه وي خو په پښتو کې چې فعل د جملې په آخر کې راځي او ډېر پام وراوړي، ډېر تکرار یې بدرنګي ګڼل کېږي. نو د نثر د ښایست لپاره د فعلونو تنوع او رنګارنګي لازمي دي. زموږ یوه بدمرغي دا ده چې په لیکنۍ ژبه کې مو فعلونه کم دي او له بلې خوا اکثر مرکب فعلونه له نوم یا صفت سره د «کول» او «کېدل» د مصدرونو له یو ځای کېدو څخه رغېږي نو د تکرار چانس یې زیاتېږي. د پښتو په مختلفو لهجو کې ډېر فعلونه لرو چې لا یې لیکنۍ پښتو ته لاره نه ده کړې او که لیکوال دغه پټه خزانه راوسپړي او په خپلو آثارو کې د خپلې لهجې ځینې ناآشنا فعلونه وکاروي، ژبه به ښایسته او د بیان ذریعه به مو پراخه شي. ښاغلي حیدري په دې کتاب کې د لهجې یو نیم فعل رواړی لکه ارتیګل په دې جمله کې «بېکاره لوښي له دې ماڼۍ بهر ارتیګۍ» له ځینو مرکبو فعلونو څخه یې «کول» غورځولی لکه خوشېدل د خوشې کېدل، ترلاسول د ترلاسه کول، او لمسول د لمس کول پر ځای. البته دغه نوښت کله نا کله ستونزه جوړوي. مثلاً لمسول او لمس کول دوه جلا فعلونه دي او که یو شان ولیکل شي، معنا یې بدلېږي. لمسول یعنې تحریکول او لمس کول یعنې د لاس یا ګوتې په تېرولو سره د لامسې په حس د یو شي د قوام، جوړښت، تودوخې … درک کول.
په دې بله جمله کې وڅرکېد د وپړکېد یا وځلېد په معنا راغلی دی: «د زمرۍ د سترګو سپین والی د سپوږمې په رڼا کې وڅرکېد.» لیکوال په ځینو جملو کې د فعل د تکرار مخه په هنر سره نیولې ده، مثلاً: «کجیران په هوا کې تاوېدل. مچان او غومبسې په مړو بنګېدلې.» مبتدي لیکوال ممکن دوهمه جمله داسې ولیکي: «مچان او غومبسې پر مړو تاوېدل» چې په دواړو جملو کې به هماغه یو فعل تکرارېده خو دلته په دوهمه جمله کې «بنګېدل» هم د تکرار مخه نیولې ده او هم یې جمله لا تصویري کړې ده ځکه چې بنګېدل زموږ د اورېدلو حس ته خطاب کوي. په دې حساب، د ځینو شیانو د یوه خاصیت په یادولو سره د هغوی شتون ته اشاره کول د فعلونو د تکرار د مخنیوي لپاره ښه تخنیک دی. د مکالمو په لیکلو کې دېر ځله مجبور یو چې بیا بیا «وویل، وویل» یاد کړو. د دې ناول په یوه مکالمه کې د «وویل» پر ځای لولو چې «هریا خپل غږ وموند.» دغه نوښت ښه پر ځای ځکه راغلی دی چې هریا دلته په سخت حالت کې راګیر دی او ناڅاپه د خلاصون یو مناسب دلیل د هغه ذهن ته ورځي.
په لهجو کې پر فعلونو سربېره ځینې داسې نومونه او صفتونه هم شته چې لا عام شوي نه دي یعنې زموږ د لغاتو لویه زېرمه (vocabulary) لا د لهجو له بنده نه ده راوتلې. دا هم د لیکوالو رسالت دی چې سوکه سوکه د مختلفو لهجو کلمې عامې کړي. د ښاغلي حیدري په دې کتاب کې ځینې دغسې کلمې راغلې دي لکه پرموښۍ په دې جمله کې «شهزاده پر خپله څوکۍ پرموښۍ یوړ» چې په ناسته ویده کېدلو ته وايي. همدارنګه «خوشته خور» او «ناچمه» هم زما لپاره نوې کلمې دي.
داستان ادبي اثر دی او سره له دې چې داستاني نثر ګړنۍ ژبې ته باید ورته او بې تکلفه او ساده وي خو نوې تشبیه‌ګانې، استعارې، سېبمولونه، پراډاکس او ورسره د کنایو مناسبه کاروونه د اثر هنري ارزښت زیاتوي. د جهالت پېړۍ کې ځینې په زړه پورې تشبیه‌ګانې وینو، لکه په دې جملو کې: «هغه د نورو نجونو په منځ کې لکه غاټول په صحرا کې جوته مالومېده.»، «د یو نوي زېږېدلي ماشوم د مخ په څېر پسته وه.»، «د یتمۍ څپېړې یې پر مخ حس کړه.»، «د ورځې او شپې پوله ونړېده.»
په دې بله جمله کې بیا نسبتاً کلیشه شوې کنایه راغلې ده: «خلکو د غوښو شکولو ته مټې ونغاړلې» سره له دې چې کنایې تصویرونه لري او کېدونکی یا شوی کار مو سترګو ته دروي خو دلته دغه کنایه ځکه نامناسبه ښکاري چې د هغو بدوي انسانانو په باره کې کارول شوې ده چې لا یې کالي نه درلودل. مټې رانغاړل د یوه کار د پیلولو لپاره د لستوڼو بډ وهلو ته اشاره کوي، حال دا چې هغوی نه کمیس پېژانده، نه لستوڼي.
د کیسې نثر په موسیقي او آهنګ هم ښایسته کېږي. چېرته چې د مستۍ او خوشحالۍ خبرې کېږي، چست ریتم، سجع، تجنیس او موسیقي د دې حالت احساس لوستونکي ته بهتره لېږدوي. د غم او خپګان د بیان لپاره بیا مړ ریتم په کار وي. د دې ناول په یوه نیمه جمله کې موسیقۍ ته پام شوی دی، لکه: «ډېری برخه یې تنکي ځوانان و چې شور یې ډېر خو زور یې کم و.»
په کیسو کې پېښې باید داسې وي چې د لوستونکو زړه ته ولوېږي چې هو دغسې کېدونکي دي یا دغسې باید شوې وای. د تکړه لیکوال ښاغلي اېمل پسرلي وینا ده چې وايي په واقعي ژوند کې ممکن عجیب او نه منونکي پېښې وشي خو په کیسه کې که داسې پېښه راوړو، لاره باید ورته جوړه کړو یعنې داسې منطقي دلیلونه ورته برابر کړو چې د منلو شي. د ښاغلي پسرلي خبره ما ته سمه ښکاري. زما یو ترورزي تقریباً پنځه ویشت کاله مخکې په ایران کې کار کاوه. دی له اووم پوړ څخه د خوازې له سره خطا شو او لاندې پر ځمکه ولګېد. پښتۍ او څو نور هډونه یې مات شول خو سړی ژوندی پاتې شو او اوس هم روغ رمټ ګرځي. تاسې زما دغه خبره راسره منئ ځکه چې ما پېژنئ او راباندې باور کوئ چې رښتیا وایم. اوس که همدغه خبره په داستان کې ولیکم، لوستونکو ته به د هندي فلمونو مبالغه ښکاري. په کیسه کې دغسې تصادفونه عیب ګڼل کېږي. د کیسې هره پېښه باید د ځینو نورو پېښو منطقي نتیجه وي. د جهالت پېړۍ کې اکثرې پېښې منطق ته برابرې دي. خو ځینې یې بیا داسې نه دي. مثلاً د نومیدیا شهزاده چې ډېر کلونه په جګړو او د نورو ملکونو په لاندې کولو تېروي، فکر کوي چې پر ټولې نړۍ د واکمنۍ حقداره یوازې د دوی امپراتوري ده. خو مالت ته چې رسېږي، له اوستا سره څو ورځې ګرځي او بیا نو ۱۸۰ درجې بدلېږي. له جګړو او واکمنۍ لاس په سر کېږي، هلته واده کوي او هماغلته مېشتېږي. دومره ستر بدلون د لوستونکو زړه ته ښايي په دې ونه لوېږي چې لیکوال د اوستا او شهزاده تر منځ د شویو خبرو اترو تفصیل نه دی راوړی. بل ځای اوستا چې تر څلوېښت کاله بېلتون وروسته بېرته خپل مالت ته ستنېږي، هغه زمری ورته راځي چې په ماشومتوب کې له ده روږدی شوی و. ده یې مور داسې مهال وژلې وي چې دغه زمری ډېر وړوکی وي او بیا اوستا هغه خپلې سمڅې ته وړي، پالي یې او لویوي یې. بیا اوستا څلوېښت کاله ورک وي او چې بېرته راځي، زمری هم ځان ور رسوي. حال دا چې د زمري اوسط عمر ۸-۱۰ کاله وي.
همدارنګه که د کومې پېښې جزئیات یا د منظرې تفصیل لیکو، لوستونکي باید قانع کړو چې د دغو جزئیاتو لیدل ممکن دي. په دې ناول کې پکتا او سپینکۍ د یرغلګرو له وېرې غره ته تښتېدلي دي. هلته په توره شپه کې دغه هلک او نجلۍ په تیاره سمڅه کې ناست دي او راوي یې حال داسې راکوي: «پکتا د سپینکې سپینو غاښو ته کتل چې پر ډوډۍ ننوتل. د هغې د شونډو سوروالي حیران کړ چې د ژوولو پر مهال خوځېدې او پر یو بل لګېدې. تورې زلفی ېې د مخ پر دواړو خواوو خورې وې. په مرۍ کې یې د ډوډۍ د تېرېدو خوځښت مالومېده.» په داسې توره تروږمۍ کې د انسان سترګې دا هر څه لیدلی شي؟
که د کیسې پېښې او صحنې ځان ته منطق غواړي، خوبونه هم خپل جلا منطق لري. په خوبونو کې د تداعي، عکس او تبدیل، او سېمبولیزم میکانیزمونه حاکم دي. زموږ ځینې لیکوال چې کله په داستان کې د خوب کیسه کوي، هغه خوب معمولاً د ویښې د پېښو غوندې وي، حال دا چې د خوب بېله دنیا ده. ښاغلي حیدري په یو ځای کې په اوستا باندې دغه خوب ویني:
«اوستا د تیارې تر خورېدو وروسته هم په ځنګل کې وحشي ژوی لټاوه. خو یو هم په مخه نه ورغی … د یوې ونې خوا ته کېناست. پښې یې اوږدې کړې. بې ارادې یې سترګې پټې شوې او ویده شو. په خوب کې یې توره تیاره ولیده، د شپې له تیارې هم توره، مطلقه تاریکي چې هېڅ پکې نه مالومېدل. یوازې یې خپل شتون حساوه. خپلو لاسونو ته یې وکتل، خو و یې نه لیدل. بیا یې مخامخ تیارې ته وکتل. لکه ړوند شوی چې وي. له دې حالته یې زړه تنګ شو، سا یې بنده بنده کېده، لکه چا چې زندۍ کړی وي. د لایتناهي تیارې په منځ کې یې د ستنې د څوکې په کچه یو سپین ټکی ولید. ښه ورته ځیر شو. سپین ټکی ورو ورو په لوېدو شو او په یوه رڼا بدل شو. رڼا د ده په لور په راتلو شوه. زړه یې ورته ښه شو . د ده سترګې لا هم په هماغه لومړني ټکي کې وې. پام یې شو چې رڼا په تیاره بره شوې او نوره هم په غټېدو ده. شېبه وروسته تیاره په رڼا کې ورکه شوه. بیا یې خپلو لاسونو ته وکتل. دا ځل یې لاسونه مالومېدل. په لاسونو کې یې یوه شنه پاڼه پرته وه. سر یې پورته کړ چې یو ځل بیا رڼا ته وګوري خو دا ځل یې شاوخوا تر ځان چارپېر خلک ولیدل، یو هم د دوی له ډلې څخه نه و. اوږده تېره څوکي لرګي په لاس او غوسه وو. د لرګیو څوکې ده ته نیول شوې وې.»
خوبونه زموږ د ورځني ژوند له پېښو، له تېرو هېرو خاطرو، له ځپل شویو غریزي غوښتنو، او د محیط له محرکاتو څخه رغېږي. دغه ټول عناصر د تداعي، تبدیل، او سېمبولیزم په ژرنده کې دل کېږي او نوي ترکیبونه ترې سازېږي. د اوستا دغه خوب د خوبونو منطق ځکه لري چې تر دې مخکې اوستا او هریا د ښاپېرۍ (چې د قبیلې یوه ښایسته نجلۍ ده) د راخپلولو په سر له یو بل سره شخړه کوي: «له دې سره دواړه په غېږ سره ورغلل، د سمڅو مخې ته په خاورو کې ورغښتل، ځانونه یې ستړي کړل. هریا ډانګ ته لاس کړ اوستا ډبره پورته کړه.» دغه پېښه داسې مهال کېږي چې ښاپېرۍ او د قبیلې نورې پېغلې او زلمي د دوی ننداره کوي. ښاپېرۍ دوی له جګړې منع کوي او بل چلینج ورکوي. وايي دواړه ځنګله ته ولاړ شئ، هر چا چې لوی ژوی ښکار کړ، زه به د هغه شم. د اوستا په دې خوب کې د تېرې ورځې دغه پېښه ځان راښيي. هریا دنګ غښتلی ځوان دی، بلکې د قبیلې تر ټولو غښتلی زلمی دی. هغه په جنګ کې ډانګ پورته کوي. په خوب کې اوستا پروت دی او سر ته یې خشمېدلي خلک ولاړ دي چې د تېرې څوکې اوږده لرګي یې په لاسونو کې دي. دلته پراته حالت د کمزورۍ نښه ده او ولاړ حالت او کثرت د قوت. اوستا په زړه کې له هریا وېرېدلی او وېرې دغه خوب ورباندې لیدلی. همدارنګه د هریا په لاس کې ډانګ په خوب کې څو چنده زیات شوی او څوکې یې تېرې شوې دي چې وېره څو برابره زیاتوي. په ویښه کې اوستا د وار کولو لپاره ډبره پورته کوي، په خوب کې د عکس او تبدیل میکانیزم دغه ډبره په پاڼه بدلوي. د لرګینو سانګو په مقابل کې پاڼه په لاس کې لرل هم د کمزورۍ او ماتې سېمبول دی او هریا ته د اوستا د تسلیمۍ پټ احساس راښيي. په کیسه کې وروسته بیا وینو چې اوستا له ښاپېرۍ لاس په سر کېږي او بله نجلۍ (مېله) غوره کوي. نو دغه خوب دلته ډېر ښه راغلی دی.
د کیسې د جوړښت او تخنیکونو په اړه مطالعه لیکوال ته ښيي چې د توصیف، صحنې، مکالمې، او خلاصې تر منځ توازن ته پام وکړي. توصیف د ځایونو، منظرو، او د کرکټرونو د ظاهري بڼې تفصیلي بیان دی. صحنې د پېښو د جزئیاتو تشریح ده. مکالمه د کرکټرونو ترمنځ خبرې اترې او خلاصه د تېرو پېښو لنډ تېرول دي. لیکوال باید وپوهېږي چې کومې پېښې په صحنه کولو ارزي، څه شی باید خلاصه شي، کومې خبرې په مکالمو کې راشي او توصیف څومره او څنګه وي. د جهالت پېړۍ کې داسې ډېر ځایونه د خلاصې په شکل راغلي دي چې باید صحنې ورنه جوړې شوې وای.
د داستاني نثر یوه مهمه ځانګړنه د لوستونکو سترګو ته د پېښو او منظرو درول دي. یعنې لیکوال هر څه باید راباندې وویني، راباندې وایې وري، په موږ یې حس او بوی کړي. ښاغلي حیدري په ځینو ځایونو کې دغه کار کړی دی، لکه د تشبیه په برخه کې یې چې څو بېلګې یادې شوې خو داسې ډېر نور ځایونه دي چې د ښییلو پر ځای ویل ورنه شوي دي. مثلاً: «د سندرې غږ په خلکو ښه ولګېد.» کله چې سندره په چا ښه ولګېږي، هغه څه کوي؟ یا به موسکېږي، یا به واه واه وايي، یا به چکچکې ورته کوي … نو لیکوال باید را ته وښيي چې سندره په خلکو ښه لګېدلې ده. د ښییلو لپاره لیکوال ډېر ځله د صفتونو کارولو ته مجبورېږي خو دغه صفتونه باید رسا وي او خپل موصوف سم راوپېژني. ځینې صفتونه مبهم دي، مثلاً په دغو دوو جملو کې «مزین» او «له ظرافته کار اخیستل»: « لارې پاکې او مزینې وې. په هر څه کې له خورا ظرافته کار اخیستل شوی و.»
«د جهالت پېړۍ» په ډېرو جملو کې فاعل نه وینو چې دا بیا کله کله ابهام زېږوي. بېلګې یې دا دي:
• د پېردونکو په منځ کې یو ځوان پوځي افسر لویو وپېرله. په تلو کې یې تر شا اېنولې او اوستا ته وکتل.
چا اېنولې او اوستا ته وکتل؟ افسر، که لویو؟
• د اوستا، اېنولې او لویو حالت یو څه ښه شوی و. خولې یې خالصې او ژبې یې را ایستلې وې. د کبګر مېرمن د اوبو څاڅکي وراچول. خو سترګې یې لا هم پټې وې.
دلته سړی له قرینې څخه پوهېږي چې مطلب یې د اوستا، اېنولې او لویو سترګې دي چې لا هم پټې دي خو په تېر جمله کې د کبګر مېرمن یاده شوې ده او دوهمه جمله اتومات هغې ته ارجاع کېږي. په ناول کې داسې جملې ډېرې دي خو د موضوع د روښانولو لپاره به دغه دوه نمونې بس وي.
په جملو کې د کلمو موقعیت مهم دی. په تېره بیا که د قیدونو او استفهامي ضمیرونو ځای بدل شي، د جملې معنا ورسره بدلېږي. د دې لاندې جملې اصلي مقصد خو دا دی چې «مریان ښه څښتن یوازې له خدایه غوښتلی شي» خو «یوازې» په کې په خپل اصلي ځای کې نه دی راغلی: «مریان یوازې د ښه څښتن غوښتنه له خپلو خدایانو کولی شي.» د دې مطلب دا شو چې مریان له خدایه بل شی نه، بلکې یوازې ښه څښتن غوښتلی شي.
د فعلونو انتخاب هم داسې کمال دی چې هر لیکوال یې باید ولري. د استاد غضنفر خبره ده چې وايي: «د هرې ژبې اصلي کلمې فعلونه دي. نومونه هره ژبه له نورو ژبو څخه اخلي یا اخیستلی شي خو فعلونه یې خپل وي.» که په جمله کې نومونه پردي وي، ستونزه نه ده خو که فعل پردی ولیکې، ټوله جمله پردۍ شي. نن سبا ځینې لیکوال د فارسي یا نورو ژبو فعلونه پښتو کوي، حال دا چې د هماغه مفهوم د بیانولو لپاره موږ خپل فعلونه لرو. «د جهالت پېړۍ »کې هم دغسې جملې شته:
• خو تر لږ ځنډ وروسته یې سترګې بیا وتړل شوې.
په پښتو کې وایو سترګې یې پټې شوې. «سترګې یې وتړل شوې» بله معنا لري، یعنې چا یې سترګې په کوم شي وتړلې. په دې جمله کې د فارسي «چشم‌های شان بسته شد.» ترجمه شوې ده.
• زمرۍ نوره بې ځانه شوه، پښې یې مړې شوې او وغورځېده.
«بې ځانه کېدل» د فارسي «بې جان شدن» یعنې مړ کېدل دي.
• څو څرخه یې ور سره وخوړل.
«چرخ خوردن» هم فارسي ده چې په پښتو کې ورته «څرخېدل» لرو.
• پښې یې اوږدې کړې.
«پاهایش را دراز کرد.» په پښتو کې داسې ویل کېږي: پښې یې وغځولې.
• زامن او لوڼه یې په ثمر رسېدلي وو.
بیا هم د فارسي «به ثمر رسیده بودند» ټکي په ټکي ژباړل شوې ده چې مطلب یې دی: «زامن او لوڼه یې زلمي او پېغلې شوي وو.»
• سړي پرې کړی ځواب ورکړ.
پرې کړی ځواب ورکړ هم د «جواب قاطع داد.» تحت اللفظي ترجمه ده. په پښتو کې یې مناسب بدیل «رټ ځواب ورکړ.» دی.
د ځینو نورو جملو فعلونه پښتو خو دي خو بڼه یې ناسمه، مثلاً: «د خونو مخې ته د وسپنو میلې لګول شوې وې. هره خونه لوی قفس ته ورته کېده.» ورته کېدل جاري عمل دی یعنې یوه پروسه راښيي، حال دا چې وسپنیزې میلې خو لا پخوا لګول شوې وې او خونې یې قفس ته ورته کړې وې. «د ښاپېرۍ د زېږولو وار راغی.» یعنې چا باید ښاپېرۍ زېږولې وای، حال دا چې د لیکوال مقصد بل څه دی. دی د ښاپېرۍ د زېږون وار یادوي. په دې بله کې د ساه ورکولو پر ځای دمه ورکول راغلي دي «پلار ماښام دمه ورکړه.» دغه بله جمله کې یو فعل غورځول شوی او د مفهوم انتقال یې تکنی کړی دی: «پر ځای یې یو خېټور کس چې په یوه سترګه کې یې ګل و، له څېرې غوسناک مالومېده خو ارام سړی و.» که فعل سم او مناسب هم انتخاب شوی وي خو هغه عمل یا حالت پخپله منطقي نه وي نو بیا هم ستونزه جوړوي. په توره څرمن کې د وینو سوروالی داسې ورک کېږي چې ایله یې لوندوالی لیدلی شو، خو دلته لولو چې: «د غویي بدن څو ځایه داړل شوی و. د سرو وینو رنګ یې په توره څرمن کې اوچت مالومیده.»
د مناسب فعل پر انتخاب سربېره، د سربلونو او ستربلونو او بلکې د هرې کلمې کارول هم دقت غواړي. په دې جمله کې د «له» پر ځای «تر» راغلی دی: «د وړو ژویو تر خوځېدو پرته یې څه نه اورېدل.» او په دې بله کې بیا د لیکوال مطلب دا دی چې کرکټر یوازې د خوراک او ویده کېدو لپاره سمڅې ته ننوت خو نور کله به ډېر نه ورننوت خو «له خوراک او خوب پرته سمڅې ته ډېر نه ننوت.» بیا دا معنا لري چې هغه له خوب او خوراک کولو پرته سمڅې ته نه ننوت، یعنې لومړی به یې خوب او خوراک وکړ او بیا سمڅې ته ورغی. «د هغوی باور په یقین واوښت چې د ځنګل وهل د سر په بیه پرېوځي.» شک په یقین اوړېدلی شي خو باور پخپله پوخ یقین دی.
کله کله موصوف ته د بدل صفت کارول ژبه نوې کوي او ممکن بلاغي قوت یې لا زیات کړي. مثلاً «بوین فکر» او «خوسا خبره» د فکر او خبرې د وقاحت او بدوالي شدت راښيي. که فرضاً بد فکر او بده خبره یې وبولو، دومره شدت به په کې نه وي. البته دغه کار د نوښت تر څنګ دقت هم غواړي. په دې ناول کې لولو چې «پڅ زرغون رنګ کمیس یې اغوستی و.» د کم‌رنګي لپاره تت او پیکه کاروو. دلته پڅ ورته ویل شوي دي چې د رنګ لپاره نوی صفت خو دی خو دقیق نه. په دې باره کې د استاد غضنفر تازه مقاله «د ستاینوم ښکلا» لیکوالو ته نوې خبرې لري.
د کیسې راوي که لومړی شخص یعنې متکلم او پخپله د کیسې برخه‌وال وي نو ښايي پر ځینو پېښو او واقعاتو خپل نظر هم ووايي. دغه راوي که فرضاً د سینوهه غوندې سترګور او خولور وي نو پخې خبرې هم کولی شي. خو کله چې راوي درېیم‌ګړی وي، د کامرې غوندې باید په چوپه خوله یوازې ویډیو واخلي او موږ ته یې راوښيي. «د جهالت پېړۍ» درېیم‌ګړی راوي راته تېروي خو په ځینو ځایونو کې خپله تبصره هم کوي چې دا کار په اوسنیو معیارونو عیب دی. د دغه راوي ځینې تبصرې دا دي: « د مفسدو خلکو پلمې تل یو شان وي … که د جګړې وس ورسره نه وي لږ تر لږه سیال خو به یې شي. ضرور خو نه ده چې هره ستونزه په جګړه حل شي. بیا جګړه خو تل ستونزه نشي حلولی … ټولو د چرسو له لنډمهالې نشې خوند اخیست خو د اوږدمهال تاوان ورمالوم نه و … شراب د لنډو شېبو مستي ده. له انسانه ذهني قوت اخلي، اراده او قاطعیت کمزوري کوي. د انسان ذاتي دروندوالی سپکوي. که سړی هر څومره با عزته وي. شراب یې وقار ځمکې ته راولي … د انسانانو ښه او بد، د طبیعت ښکلا او بدرنګي د انسان له خپل فکر او چاپېریال له پوهې رامنځ ته کیږي. انسان هېڅکله بشپړ ښه والی یا بدوالی تر لاسه کوالی نشي. تر ټولو ښه انسان هم بد اړخ لري او تر ټولو بد سړی بیا ښه بڼه درلودی شي … په هر نارینه کې د ماشوموالي خواص تر آخره پاتې کېږي.»
په دې ناول کې املايي تېروتنې هم کمې نه دي. دلته به یې نمونې وګورو:
• د (ږ) پر ځای (ګ) لیکل لکه: لوګه (لوږه)، یګه (یږه)، توګل (توږل)، تیګه (تیږه)؛
• ودېدل د ویدېدل پر ځای، ازلي په (ځ)، غریزه په (ض) او اسویلی په (ح) او (ص) لیکل، د جنسي مقاربت پر ځای جنسي مراقبت او داسې نور؛
• د مفرد درېیم شخص لپاره د فعلونو ناسمه املا: ډوبو، تېرو، بیانو، اوچتو … چې سمې بڼې یې ډوباوه، تېراوه، بیاناوه، اوچتاوه … دي.
په ټوله کې «د جهالت پېړۍ» د ښاغلي کریم حیدري د پياوړي تخیل او نوښتګر او پنځګر ذهن ثبوت دی. د کیسې د نثر او تخنیکونو په اړه مطالعه به دی د لا ښو ناولونو د پنځولو جوګه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.