افغانستان سره دوه میلیارده ډالر مرسته شوې

686

ملګري ملتونه: افغانستان سره مو دوه میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

ملګري ملتونه وايي په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستان سره دوه میلیارده ډالر مرسته کړې ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یونما مشرې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستان سره د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده. نوموړې د مرکزي بانک له مشر سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي او غواړي د افغانانو د لاسنیوي لپاره لا ډېرې مرستې راجلب کړي. دیبورا لاینز وایي تر ټولو مهم هدف یې دا دی چې لومړی د افغانستان بانکي سیستم بېرته فعال شي او مرستندویه موسسې وکړی شي له افغانانو سره خپلې مرستې شریکې کړي. لاینز ټینګار کړی چې باید د افغانستان بانکي سیستم شفاف او منظم وي او دوی په نړیواله کچه ددغه سیستم د ساتلو او پیاوړتیا لپاره هڅه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.