بواسیر او درملنه

امان شمس

1,484

بواسیر د مقعد د ننه يا شاوخوا وړې وړې غوټې دي چې ډيری وخت پرته له درملنې په يو څو ورځو کې پخپله ښه کيږي.
نښانې:
– تشناب ته له تلو وروسته د ضرورت پوره کولو په اخېر کې له مقعد څخه د وينې راتګ.
– په مقعد کې د یوې کتلې يا وړې غوټې را منځ ته کېدل.
– د مقعد خارش او يا د مقعد په شاوخوا کې درد.
درملنه:
– په خوړو کې د تازه میوو او شنه سابو د خوراک کچه زیاته کړئ.
– په کافې اندازه اوبه وڅښئ.
– د ضرورت کولو وروسته په اوبو او يا لوند تشناب کاغذ ځان پاک کړئ.
– د مقعد شاوخوا همېشه پاکه او وچه و ساتئ.
– که غوټه له مقعد بهر را ووزي کرار، سوکه او په ډير نرمۍ سره يې بېرته مقعد ته د ننه ورټېله کړئ.
– په مناسبه اندازه پيدل تګ يا ورزش وکړئ.
– د درد لپاره له پراسېټامول ګوليو څخه کار واخلئ.
– که قبض ياست د قبض له درملو کار واخلئ. ډيری د قبض درمل د ډاکټر نسخې ته ضرورت نلري.

په درملتونونو کې د بواسيرو لپاره وړ وړ کريمونه او ملهمونه شته چې د ډاکټر نسخې ته اړتيا نلري. که څه هم دغه کريمونه يا ملهمونه په وړ وړ نومونو پيدا کيږي خو ډيری يې (lidocaine, balsam peru, zinc oxide, bismuth oxide) کېمياوي مواد لري چې د بواسيرو درد، خارش او پاړسوب له منځه وړي، مثلاً په بريتانيا کې د Anusol يا haemorrhoids relief ointment په نامه ملهم يا کريم. تاسو کولای شئ د دې درملو له اخېستلو مخکې د درملتون له فارمسېسټ سره مشوره وکړئ.
که له پورته درملنې سره په يوه اونۍ کې ښه نه شوئ نو ډاکټر ته ولاړ شئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.