د دوه ورونو کېسه 

سید عبیدالله نادر

846

دوه ورونه چې سره ډیر خواږه او مهربانه ول ،په یو کروندی کې چې دوی ته د خپلي پلارنی کورنۍ څخه په میراث پاتی وو ، یو ځای یې کار کولو ، یو ورور د کور کهول او ډیرو بچیانو او ښځي خاوند وو ، بل ورور یې مجرد وو، هره شپه او هر فصل کې به دوی د کروندی محصول که هر څه به وو ، د هغي ګټي  به یې سره ویشلي او نیمایی کولي . ،یوه شپه مجرد ورور ته د ډیر رحم او عاطفی او احساس څخه چې د مشر ورور په وړاندی یې درلود خوب ور نه رغی ،او په سوچ کې شو ، چې زما ورور عیال داره دی  او بچیان يې هم ډیر دي.

دا سم کار نه دی چې مونږ هر څه نیمايی کوو، زه  مجرد یم او څه ډیر خرڅ نه لرم ، خو هغه لویه کورنۍ ته څښاک او خوراک برابروی ،دا د انصاف لاره نه ده، راځه نیمه شپه ده او یوه غوټه د غنو یوسم او په پټه یې د ده په درمند کې واچوم ، ځکه که زه ورته ووایم هغه دډیری ګرانښت څخه چې زه پرې ګران یم، دا به قبوله نه کړي ، زه باید دا کڅوړه یوسم او د ده په درمن کې یې واچوم، چې هغه پرې پوه نشي ،په همدې حال هغه ورور چې د ښځي او بچیانو خاوند وو ،هغه هم ځان سره په همدې شپه ناکراره وو ،او د ځانه سره یې فکر وکړ ، چې دا درسته نه ده چې یواځي دي ګوندی هر څه نیمایی کړو.

زما ورور واده نه دی کړی ،د واده د انتظام له پاره پیسو او غلو ته ضرورت لري ،باید چې زه په پټه یو څه غله د ده درمن ته یو سم او په درمن کې یې ورته واچوم ځکه که مخامخ ورته ووایم ،د دير رحم اوعاطفی نه دا راسره نه مني ،نو کڅوړه یې ډکه کړه ، او د خپل مجرد ورور د درمن په لور رهی شو ،او غنم یې د هغی په درمن کې واچول ،دا کار په همدا رنګه دوام درلود ،دا ورونه حیران ول، چې ولی د دوی ذخیره د غنمو د یو بل سره مساوی پاتي دي ، تر څو چې په یوه شپه کې چې ډیره تیاره وه ، ناڅاپه سره مخ شول ،او یو بل یې سره و پیژندل، او یو بل سره ځیر شول، او وار د واره په دې اسرارو پوه شول ،او بارونه یې سره کېښودل، او دوه ورونو یو بل د محبت په غیږ کې یو بل سره ونیول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.