لنډه کېسه- نیک عمل

سید عبیدالله نادر

978

یو تن د روښانه زړه خاوند چې د جهان و چارو ته یې د معرفت سترګي غړولي وي ،او د دنیا د اشارو نه یې یو څه اوریدل ، په یو بیابان کې یې یو څا ته نژدې ، یو سپی بیاموند، چې د ډیري تندی د لاسه یې د ژوندون آخری سلګۍ وي ، دې نیک عمله سړي د ډیر مهربانۍ او زړه سواندی نه ،څرنګه چې د څاه تر خواه د څاه بوقه (دولچه) نه وه ، نو خپله خولي یې د بوقی په شکل کړه ، او لنګی څخه یې د پړی کار واخیست او څاه ته یې د ننه استه او څو واری یې پری اوبه راویستلي ، او سپی ته یې اوبه ورکړي ، او هغه  یې د تندی د مرګ څخه وژغوره ،وايي : شپی یې خوب ولید چې یو ډیر نورانی سپین ږیری ،چې د ډیرو تجربو خاوند ښکاریده ده ته په خوب کې د ډیرو لوړو مقامونو بشارت یا زیری ورکړ ،د ده دهغه عمل په وړاندی چې سپی سره یې کړی وو ،څومره د رحمت د دریاب غیږه پراخه ده ، چې یو سپی سره احسان هم دلته نه ورکیږي ،

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

دا کیسه زمونږ د مکتب د فارسی په درسی کتابونو کې د فارسي په خواږه شعر کې وئیل شوي وه ، چې د کیسي انتباهی، تعلیمی ، تربیوی ، او اخلاقی اړخ دومره اغیزناک وو ، چې لکه ما غوندی د ډیره خلکو به دا کیسه چې په شعر کې وه په یاد وي ، چې د هغه وخت او زمان د یو ښه اصول تدریس آستازیتوب یې هم کاوه ، او کوي یې،بده به نه وي که اصول تدریس کې داسي پند آموزه کیسې چې تعلیمی ، تربیوی ، اخلاقی ، او انتباهی اړوخونه ولري داخل شي ،

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.