د معجزی قیمت  – لنډ کیسه

سید عبیدالله نادر

369

سارا اته کلنه انجلي وه ، چې د پلار او مور د خبرو څخه یې چې په خپل مینځو کې غږیدل دا خبره واوریده ،چې د ده کوچنی ورور ناروغه دی . او دوي د دي خوارکوټي د علاج پیسي نه لري ،او پلار یې هم تازه دنده له لاسه ورکړی .او نه شی کولای چې د خپل د ځوي د ده ( ورور) د تداوی خرڅ وکړي ، نو اته کلنې سارا دا خبره واوریده چې پلار یې ډیر ورو د ده مور ته وویل :چې یواځي معجزه کولای شي چې زمونږ ځوی د دي مرضه څخه وژغوری ، ،اته کلنه سارا په ډیره خواشینۍ خپله کوټي ته ولاړه او د کټ لاندی نه یې د خپلو وړو پیسو هغه زیر مه يې چې  په منګوټي کې وه هغه یې راویسته .او منګوټی یې په ځمکه ووهلو او مات یې کړلو ،او پیسي یې ټولي د کټ په سر واچولي پیسي یې یو په یو وشمیرلي پنځه ډالره شوي وي ،فقط پنځه ډالره ، پیسي یې د ځانه سیره واخیستۍ او د کور د شاتنۍ دروازی څخه په چټکۍ بهر ووته .او یو څو کوڅي پورته د یو درملتون مخي ته ولاړه ودریده ،د درملتون خاوند ډیر سخت بخت وو ، سارا ډیر صبر وکړ چې ګوندی د هغي ورته پام شي،لنډه یې دا چې د سارا حوصله تنګه شوه ،او پیسي یې د درملتون والا پر میز واچولي ،چې د پیسو شرنګارو جګ آواز وکړ. دارو جوړونکي او یا درملتون والا ترې و پوښتل: جینۍ څه غواړي ؟انجلی ورته په ماشومانه ژبه شرحه ورکړه ،چې زما د ورور په سر کې داسي یو مرض  دی ،، چې پلار می وایي : چې معجزه کولای شي هغه وژغوري

زه هم غواړم چې معجزه و پیرم .انجلی وویل : آیا قیمت یې څومره دی ؟دارو جوړونکی یا درملتون والا ورته وویل :بخښنه غواړم انجلي ګلی، مونږ دلته معجزه نه خرڅوو.د انجلی سترګي د اوښکو نه ډکې شوي ،او وي ویل د خدای له پاره ورور می ډیر ناروغ دی ،او دغه پیسي هم زما خپلي دي نو تاسي ووایاست زه له کومه ځایه کولای شم چې معجزه وپیرم ؟

یو کس چې په درملتون کې لږ لیري ولاړ وو، د دي صحنی د لیدلو شاهد وو او ډیر قیمتي او فاخره جامی یې اغوستي وي ، نو د انجلی څخه یې و پوښتل چې بچی څومره پیسي لری ؟ انجلی ټولي وړې او ماتي پیسي چې پنځه ډالره کیدی په  خپلي لپي کې ونیولي او سړي ته یې وښودلي . سړي ورته وویل: ډیره ښه ده ، او څومره په زړه پوری ده دا پیسي د معجزی د اخیستو د پاره بسیا دي ،نو وروسته یې په ډیره آرامتیا او مهربانۍد انجلی لاس ونیو او ورته یې وویل : چې زه غواړم ستاسي پلار او مور ووینم،او فکر کوم چې ستا د ورور معجزه ما سره وي ، دا سړی له نیک مرغه ډاکټر آرمسټرانګ د مغزو او د اعصابوډیر لوی او مشهوره متخصص په شیکاګو کې وو ،په سبا یې د جراحی عمل د ماشوم په مغزو باندی د دي متخصص ډاکتر له خوا په بریالي توګه سر ته ورسیده ،وروسته د یو بریالي جراحی څخه پلار د ډاکتر مخي ته ورغی ،او وي ویل :ستاسو څخه ډیره مننه کوم ،او حیران یم چې ستاسو دا لوی احسان په کومو الفاظوتعریف کړم ،ما سره هغه الفاظ نشته ،او زما د ځوی ژغورنه خو یو واقعي معجزه وه ،زه نه پوهیږم چې په کومه ژبه ستاسو څخه مننه وکړم ،او د بله خوا زه غواړم چې پوه شم د دي جراهۍ د خرچې په هکله چې زه څومره پیسي باید ورکړم؟  ډاکټر ډیریو معنی داره مسکا وکړه او وي ویل :

فقط پنځه ډالره.

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

په دي لنډه کیسه کې چې تعلیمی، تربیوی،اخلاقی،او اصلاحی اړخونه لري . او یا دا ټول اړخونه په کې نغښتي دي ،نو دا اشاره او نزاکت پوهیدنه هم په کې شته چې وړو ته باید احساس د انسانیت ورکړ شي.او یا په بله معنی احساس د انسانیت په دوی کې وروزل شي په دي کیسه کې د فدا کارۍ او ایثار درس هم پروت دی. چې داکټر په کې ښودلي دی .په دواړو خواوو کې هم ډاکټر او ماشومی فدا کاری ایثار او زړه سوانده ښودلي، چې دا باید له یاده ونه باسو او دا د انسانیت او زړه سواندۍ درس خپلو ماشومانو ته ورکړو.اخیسته د فیسبوک ملګرو څخه د فارسی نه په پښتو ادب ته ژباړه او د پښتو ادب په اوړو کې اغږلي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.