عبرت _لنډه کېسه

ژباړن : سید عبیدالله نادر

1,451

د سعدي علیه الرحمه د حکایاتو څخه

یو تن د بادشاهانو څخه په یو مرض اخته شو . چې د هغې ذکر یې هم نشو کولای .یوه ډله د یونان طبیبان په دي متفق شول . چي ددي مرض هیڅ دوا نشته . مګر د انسان  زهره ، نو پادشاه امر وکړ ، د یو بزګر زوی یي پیدا کړ . په کومو صفتونو چې حکیمانو او طبیبانو ویلي وو. د هغه مور او پلار یې په ډیرو بخششونو ، او پیسو ونازول ، او قاضي هم فتوی ورکړه ،د یو تن وینه تویول د پادشاه د سلامت لپاره روا ده ، جلاد هم دده د مر ګ تکل و کړ .  هلک مخ و آسمان ته پورته کړ مسکی شو .  پادشاه پوښتنه وکړه ، چی په دي حالت کې څه ځای د خندیدلو دی؟  هلک ورته وویل: د زامنو ناز پر پلار او مور وي ،او دعوی قاضي ته وړل کیږي، د پادشاه څخه داد غوښتل کیږي . اوس پلار او مور مې ددنیا د طمعې په خاطر ، زما وینه یي خرڅه کړه ، او قاضی هم د وژلو فتوی ورکړه. سلطان هم خپل سلامت زما په وژلو کې ګوري؛ نو به غیر د خدای څخه هیڅ پناه نه وينم . پادشاه د دې خبرې د اوریدو سره سخت د عبرت ټکان وخوړ، د رحمت دیګ یې په جوش راغی . او په سترګو کې یې اوښکې راوغړیدې.  وي ویل چې زما هلاک غوره ده تر دې چې د یو بې ګناه وینه تویه شي؛ نو خپل غیږ ته یې رانژدې کړ او په سر او سترګو یي ښکل کړ . ډیر بې اندازه نعمت او مال یي ورته ویخښه. داسي ویل کیږي ، چې پادشاه په هماغه هفته کې، روغ رمټ او صحتمند شو .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.