غزل

عبدالباري جهاني

608
ما خو ویلي وه درځم ته به مي لاره څارې
وروستي منزل ته به مي پل تر کندهاره څارې
زه د قسمت او هغه زما په ژبه ښه پوهیږي
بورا به څنګه د اغزیو له آزاره څارې
مطربه ما دي په نغمه کي غزل وپېیله
له رقیبانو به یې پټه تر نګاره څارې
د بدو سترګو مخ ته سپر د سپیلینيو درځم
د نظر غشی به مي نن له شالماره څارې
تا خو لیدې د خزانونو له چپاوه کډي
نن به دي سېل د توتکیو تر بهاره څارې
تازه ګلونه د باغوان له لاسه ورژېدل
نوي غوټۍ به له منګولو د ملیاره څارې
ازل مي مینه پر لمن د ارغوان کرلې
له ګل غونډیه به مي سیوری تر مزاره څارې
وروستۍ رڼا به دې د شپې زړه ته در ورسوم
بله لمبه به په پانوس کي تر سهاره څارې
د جهاني غوندي د ورځي په رڼا درځمه
لاري کوڅې به دي له سترګو د اغیاره څارې
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د مارچ پنځمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.