غزل

عبدالباري جهاني

526
ازل دښمن دی د مظلومانو
هم د پسونو هم د هوسیانو
یا یې په برخه د لېوه داړي
یا به چړې وي د قصابانو
××××
چي یې تباه سول کلي کورونه
چي یې قربان کړل خپل اولادونه
چی یې ځانونه مرګي ته سپر کړل
نه یې جنډۍ سته نه یې قبرونه
×××××
هغوی چي وران کړل کلي ښارونه
چي یې تباه کړل خپل ټبرونه
هم یې ماڼۍ وې تر نورو جګي
هم باندي جوړ سول لوی زیارتونه.
××××××
محفل دي خوږدی می که تر خه دي
ښه مي خړوب که په ژوند کي څه دي؟
مرګی ظالم دی ژوند بې باوره
نن که سباوي زموږ ځیني تله دي.
××××××
پر زړه مي اوري د کابل واوري
د زړه آواز دی څوک به یې واوري؟
زه په لحد کي جنډۍ به ناڅي
که مي نصیب سوې د وطن خاوري.
××××××
په خوب کي وینم چي کندهار وي
هم انارګل وي هم نوبهار وي
تعبیر مي کړی پر ښه شګون دی
یاران به خوښ وي رقیب له خوار وي.
عبدالباري جهاني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.