تیر یو کال (۲۰۲۱) کې له افغان ښځو سره چلن

پوهندوی آصف بهاند

667

تیر یو کال (۲۰۲۱) کې له افغان ښځو سره چلن

له ښځو سره د ترسره شوي تاوتریخوالي د خبرونو څو سرلیکونه

د مارچ اتمه

د ښځو نړیواله ورځ

زه هرکال تر همدې سرلیک لاندې د خپل وطن د ښځو د بد او لا بد حالت د انځورولو او ښودلو په موخه د میډیا هغه سرلیکونه راټولوم چې پر ښځو باندې د شویو ظلمونو نارواوو او ترسره شویو رپوټونه په کې تر نورو خلکو پورې رسول شوی وي. تېر کال ما همدا سرلیک په دغو جملاتو پیل کړی و:

«په تېر یوه کال کې زما په وطن افغانستان کې له مېرمنو سره څومره، څنگه تاوتریخوالی شوی دی؟ په دې به یوازې خدای پوهېـږي او هغه ښځې به پوهېـږي چې عملاً دا ظلمونه او نارواوې ورباندې شوې دي.

ښایي ځینې لوستونکي به ووايي چې زه هر کال د مارچ د اتمې په مناسبت په خپلو لیکنو کې تر مثبتو شیانو منفي دا ډېر منعکسوم او خبرې پرې کوم، ریښتیا حقیقت هم همداسې دی. دا تریخ حقیقت همدا اوس عملاً زموږ په ټولنه کې روان دی، پر ښځو باندې بې اندازې ظلم روان دی او زه مجبوره یم چې د مېرمنو د غږ د اوچتولو له پاره دا ترخه حقایق ولیکم. وې وایم او تر ټولو پورې یې ورسوم.»

په تېر یوه کال کې بیا هم نه یوازې د افغان مېرمنو د ژوند هېڅ اړخ نه دی ښه شوی، بلکې نور هم مخ په منفي لوري روان شوی دی، نه یوازې یې حقونه نه دي ورکړل شوي، بلکې هغه څه چې دوی خپله په زحمتونو ترلاسه کړي وو هغه هم ورنه اخیستل شوي دي او د افغان ښځو په عیني ژوندانه کې د رنځونو نوي بابونه پرانستل شوي دي؛ د همدې دلایلو له مخې اړینه ده چې د دوی د ژوند د دردونکي حالت څرنگوالی ترنورو پورې ورسېـږي، څو وکولای شو د افغان مېرمنو پر ژوند باندې د حاکمو ستونزو له پاره یوه حل لاره پیدا کړو.

دا هم د میډیا ځینې هغه سرلیکونه چې د افغان ښځو د ژوند د ناسموالي او پر دوی باندې د روانو ظلمونو رپوټونه په کې ورکړل شوي دي:

بي بي سي پښتو:

 «کابل کې پر ۹ کلنې ماشومې جنسي تیری؛ پولیس وايي تورن کس یې نیولی دی»

تاند:

«بامیان؛ پر جنسي تېري تورن ملا خپله پنځه کلنه لور په بدو کې ورکړه»

امریکا غږ دري:

«منع تداوی زنان بدون محرم در ولسوالی کهمرد بامیان»

بي بي سي فارسي:

«نوریه تابش، کاپیتان تیم هندبال ‘صلح آوران’ در شمال افغانستان کشته شد؛ ‘قاتل به منطقه طالبان فرار کرد’»

تاند:

«د افغانستان د هنډبال د ملي ټيم کپتانه ووژل شوه»

بي بي سي فارسي:

«پرسش رسانه‌های آمریکا از دولت: چه بر سر زنان افغان می‌آید؟»

تاند:

«تخار کې یوې مېرمنې ځان او درې اولادونه وژلي»

تاند:

«امنیتي ستونزې؛ کندهار کې تر لسو زیاتو ښځینه خبریالانو خپلې دندې پریښي»

بي بي سي پښتو:

«د موبایل څراغ ته د ماشومانو ولادت»

دوچولې:

«مجبور شدم دخترم را به ۶۵ هزار افغانی بفروشم»

تاند:

«غور کې يوې ښځې خپل خاوند او بغلان کې یوه خاوند خپله ښځه وژلې»

بي بي سي پښتو:

«د طالبانو پوهنې وزارت يوازې له نارينه وو غوښتي چې ښوونځيو ته ورشي»

بي بي سي فارسي:

«نگرانی‌ها از طالبان در تأمین حقوق زنان»

بي بي سي فارسي:

«وزارت معارف طالبان از دختران نخواست به مدرسه بازگردند»

تاند:

«طالبانو د نجونو په زده کړو غیراعلانیه بندیز ولګاوه»

ازادي رادیو پښتو:

«د ښځو چارو وزارت پر ودانۍ د “امر باالمعروف وزارت” لوحه او په اړه یې اندېښنې»

بي بي سي پښتو:

«د ملګرو ملتونو ادارو له ځنډ پرته د نجونو ښونځيو پرانيستلو غوښتنه کړې»

بي بي سي فارسي:

«مدارس افغانستان باز شدند اما بدون حضور دختران»

بي بي سي پښتو:

«طالبان: د نجونو ښوونځي هم ژر پرانستل کېږي; یونسکو: که نجونو ته د زده کړو حق ورنګړل شي نه جبرانېدونکي پایلې به ولري»

بي بي سي پښتو:

«کابل ښاروالۍ: ښځینه کارکوونکې دې د اوس لپاره کورونو کې پاتې شي»

تاند:

«د کابل پوهنتون رييس: ښځینه استادانې دې پوهنتون ته نه راځي»

بي بي سي فارسي:

«قضات زن افغان؛ قاتلان محکوم، در تعقیب آنها هستند»

بي بي سي پښتو:

«افغانستان: محکوم شوي مجرمین د غچ اخیستلو لپاره ښځینه قاضیانو پسې ګرځي»

بي بي سي پښتو:

«يونان ۲۶ افغان ښځينه قاضيانو او څارنوالانو ته پناه ورکړه»

بي بي سي پښتو:

«د بښنې نړیوال سازمان: نړیواله ټولنه باید د افغان د ښځو حقونو خوندیتوب ملاتړ وکړي»

بی بي سي پښتو:

«د افغان نجونو خپګان؛ طالبان وایي ثانوي زدکړې د نوې پالیسۍ تر چمتو کېدو مخکې نشي پیلېدای»

بي بي سي فارسي:

«گزارش آژانس زنان سازمان ملل: نگران نقض صریح حقوق زنان و دختران افغان زیر سلطه طالبان هستیم»

بي بي سي پښتو:

«ملګري ملتونه: د طالبانو له واکمنېدو راهیسې افغانستان کې د ښځو د حقونو برخه کې شاتګ شوی»

تاند:

«اروپايي ټولنه: ښځې هم د افغانستان پانګې دي خو کنګل شوې دي»

امریکا غږ پښتو:

«ملګري ملتونه: افغانستان کې د نجونو او میرمنو وضعیت د جدي اندیښنې وړ دی»

بي بي سي پښتو:

«افغانستان؛ له کورني تاوتریخوالي سره د مخامخ ښځو برخلیک ته اندېښنې ډېرې شوې

د امن خونو برخلیک»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.