علي وزیر په موقت ډول له زندانه ازاد شوی دی

1,276

پاکستان کې د سیند حکومت د دغه هيواد په پارلمان کې د جنوبي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر په موقت ډول له زندانه ازاد کړی دی. د کراچۍ زندان د پولیسو مشر حسن ستو ويلي چې علي وزیر د سیند صوبې د کورنیو چارو وزارت په امر له کراچۍ څخه اسلام اباد ته ليږي څو په پارلمان کې د لومړي وزير عمران خان د عدم اعتماد تحريک په غونډه کې ګډون وکړي. علي وزیر له شاوخوا ۱۵ مياشتو راهیسې د کراچۍ په زندان کې بندي دی. پر هغه د رياست او ریاستي ادارو پر ضد د ويناوو او د خلکو د پارولو توورنه دي. د علي وزير وکيلان وايي، چې هغه د پاکستان د اساسي قانون پر بنسټ د بيان د ازادۍ حق درلود چې په ويناوو کې يې ترې استفاده کړې ده. نوموړی تر دې وړاندې هم څو ځلې له زندانه د پارلمان په غونډو کې د ګډون لپاره ازاد شوی خو وروسته بيرته زنداني شوی دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.