د علی وزیر ژوند په خطر کې دی

بشیر ګواښ

0 1,338
د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر کورنۍ دعوه کړې چې د نوموړي ژوند ته خطر دی.
د وزیر مېرمن سایرې علي او وراره عالمګیر وزیر د ډېسېمبر ۲۰مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل چې پولیسو نوموړی د ډېسېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ کې د زړه ناروغیو مرکز ته وړی وو.
د سایرې علي په خبره، له هغه ځایه علي وزیر ورته ټېلېفون کړی او ورته یې ویلي چې ورته برېښي چې ژوند ته یې خطر دی.
خو د کراچۍ پولیس وايي، علي وزیر روغ رمټ دی.
پولیسو علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د برید شپږم تلین په مناسبت تر غونډې وروسته ونیو او ویې ویل چې دا کار یې د سیند پولیسو په غوښتنه کړی. 
د سیند پولیس وايي، پر علي وزیر د ډېسېمبر پر شپږمه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې پر مهال د ریاست ضد وینا په تور پرچه دایره شوې.
غورځنګ پر نوموړي لګېدلی تور ردوي.
د سیند پولیسو د ډېسېمبر پر ۱۹مه علي وزیر په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ او قاضي د پلټنو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره پولیسو ته سپارلی.
سایره علي وايي، مېړه یې د شکر (ذیابطیس) او وینې لوړ فشار ستونزې لري خو عموماً یې صحت ښه وي.
د نوموړې په خبره، په ټېلېفوني خبرو کې هغه ورته ویلي چې روغتیايي حالت یې خراب شوی او د ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.
د علي وزیر وراره عالمګیر وزیر وايي، د هغه ښځې چې له وزیره پوښتنه وکړه نو هغه ورته وویل:
“ده وویل چې ‘ما وژني، په زوره باندې. هغه څه چې زما له پلار، وروڼو، ترونو او تربرونو سره څه شوي، هغه لار زما ده، خو دوی زور کوي، زبردستي راسره کوي’.”
د علي وزیر د پلار او وروڼو په ګډون یې د کورنۍ یو شمېر غړي په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرۍ پر مهال وژل شوي.
د ده وراره دا مشخصه نه کړه چې څوک یې تره وژل غواړي.
نوموړی وايي، د هغه ښځې چې کورنۍ د علي وزیر له اندېښنو خبره کړه نو هغوی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ګډون په جنوبي وزیرستان کې له ځینو مشرانو او نورو سیاستوالانو سره رابطې وکړې او ورڅخه یې مرسته وغوښته.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۲۰مه په بیان کې “د باوري سرچینو” په حواله د وزیر ژوند ته د خطر خبره کړې او د “سیند حکومت، اعلا وزیر او نورو اړونده چارواکو ته یې خبرداری” ورکړی چې د علي وزیر “ژوند ته زیان” به “خورا ناوړه پایلې” ولري.
د کراچۍ د ختیزې ضلعې دوو لوړپوړو چارواکو د ډېسېمبر ۲۰مې پر ماخوستن د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وزیر روغ دی.
دوی وویل، پر نوموړي هېڅ تشدد نه دی شوی او د ډېسېمبر پر ۱۹مه یې د کراچۍ د زړه ناروغیو روغتون ته د “عادي معاینې” لپاره بیولی وو او بیا یې زندان ته یووړ.
په عین وخت کې په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ پر ټوېټر لیکلي چې د سیند د اطلاعاتو له وزیر ناصر حسین شاه سره یې خبرې وکړې او هغه د غورځنګ یو بل غړي اصف مسید ته له علي وزیر سره د ملاقات اجازه ورکړه.
داوړ د مسید له خولې ویلي چې وزیر “روغ” دی.
د سیند صوبې حکومت تر اوسه د وزیر د کورنۍ د اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي.
خو د وزیر مېرمن سایرې علي له صوبايي حکومت او د واکمن پیپلز ګوند له مشرانو د مرستې غوښتنه کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply