غزل

پروین ملال

1,195

ځان پخپل ځان کي پلټمه آئینو ته ګورم

په روغ قامت کي د ټوټه وجود ټوټو ته ګورم

خزان بادونه شیندي بیا شنې ارواګانې اخلي

پاڼې زګیروي کوي اوس پام کومه پښوته ګورم

دچمن ټولې خنداګانې یې غنیمت یووړلی

موسم ظالم دی، دګلونو حوصلوته ګورم

یوځل راږغ کړه چې په زړه کي مې رڼاویښه شي

بیلتون دې اوږد شو، تنهایې ده ، اوږدوشپوته ګورم

دجمال حس مي زخمی شوی الوتل نه کوي

ذهن مي ستړی دجمود اوږدو کوڅو ته ګورم

لاس د ې راوړاندي کړ، ورغوی کي مې ژوند راویښ شو

دبیګاه خوب دی اوس یې وایمه اوبوته ګورم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.