دادب ژبه ده ، خوشحال لری دیوان لری
دموشګاف سره بابا عبدالرحمان لری
توري سپرلی ، سپرلی د پاڼو په لاسو کي ناڅي
بوی دنرګس اودلونګو یې وږموکي ناڅي
یون یې لطیف په سپینوکاڼو کي دنرمو اوبو
مسکا یې خیال د بړبو کېو د باران په اوږو
ددرخو حسن د آدم د افسانو ژبه ده
په سور اوتال کي د رباب د ږغیدو ژبه ده
ته واچینه ده راوتلي د سپوږمۍ دکوره
څپه ، څپه یې په قدم کي د هوسۍ دکوره
دخيال په سیورو کي ، لفظونه دکمال پراته دی
دلمر په غشو کي فصلونه د جلال پراته دی
لهجې یې شو نډ و ته شربت اونګهتونه راوړي
روح یې وتن ته پایکوبونه، اتڼونه راوړي
په غوږ لګیږې لکه سیند کي چې دشور سندرې
په ساړه ژمی کې وی بلی د توداور سندرې
دکرښو قد یې د چنار دتن خویونه اخلي
قلم یې ژبه د انګورو دبڼو ڼو اخلي
زما دمور ، زما د پلار زما دجانان ژبه ده
شکر دی خدایه ؛ چي د ګران افغانستان ژ به ده
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.