زما افغانې لورکۍ

پروین ملال

633

زما افغانې لورکۍ

بیګا دوه ستورو ترسباپورې

په سپینو، سپینوځلیدونکو څوکو

تاته سندره دکتاب اودقلم لیکله

دخپلو وړانګو یې تراشلې تاته

دقلمونوڅوکې

د خپل ټوټو یې جوړوله تا ته

د پاڼو سپينه نړۍ

ښکلې بابونه سرلیکونه یې

د پاس اسمان په لاجوردي تخته

تاته دبرم اوپرتم لیکله

زمالورکۍ ، زما افغانې لورکۍ !

زما دردیدلې، زما معصومې لورکۍ !

ستا ترحیا ستا تروقاره زار شه

دا تاج و تخت او ګدۍ

ستا په پوړنې به لاسو نه کښیښږدي

 دسپرلی سپین ګلونه

سپوږمۍ به غیږه ورکړي، ښکل به یې کړي

ستا د پوړنې غبرګي څوکې

د وقار  او سپیڅلتوب حدونه

بیا به دخپل جبین، د رڼا څړیکې اودسیورو  درنجو شیبې

ستا پر کمیس وشیندي

 ترخې شیبې به د وخت ، ترکاڼ اره ، اره کړي

سپیدې به ستا اوږو ته سررا ټیټ کړي

د سهارلمر به،

دسپیدو دګلابې رخسار ښکلونه واخلې

اوستا په سر به دزرینوڅاڅکو

تړم باران وکړي

آسمان به ستا دکتابونو بکس کي

ستاپه لاس کښلو دښکلا اوسپیڅلتوب توروته

په پټه خوله د التفاته ډک نظر وکړي

 داوخت به تیرشي،

دزمان سیند ته به ولویږي

ساحل به توی کړي ستا لمن ته

 دکره غمیو ډکې لپې

اسمان  به وخاندې په شونډوکې به،

 وتاته راوړي د بوډي د ټال دوه غبرګ ټالونه

ورځې به وچي شي یوه، یوه به ورژیږي

لکه په منی کې د ونو پاڼې

 بیا به یې باد اوباران، د فناه غیږ ته یوسي

ستا دسپیڅلو اوښکو

ترنجابت اولطافته جار شم

زما وزړه ته ددرد څړیکې راوړي

زما اروا ځوروې

نور مې دردمنه اروا مه ځوروه

زما افغانې لورکۍ ، زما د وطن شهزادګۍ

ته د ( بلخۍ ) او د ( ملالې ) لوريې

ته د ( نازو ) او ( عایشې ) شعر یې

ستا د سر سپین پوړنې د ( ګوهرشاد ) د تاجه

ستا د لمنې عفت د (زرغونې ) د غیږې

وارخطا کیږه مه

دخپل وجود په رڼا وړاندې قدم واخله

شمعه چې تته شي،

لوګي یې دهسک څنډو ته قدم واخلې

سهار ته لاس ورکړي

ورځې راویښې کړي

د رڼا ګانو فصل دپسرلی داسمان

پښې ښکل کړي

زما افغانې لورکۍ ، زما دوطن شهزادګۍ

دخپل وجود په رڼا وړاندې قدم واخله

وارخطا کیږه مه، تلوللې کیږه مه

۲۰۲۲  / ۴  / ۹

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.