یوه شیبه وه چي هم هغه شیبه
زه وم د دې نړۍ شتمنه ښځه
ستا د خیالونو ګڼ لاسونه مې ترملا را تاو، وه
شپه وه، بریښناوه
د باران د ځنځېدولو څاڅکو
ګڼو ږغونو کې مې ،
ستا د بې ږغه احساس ږغ لټوي
باران و ځوان
د مستو، مستو څاڅکو، لمس یې ځوان و،
زما دوجود پرمځکه
ستا داحساس اوباران سړه لرزه خپره وه
مخامخ ښکلی هلک
دیوې ښکلې شاپیرۍ سره کاپې چښله
خیال ښایسته و،
خوبس خیال و والوت لکه دزاڼې،
داسمان په لیرولیرو کناروکې ورک شو
زه یې نیستمنه کړمه
***
یوه شیبه وه ،چې هم هغه شیبه ،
زه وم د دې نړۍ شتمنه ښځه
ښکلی باران و، ورځ وه
ماپخپل ټوله وجود د باراني څاڅکو
د حریرې شیبو،
په څپاند سیندکي ، د صدف او مرغلرو په کورونو کي
ستا د خیالونوسره، لوبه کول
دومره وه ښکلې لوبه ،
لکه چې پرخه وې تویې شوی
څاڅکی ، څاڅکی روڼه ، روڼه دګلاب پرډنډر
دلمر له سترګې یې اخیستي وی
اوه رنګونه
هغه شیبه مې دتیر ژوند
د يوې ورځې ، یو ساعت، یوې شیبې څخه
په غلا راوړي وه
بیرته ستنه شوه زه نیستمنه شومه
***
یوه شیبه وه زه شتمنه ومه
د باران څاڅکي مې په شونډو ټولول
د جل وهلې وجود پرسپیره مځکه مې
د سیند سندره لیکل
د سیند سندرې ته مې سا ورکول
د څپو شور مې شمیره
ځوانۍ زما پراوږو سر ایښې و
را ته کولې یې د عشق او اضطراب کیسې
راته لوستلې یې دخیال اودسراب کیسې
ما د خپل لپو هره کرښه کي
د حلاوت او لطافت سپیني چینې کرلي
د ګریوان وره کي مې ګنډله د نمجنې سارا
د خوږ نګهت وزرونه
هغه شیبه مې ،
د تیر ژوند دیوې ورځې، یوساعت څخه
خوب ته راغلې وه
بیرته د خوب سره ستنه شوه
زه دتیرپه شان نیستمنه شومه
یوازي شپه وه اوزه ،
ما دتیارې او شپې، په غیږکې سر ایښي و
ما دتیارې اوشپې،
په غیږکي سر ایښې و
۲۰۲۲/ ۷ / ۱۰
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.