دا تیارې به رڼا کیږي

عبدالباري جهاني

470

دغه بڼ به زرغونیږي ما په خوب کي دی لیدلی
دا سل ځله رژېدلی خزانونو آزمېیلی

په ویاله کي چي اوبه وي یو ځل تللي بیا بهیږي
له دې شاړو وچو مځکو بیا غاټول را زرغونیږي
شپې که هر څومره اوږدې وي عاقبت به لمر ځلیږي
بیا به سېل د شوپرکو له رڼا وي تورېدلی
دغه بڼ به زرغونیږي ما په خوب کي دی لیدلی

د پردي ملا په خوله به خلک نه سي غولېدلای
په اذان به یې وګړي روژه نه سي ماتولای
په ماشومو یتیمانو به واسکټ نه سي منلای
د حلوا به وي محتاجه د خیرات کاسو روزلی
دغه بڼ به زرغونیږي ما په خوب کي دی لیدلی

یوه ورځ به داسي راسي چي به پیل سي مکتبونه
مدرسې به وي تړلي ورلوېدلي وي قلفونه
نه ټګي د مولویانو نه بدمرغه واسکټونه
نه به چاته له پنجابه وي د جنګ امر راغلی
دغه بڼ به زرغونیږي ما په خوب کي دی لیدلی

یوه ورځ به داسي راسي مدرسه به پوهنتون وي
د ډېوې دښمن به ړوند وي د کتاب غلیم زبون وي
نه به ږغ د محتسب وي نه دُره نه به جنون وي
په خپل حکم به سنګسار وي خپل بادار ته شرمېدلی
دغه بڼ به زرغونیږي ما په خوب کي دی لیدلی

ماته تیري کیسې وايي دا خوبونه ریشتیا کیږي
د ظالم عمر به لنډ وي په خپل تېغ به حلالیږي
د پردیو خلوتونو په تیارو کي به ښخیږي
ما یې قبر دی لیدلی چي په کاڼو وي ویشتلی
دغه بڼ به زرغونیږي ما په خوب کي دی لیدلی

یوه ورځ به داسي راسي چي شرنګیږي ربابونه
د زلمیو توري څڼي به تاوده کړي محفلونه
بیا به اورو له مطربه جهاني ستا غزلونه
ما یې فال دی پر اورغوي له ازل سره کتلی
دغه بڼ به زرغونیږي ما په خوب کي دی لیدلی.

د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتي دوه ویشتمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.